د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

پر افغان نجونو بندیزونه؛ د امریکا ځانګړو استازو یوځل بیا پر طالبانو نیوکې کړي


ارشیف: په کابل کې د دولسم ټولګي یوه زده کوونکې د طالبانو له لوري د دوی د ښوونځي د بندېدو به غبرګن کې اوښکې تویوي.
ارشیف: په کابل کې د دولسم ټولګي یوه زده کوونکې د طالبانو له لوري د دوی د ښوونځي د بندېدو به غبرګن کې اوښکې تویوي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو استازو پر افغان نجونو د بندیزونو له امله یوځل بیا پر طالبانو تندې نیوکې کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو استازو ټوماس وېسټ او رینا امیري ویلي چې طالبان د افغان نجونو د ځپلو مسوول دي او د دوی دا ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نه ده.

دوی دواړو د ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په بېلابېلو بیانونو کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

وېسټ په خپله ایکسپاڼه په یو بیان کې چې نن خپور شو طالبان د افغان نجونو او ښځو د ځپلو مسوولان بللي او په نړیواله ټولنه یې غږ کړی چې د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي، ځکه د ده په خبره د افغانستان روښانه او خوندي راتلونکی په همدوی پورې تړلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

نوموړي ویلي باید په دې ورځ د هغه میلیونونو افغان نجونو یادونه وشي چې له غیر معمولي ځپلو سره مخ دي داسې چې په نړۍ کې یې ساری نه‌شته.

د ماشومو نجونو نړیواله ورځ د اکټوبر په ۱۱مه تېره ورځ ونمانځل شوه.

وېست ویلي: "په هېڅ ځای کې د زده کوونکو نیمايي برخه له منځني او ثانوي زده کړو څخه بې برخه نه ده چې دا د دوی پر رواني روغتیا، کورنۍ، ټولنې او اقتصادي ژوند باندې ورانونکی اغېز لري."

په همدې حال کې د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو دوام د نجونو پر وړاندې ظالمانه تګلاره بللې او ویلي يې دي چې دا یوازې د افغانستان ستونزه نه ده، بلکې د دوی پر وړاندې درېدل د ټولو په ګټه دي.

رینا امیري په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې طالبان هر چېرې د ښځو او نجونو حقونه ګواښي، ځکه د اغلې امیري په خبره دوی یعنې طالبان خطرناکې بېلګې جوړوي چې ښايي نور یې تقلید کړي.

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان نجونو او ښځو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو حکومت د دوی پر وړاندې د بندیزونو د لګولو له لارې د دوی بنسټيز حقونه اخیستي.

د زده کړو څخه بې برخې نجونې مینې همدرد او زلفا محمدي ازادي راډيو سره په دې دې اړه خپل نظرونه شریک کړل.

مینه همدرد وايي: "موږ افغان مېرمنې په ډېر ستونزمن حالت کې ژوند کوو. موږ له یوه زنداني کس څخه چې د یو جرم په اساس بندي وي، په بد حالت کې یو. موږ له کوم جرم پرته د کور دننه بندي یو."

زلفا محمدي وویل: "له طالبانو څخه هیله کوم چې د ښونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانېزي، څو دوی وکولای شي د افغانستان راتلونکي نسلونه وروزي او د ټولنې د پرمختګ لامل شي. کله چې یوه نجلۍ ښوونځي ته ولاړه نه شي نو راتلونکي نسلونه نالوستي پاتې کېږي او پرمختګ نه کوي."

د ښځو د حقونو فعاله اوږۍ امېل وايي چې افغان میرمنې له ټولنیز ژوند څخه ګوښه شوي چې د دوی پر ژوند یې خورا بد اغېز کړی دی.

امېل وویل: "هغه بنسټیز او انساني حقونه چې موږ باید ترې برخمن ووسو، له موږ څخه اخیستل شوي دي. داسې یو، لکه چې په کورونو کې بندیانې ووسو. په خواشینې سره اوسمهال افغان نجونې او ښځې د کار، تحصیل او د سیاسي مشارکت څخه په څنډه شوي چې له دې امله ناهیلي شوي دي."

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړو استازو د څرګندونو او د افغان نجونو او ښځو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو نوموړي تر دې مخکې تل ټينګار کړی چې د افغان مېرمنو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تل خوندي دي او دا یې د افغانستان کورنۍ مسئله بللې ده.

د طالبانو حکومت پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو پر وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې تړلي دي.

طالبان دغه شان په مېرمنو د ګڼو نورو محدویدویتونو ترڅنګ په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د دوی په کار کلک بندیز هم لګولی دی.

XS
SM
MD
LG