د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د ښوونکي نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغان ښځینه ښوونکې: کور ناستۍ په اقتصادي او رواني ستونزو اخته کړي یوو


د افغان نجونو یو ټولګی- تصویر له ارشیفه
د افغان نجونو یو ټولګی- تصویر له ارشیفه

د اکټوبر پنځمه د ښوونکي نړیواله ورځ ده.

دا ورځ د درېيم ځل لپاره په داسې حال کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نمانځل کېږي، چې ګڼ شمېر ښځینه ښوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په کورونو کې ناستې دي.

دغو ښوونکو وروسته له هغې خپلې دندې له لاسه ورکړې، چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع کړې.

يو شمېر دغه ښځينه ښوونکې وايي چې په کور کې پاتې کېدو له اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ کړي دي.

له دغو ښځینه ښوونکو څخه یو شمېر یې ان د بېکارۍ او بې وزلۍ له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د کابل د آزادۍ لېسې ښوونکې ثنا میرزاد چې دوه کاله وړاندې یې خپله دنده له لاسه ورکړې اوس په ایران کې د کډوالۍ ژوند کوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"د طالبانو په راتګ سره وضعیت ډېر کړکېچن شو، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې، چې له امله یې ښځینه ښوونکې په کور کېناستې، د طالبانو حکومت ښځینه ښوونکو ته ارزښت نه ورکوي دوى ښوونې او روزنې ته اهميت نه ورکوي."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره نجونې یوازې تر شپږم ټولګي زده کړې کولی شي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره نجونې یوازې تر شپږم ټولګي زده کړې کولی شي

حليمه احمدي چې د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې يې د مديريت په څانګه کې تدريس کاوه، ازادي راډيو ته وويل، چې د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ وروسته هغې ته خبر ورکړل شو، چې تر بلې خبرتيا پورې باید دندې ته ورنشي.

هغه هم اوس له هیواده وتلې او کډواله شوې ده.

نوموړې وایي:

"په تېرو څو لسیزو کې پوهې وده زموږ د هېواد له سترو لاسته راوړنو څخه وه، په دې کې شک نشته چې دا لاسته راوړنې زموږ د ګرانو ښوونکو کد شپې او ورځې هڅې وې. زه خپله هم د پوهنتون استاده وم ، طالبان ظلم کوي، نه ښوونکى پرېږدي نه زدکوونکى او نه زکړيال، زه هغو نورو ښوونکو ته همت غواړم چې په افغانستان کې پاتي د قلم په زور جنګېږي."

که څه هم ثنا او حليمې د ښه راتلونکي د ترلاسه کولو يوازينۍ ښه لار د خپل هېواد پرېښول ګڼلي، خو په افغانستان کې ډېرې داسې ښوونکې شته چې په کور کې ناستې دي او له جدي اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ دي.

په همدې حال کې یو شمېر ښځینه ښوونکې چې اوس هم په ښوونځیو کې تدریس کوي وايي، د طالبانو د حکومت له خوا د دوی معاشونه کم شوي دي.

له دغو ښوونکو څخه یو تن چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي په ډک ستوني ، ازادي راډیو ته وویل چې د ښوونکي په ورځ په ښوونځیو کې د ښځینه زده کوونکو نه حاضرېدل پر دې ډېر منفي اغېز کوي.

دغه ښوونکې وایي:

"کله چې د ښوونکي ورځ لمانځل کېږي، له سترګو مو اوښکې بهیږي، چې نجونې ولې ښوونځي ته نه ځي، ولې په کورونو کې کېنول شوي، د ښځو له شتون پرته ساینس او پوهه پرمختګ نه شي کولای، موږ له نړیوالې ټولنې او د حکومت له مشرانو هيله کوو چې ښوونځي پیل کړئ. هيله کوو."

د اتم ټولګي زده کوونکې فاطمه چې نور ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، آزادۍ راډيو ته وویل، چې په تېرو کلونو کې به یې د ښوونکي ورځ له خپلو زده کوونکو او ټولګیوالو سره په ډېر جوش او جذبه لمانځله، خو اوس درېم ځل سو چې د دې ورځې له نمانځلو بې برخې ده..

فاطمه زیاتوي:

"دا درېیم وار شو چې موږ د ښوونکي ورځ نه شو لمانځلى، تر دې مخکې مو د جمهوري ریاست په دوره کې د ښوونکي ورځ په خورا جوش او جذبه لمانځله، خو د طالبانو د حکومت له راتګ سره مو ژوند بدل شو او دا حق یې رانه واخیست. "

د قلم د لارې د بنسټ خبریاله او غړې مرضیه حفیظي ازادي راډیو ته وویل، چې د ښوونکو حقونه هم په تېرو حکومتونو کې او هم د طالبانو د حکومت له خوا تر پښو لاندې شوي دي.

حفیظي وایي:

"له بده مرغه د پخوا په څېر اوس هم له شک پرته چې ښوونکو تر ټولو کم معاش ورکول کېږي، اوس مهال د نورو ستونزو سربېره، ډېری ښځينه ښوونکې په کورونو کې پاتې دي او نه شي کولای خپلو کارونو ته دوام ورکړي. هيله لرو چې راتلونکی کال، په دې ورځ، ښځینه ښوونکي او په عمومي توګه ټول ښوونکي باید خپل معاش او موقف ته ورسیږي."

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت درياست الوزرا د دفتر ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د ښوونکي د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، که دوی ته اسانتیاوې او امکانات برابر شي، نو لومړۍ ډله به ښوونکي وي چې په معاشونو کې به يې زياتوالى راولي.

هغه پرته له دې چې د ښځينه ښوونکو برخليک او د حکومت له خوا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړې د منع کولو په اړه خبرې وکړي، ټينګار چې تدريس يوازې دنده نه، بلکې د پوهنې په برخه کې يو ستر مسووليت دى.

دغه طالب چارواکي زياته کړه: د پوهنې پياوړتيا. هم د کمیت له نظره، او د کیفیت له نظره هم د افغانستان د اسلامي امارت له لومړیتوبونه دي او زموږ ټوله هڅه دا ده چې د افغانستان هغو سیمو کې چې له زده کړو بې برخې دي او یا هم ښوونځي نه لري. د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي باید په تولو سيمو کې ښونځي فعاله شي.

د طالبانو د حکومت رياست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي زیاتوي، د دوی د حکومت له بیا جوړېدو وروسته په افغانستان کې د څه باندې ۱۸۵۰۰ ښوونیزو موسسو ۱۰ میلیونه زده کوونکي د ښوونځي ته ځي چې د ۲۴۵۰۰۰ ښوونکو له خوا روزل کېږي.

سږکال په ټوله نړۍ کې د ښوونکي نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو د علمى، تعلیمي، او کلتوري سازمان یونیسکو له خوا "خپل د اړتيا وړ ښوونکو ته اړتیا لرو" په نوم په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

مطیع الله ویسا، د زده کړو فعال چې له څه باندې ۶ میاشتو راهیسې طالبانوبندي کړی
مطیع الله ویسا، د زده کړو فعال چې له څه باندې ۶ میاشتو راهیسې طالبانوبندي کړی

د ښوونکو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۵مه د یونسکو نړېوال سازمان له لوري د ښوونکو د معاش او معیشتي ژوند د ښه والي؛ د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو او پراختیا په موخه لمانځل کېږي او د ښوونکو او زده کړې پورې اړوند مسايلو د څیړلو لپاره د فرصت رامنځته کوي.

دا ورځ سږ کال په داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې یو شمېر ښوونکي او د پوهنې فعالین د نجونو د تعلیم د ملاتړ په خاطر د طالبانو په بند کې دي.

د هرات پوهنتون پخوانی استاد رسول پارسي او د پوهنې فعال او د قلم لارې د ټولنې غړی مطیع الله ویسا له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

له بلې خوا د افغانستان د دولتي او خصوصي پوهنتونونو یو زیات شمیر استادانو وروسته له هغې له دندو استعفا کړې او یا هم له افغانستانه وتلي چې طالبانو د نجونو پر زدکړو بنديز ولګوه.

طالبانو د یو شمېر ښځینه ښوونکو د ګوښه کولو ترڅنګ، په زیات شمېر دولتي او ټولو غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG