د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د رواني ناروغیو نړیواله ورځ ؛ بې دندې شوې مېرمنه: څو ځلې مې د ځان وژنې هڅه وکړه، خو بیا مې ماشومانو ته وکتل او پښېمانه شوم


د رواني ناروغیو یو اړوند تصویر له ارشیفه
د رواني ناروغیو یو اړوند تصویر له ارشیفه

د اکتوبر د لسمې د رواني ناروغيو نړيوالې ورځې په رارسېدو، یو شمېر افغانان له خپل ناوړه رواني وضعیت څخه شکایت کوي.

دوی وايي اقتصادي ستونزې او د طالبانو د حکومت له‌خوا لګول شوي محدودیتونو د دوی پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی دی.

د کابل ښار اوسېدونکي عبدالرحيم چې تر لېسانس پورې يې زده‌کړې کړي، ازادي راډيو ته يې وويل د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په رواني ناروغۍ اخته شوى دى.

نوموړی وایي:

"اقتصادي ستونزې او بې‌کاري د دې لامل شوې چې رواني ستونزې رامنځته کړي. د شپې ښه خوب نه‌شم کولای. په درملو خوب کوم. څو ځلې ډاکټر ته تللی یم او حتی د ډاکټر فیس او د درملو پیسې مې هم له ځینو خلکو په پور اخیستې دي."

بل خوا د ښوونځي د يوولسم ټولګي زده کوونکې بهار چې د طالبانو له لوري له زده‌کړو منع شوې، ازادي راډيو ته يې وويل چې، ښوونځي ته د تګ له منع کېدو وروسته له رواني ستونزو سره مخ شوه.

هغه وایي:

"زه په هرو دوو مياشتو کې يو متخصص ارواپوه ته ځم، تر درملنې لاندې يم، درمل هم کاروم، دا حالت مې ډېره زوروي، راتلونکي ته هيڅ هيله نه‌لرم، هره ورځ د خپل راتلونکي برخليک په اړه په اندېښنه او سرګردانۍ کې تېروم. "

طالبان افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته نه پریږدي، چې د یو شمېر زده کوونکو په وینا له دې امله په رواني ناروغیو اخته شوې دي
طالبان افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته نه پریږدي، چې د یو شمېر زده کوونکو په وینا له دې امله په رواني ناروغیو اخته شوې دي

په ورته وخت کې د کابل ښار اوسېدونکې يوه مېرمن چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، له تېرو څوارلسو کلونو يې په دولتي او نادولتي ادارو کې کار کړی، خو د ښځو د کار په اړه د طالبانو د حکومت د محدوديت له امله اوس بې‌کاره ده او له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

دغه مېرمن وایي:

"زه د کوټې دننه او له حويلۍ پرته بل څه نه وینم. موږ دومره ستړي شوي یو چې تاسو باور وکړئ چې ما څو ځله د ځان‌وژنې هڅه کړې وه، مګر کله چې ما خپل ماشومان ولیدل، بیا پښېمانه شوم، ما له ځان سره وویل چې، دا حالت د هر چا لپاره ستونزمن دی او په دې توګه ما خپل ځان ته ډاډګېرنه ورکړه."

که څه هم په افغانستان کې د رواني ناروغانو دقیق ارقام نه‌شته، خو د کابل د رواني روغتون يو تن ټرېنر متخصص ډاکټر اېمل ساپي ازادي راډیو ته وویل، بې‌وزلي او بې‌کاري د هېوادوالو د رواني اختلالاتو اصلي لاملونه دي او شاوخوا ۲۵۰ تنه په دې ناروغۍ اخته کسان هره ورځ دغه روغتون ته ورځي.

ډاکټر ساپی زیاتوي:

"هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ تر ۲۵۰ ناروغان روغتون ته مراجعه کوي، زموږ عام خلک چې دنده نه‌لري، ډوډۍ او اوبه نه‌لري بېلابېلې ذهني ستونزې پرې فشار راوړي، چې له امله یې د ناروغانو شمېر تقریباً زیات شوی او ډېری یې په رواني اختلالاتو له ډلې يې په ژور خفګان اخته دي. او دغه راز په ځوانانو کې د ځان وژنې پېښې له بده‌مرغه د پرله‌پسې ناکامیو او بې‌کارۍ له امله زياتې شوي دي."

د رواني ناروغیو د درملنې د مرکزونو کمښت هم د رواني ناروغیو د زیاتیدو یو لامل ګڼل کیږي.
د رواني ناروغیو د درملنې د مرکزونو کمښت هم د رواني ناروغیو د زیاتیدو یو لامل ګڼل کیږي.

بل خوا یو شمېر ارواپوهان وايي، په افغانستان کې د رواني ناروغیو د درملنې د مرکزونو نشتوالی د رواني ناروغیو د پراخېدو لامل شوی دی.

ارواپوهې او د پوهنتون پخوانۍ استادې بتول حیدري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په تعلیمي او کاري برخو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د دې لامل شوي چې خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د خپل راتلونکي په اړه ډاډمنې نه‌دي او د مایوسۍ کچه به يې لوړه شي.

مېرمن حیدري زیاتوي:

"په پېغلو نجونو کې ان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د امید احساس کم شوی دی. په دې حالت کې دا پېښیږي کله چې خلک د ځان ساتلو لپاره لاره پیدا نه‌کړي، کله چې دوی نه پوهېږي چې څنګه د ځان او شاوخوا خلکو ساتنه وکړي. له رواني پلوه په دې سخت حالت کې، دوی هر ځل ناکامه ځان‌وژنې ته مخه کوي، ډېر جنجال کوي او ژاړي."

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې که څه هم د لوږې پر وړاندې نړيوال سازمان په يوه راپور کې نوې شمېرې نه وې وړاندې کړې، خو ويلي يې وو، چې د څو لسيزو جګړو د پايلو، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ په ګډون د وروستيو ستونزو له امله په افغانانو کې رواني ستونزې زياتې شوې دي.

اروا پوهه بتول حیدري وایي، چې د طالبانو له قیوداتو سره په پېغلو نجونو کې د ژوند لېوالتیا کمه شوې ده
اروا پوهه بتول حیدري وایي، چې د طالبانو له قیوداتو سره په پېغلو نجونو کې د ژوند لېوالتیا کمه شوې ده

د دغه سازمان په وینا، ډېری افغانان چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته له رواني ستونزو سره مخ شوي، له سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د لوږې پر وړاندې د سازمان په راپور کې راغلي، په لرو پرتو سیمو کې د رواني ناروغیو د متخصصینو او د رواني ناروغیو د درملنې د مرکزونو نشتوالی او په ټولنه کې حاکم دودونه په افغانستان کې د رواني ستونزو د درملنې په لاره کې له عمده خنډونو څخه دي.

دغه شان شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې ګارډین ورځپاڼې هم د مشخصو شمېرو له وړاندې کولو پرته په افغانستان کې د ښځو د ځان‌وژنو پېښو د زیاتوالي خبر ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د ښځو په دفتر کې د افغانستان د څانګې مشرې الیسون ډیویډیان ګارډین ته ویلي، شرایط داسې دي چې افغان نجونې او ښځې ژوند تر مرګ غوره ګڼي او د هغې په وینا افغانستان د رواني روغتیا له بحران سره مخ دی، چې د ښځو د حقونو په برخه کې د ستونزو په ډېرېدو سره دا بحران نور هم ډېر شوی.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی و چې، په افغانستان کې ۱.۶ میلیونه وګړي له عصبي ستونزو سره مخ دي او روغتیايي او رواني مشورې ته لږ لاس‌رسی لري.

ډاکټر صداقت: د هغو ستونزو په اړه فکر مه کوئ، چې ستاسې له کنټرول څخه وتلي دي
ډاکټر صداقت: د هغو ستونزو په اړه فکر مه کوئ، چې ستاسې له کنټرول څخه وتلي دي

په همدې حال کې ارواپوه او د پوهنتون استاد ډاکټر عارف صداقت وايي، له خفګان څخه د خلاصون بېلابېلې لارې شته، چې په‌کې د ځان کنټرول او بدلون هم شامل دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"په ارواپوهنه کې، د تعهد او منلو پر بنسټ د درملنې په نوم خورا ښه طریقه ده، په دې طریقه کې، دا وايي چې یو څه چې حل کېدی شي غصې او خفګان ته اړتیا نشته، هڅې باید وشي او یو څه چې وایي چې دا نه حليږي زموږ له کنټرول څخه بهر دي، نور ورسره مبارزه هیڅ معنا نه‌لري، تاسو باید دا ومنئ، تر څو چې حل‌لاره ورته پيدا کېږي، البته، تاسو باید له هڅې لاس په سر نشئ"

د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو رسمي شمېرو له‌مخې، چې په ۲۰۱۸ کال کې خپرې کړې وې، دوه میلیونه افغانان له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

خو ظاهراً د طالبانو له بياځلي واکمنۍ سره، چې بې‌کاري، اقتصادي ستونزې او د طالبانو له لوري په ځانګړي ډول پر ښځو بندیزونه زیات شوي، په رواني ستونزو د اخته کسانو شمېر هم زیات شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۱۸ کې پر رواني ناروغیو د ۲ میلیونه افغانانو د اخته والي خبر ورکړی و، چې اوس به دا ارقام خامخا لوړ شوي وي.
د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۱۸ کې پر رواني ناروغیو د ۲ میلیونه افغانانو د اخته والي خبر ورکړی و، چې اوس به دا ارقام خامخا لوړ شوي وي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له‌مخې اوس‌مهال ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو حکومت تل ادعا کړې، چې د افغانستان اقتصادي حالت د ودې او ښه کېدو په حال کې دی او په افغانستان کې بشري وضعیت دومره نازک نه‌دی لکه څنګه چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې منعکس شوی.

که څه هم د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د خپلې بياځلي واکمنۍ راهیسې پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي، چې په‌کې د زده‌کړو او کار بندیز هم شامل دی، خو تل یې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

د رواني روغتیا نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۱۰مه رواني ناروغيو ته د پاملرنې او د خلکو پر ژوند د يادې ناروغۍ اغېز له امله په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

دا ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲ کې د نړۍ د رواني روغتیا فدراسیون او د رواني روغتیا نړيوال سازمان په نوښت ونمانځل شوه.

XS
SM
MD
LG