د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

د طالبانو لخوا د یو شمېر ښځینه فعالانو د بندي ساتلو خلاف لاریون


ژولیا پارسي او ندا پرواني( هغه دوه افغانې مېرمنې چې لا هم طالبانو زنداني کړې دي)
ژولیا پارسي او ندا پرواني( هغه دوه افغانې مېرمنې چې لا هم طالبانو زنداني کړې دي)

د افغان مېرمنو د خپلواک ايتلاف غړو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د خپلو هم لارو ښځو د ازادۍ لپاره لاريون وکړ.

دغو مېرمنو د ژولیا پارسي، منیژې صدیقي، ندا پرواني، مریم کریمي او پریسا آزاد د خلاصون لپاره خپل غږ پورته کړ.

دوی د جمعې په ورځ د خپل اعتراض پر مهال له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د زنداني مېرمنو د خلاصون لپاره دې پر طالبانو فشار راوړي.

د دې اعتراض یوې تنظیموونکې نسرین حمیدي ازادي راډیو ته وویل په داسې حال کې چې په افغانستان جنسیتي اپارتایید روان دی نړۍ باید د افغان مېرمنو غږ له پامه ونه غورځوي.

حمیدي زیاته کړه:

"موږ ډاډه یو چې افغان مېرمنې به په هېڅ صورت ظلم ته تسلیمې نه شي او د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې به ودرېږي. موږ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غواړو چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او د هغوی ملاتړ وکړي. "

د صنم کبیري په نوم د ښځو د حقونو یوه بله فعاله وايي افغان مېرمنو په تېرو دوه کلونو کې نه یوازې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونو په وړاندې مبارزه کړې؛ بلکې د ټولنې د بدو رواجونو سره یې هم مقابله کړې ده.

کبیري زیاتوي:

"مظاهره کوونکي د خپلو حقونو د غوښتلو په خاطر له ننګونو سره مخ شول بندیان او شکنجه شول، ځکه چې دا یوه دودیزه ټولنه ده، د افغانستان په تاریخ کې هېڅکله ښځې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره زندان ته نه وې تللي، خو نن ورځ مظاهره کوونکي ښځې میاشتې میاشتې په بند کې تېروي ،میرمن ژولیا پارسي له خپل زوی سره میرمن ندا پرواني او منیژه صدیقي د طالبانو په بند خونو کې شکنجه کیږي . "

افغان ښځو د طالبانو د بندیزونو خلاف پرله پسې اعتراضونه کړي چې ګڼې معترضانې بندیانې شوې دي - تصویر له ارشیفه
افغان ښځو د طالبانو د بندیزونو خلاف پرله پسې اعتراضونه کړي چې ګڼې معترضانې بندیانې شوې دي - تصویر له ارشیفه

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار هم پر خپله اېکس پاڼه د معترضو مېرمنو دا اعتراض دا ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي چې لا هم افغان مېرمنې اعتراضونه کوي.

هیدر بار له دې وړاندې د معترضو افغان مېرمنو په اړه ویلي وو چې د دغو مېرمنو ځای د طالبانو زندان نه دی او دوی باید ژر تر ژره خوشې شي.

په وروستیو څو میاشتو کې ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، ندا پرواني، مریم کریمي او پریسا ازاد د کورنیو د یو شمېر غړو سره یو ځای نیول شوي دي.

که څه هم طالبانو تر اوسه د دغه معترضو مېرمنو نیول نه دي تاييد کړي، خو د نیولو شویو مېرمنو د کورنیو یو شمېر غړو ادعا کړې چې هغوی د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر بنسټ، طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه دپاسه دوو کلونو کې پر ښځو د محدودیت له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د ښځو په زده کړو عمومي بندیز لګولی او په ځینو دولتي او ټولو نادولتي موسساتو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده.

په تېرو دوه کلونو کې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې مېرمنو ګڼ اعتراضونه کړي چې له امله یې د دوی له ډلې یو شمېر د طالبانو له لوري نیول شوي او اعتراضونه یې خواره شوي دي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو او نجونو حقونه تامین کړي دي، خو دا ادعا د ښځو د حقونو فعالانو او د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو بنسټونو ته د منلو وړ نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG