د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د طالبانو حکومت: نړیوال دې د فلسطینیانو حقونه تامین کړي؛ ښځینه فعالانې: د خپلو خلکو حقونه هم ورکړئ!


د یو شمېر ښځینه معترضانو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی - تصویر له ارشیفه
د یو شمېر ښځینه معترضانو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی - تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړيوالې ټولنې او اسلامي همکاريو له سازمان غوښتي، چې په فلسطين کې دې د ښځو، سپين ږيرو او ماشومانو په اړه غبرګون وښېي.

دا اعلاميه چې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد پر خپل ايکس‌پاڼه خپره کړې، په کې یې پر نړيواله ټولنه نيوکه کړې چې ګواکې په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو لپاره مداخلې کوي، خو په فلسطين کې چې د اسرایيلو په هوايي بريدونه کې ښځې او ماشومانو وژل کېږي، کوم غږ نه پورته کوي.

خو د ښځو او بشري حقونو یو شمېر افغان فعالان بيا وايي، طالبانو په افغانستان کې دننه له ښځو د دوی اسلامي او قانوني حقونه اخيستي، خو بل پلو فلسطين کې د مېرمنو او ماشومانو لپاره حقونه غواړي.

ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره، شکریه بارکزۍ
ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره، شکریه بارکزۍ

د تېر جمهوري نظام پر مهال په ناروې کې د افغانستان سفيره او د ښځو حقونو فعاله شکريه بارکزۍ د دې ټکي په تایید سره چې هیڅ ځای کې هم باید بشري حقونو تر پښو لاندې نه شي زیاتوي، د طالبانو نننۍ اعلاميې حيرانه کړې ده.

هغې ازادي راډيو ته وويل:

"مګر دا چې طالبان راځي او دغه عمل غندي، خدای ج دې وکړي دوی خپل سياست باندې هم لږ پام وکړي، چې دوی د افغانستان د ماشومانو، ښځو او د افغانستان خلکو ته کوم اساسي حقوق دوی په پام کې نيولی؟ زه فکر کووم په دغه ځای کې دوی پاتې راځي، جالبه دا ده دوی د نورو لپاره حق غواړي، خو خپله بيا د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو حق نه‌شي ورکولی."

د ښځو د حقونو يوه بله فعاله مېرمن قمر نیازۍ هم د اغلې بارکزۍ د خبرو په تایید زیاتوي، سره له‌دې چې افغانستان کې جګړه نه‌شته خو د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

هغې ازادي راډيو ته وويل:

"ولې نجونې ښوونځيو ته د تګ حق نه‌لري؟ ولې د پوهنتونونو دروازې د نجونو په مخه تړل شوي دي؟ که تاسو په‌دې هر څه واکمن ياست، پوهېږئ، مالومات په‌کې لرئ نو تاسو اول د بشر حقونو ته په خپل هېواد کې پاملرنه وکړئ، بيا نورو هېوادونو ته پاملرنه وکړئ، تاسو بايد اول خپل ګرېوانه ته سر ښکته کړئ."

طالبان افغان نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي
طالبان افغان نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي

خو د طالبانو حکومت مخکې په وار وار ویلي، چې د افغانستان د ټولو وګړو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې ورکړي دي.

دا انتقادونه داسې مهال دي، چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او دوی یې په پوهنتونونو کې له لوړو زده کړو هم راګرځولې دي.

دغه شان افغان ښځې په ډیری دولتي او ټولو نادولتي بنسټونو کې د کار کولو اجازه هم نه لري، تفریحي يارکونو، لوبغالو او ښځینه حمامونو ته نشي تللی او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نشي کولی.

که څه هم په دې اړه په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه موجود دي، خو طالبانو تر اوسه خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG