د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

یونېسف: طالبانو په شپږو ولایتونو کې د نجونو پر مخ د ښوونکو د روزنې مرکزونه تړلي


ارشیف: په کابل کې د یوې ښوونیزې ادارې زده کوونکې چې د طالبانو له لوري له زده کړو منع شوي دي.
ارشیف: په کابل کې د یوې ښوونیزې ادارې زده کوونکې چې د طالبانو له لوري له زده کړو منع شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، په تېره اګست میاشت کې د افغانستان له پنځلسو ولایتونو نه په شپږو کې د نجونو پر وړاندې د ښوونکو د روزنې مرکزونه تړل شوي دي.

یونېسف د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې د نجونو لپاره د ښوونکو د روزنې مرکزونه درلودل چې د دغه ادارې د اعلامیې پر بنسټ له ډلې یې په شپږو کې د سیمه‌ییزو مسوولانو په امر تړل شوي دي.

په اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې راغلي چې د دغې پرېکړې له امله ۶۷۰ ښځینه زده‌کوونکې له زده کړو بې برخې شوي دي.

د یونېسف نښان
د یونېسف نښان

د یونېسف د اعلامیې پر بنسټ، د روان میلادي کال له پیل راهیسې دوی په ټول افغانسان کې د ښوونکو د روزنې په برخه کې ۲۶۸۳ نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې او هڅه یې دا ده چې له سیمه‌ییزو مسوولانو سره د خبرو له لارې د ښوونکو د روزنې دا مرکزونه بېرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

که څه هم د یونېسف په اعلامیه کې د هغه شپږو ولایتونو نومونه نه دي راغلي چې دغه مرکزونه په کې تړل شوي، خو د کابل یوې اوسېدونکې چې په په تېر جمهوري نظام کې یې د نجونو لپاره د یونېسف د ښوونکو د روزنې په یو مرکز کې زده کړې ترلاسه کولې ازادي راډيو ته وویل: "ما مخکې د یونېسف د ښوونکو د روزنې په مرکز کې زده کړې کولې، خو د طالبانو له راتګ وروسته چې د ښځو په زده کړو بندیز ولګېده، له بده مرغه کورنۍ نوره اجازه رانه کړه چې خپلې زده کړې وکړم، خو اوس چې دا مرکزونه تړل شوي. دا ډېره دا بده پرېکړه ده، په ځانګړي ډول د هغه زده کوونکو لپاره چې د زده کړو لپاره ورته همدا لاره پاتې وه. "

د راپورونو پر بنسټ یونېسف د کابل په ګډون په کندهار، پکتیا، باميان، خوست، دایکندي، غزني، میدان وردګ، زابل، کونړ، لغمان، بادغیس، هلمند، نيمروز، فراه او غور ولایتونو کې د نجونو لپاره د ښوونکو د روزنې مرکزونه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یونېسف د تازه اعلامیې په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو نوموړي تېره ورځ د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې بحثونو ته په غبرګون کې په خپل ایکس شبکه لیکلي چې د دې ناستې بحثونه او نظرونه یوازې د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو 'د ښځو تعلیم او کار' په لویولو سره منحرف شول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد داسې مهال دا خبرې کوچني او کورني موضوعات ګڼي چې د طالبانو حکومت په دې اړه په نړیوالو کچه له انتقادونو سره مخ دی.

د یادونې ده چې یونېسف په داسې حال کې په نجونو لپاره د ښوونکو د روزنې د مرکزو د تړل کېدو خبره کوي چې د طالبانو حکومت له دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې په یونېسف پورې اړوند سیمه‌ییز ټولګي چې افغان ماشومانو ته په کې زده کړې ورکول کېدې هم تړلي وو.

د طالبانو حکومت دغه شان له دې وړاندې په ټولو ولایتونو کې په دولتي کچه د ښوونکو د روزنې ولایتي تشکیلاتي جوړښتونه هم لغوه کړي دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د روان کال د جولای په ۱۲مه وویل چې دا پرېکړه د تېر جمهوري نظام پر مهال شوې وه، خو د هغه وخت چارواکو په دې اړه له رسنیو سره په رسمي ډول څه نه وه شریک شوي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنۍ وروسته د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه هر ډول زده کړې بندې کړي دي.

د طالبانو حکومت دغه شان په ډېري دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی چې له امله یې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو په مرستو منفي اغېز کړی دی.

یونېسف هم په خپله اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې پر ښځو د طالبانو د حکومت د محدودیتونو دوام د بشري مرستو پروګرامونه اغېزمنوي او ناوړه بشري وضعیت لا پسې ډېروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG