د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

نړیوالو بنسټونو د طالبانو له بنده د افغان فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې


د قلم لار ټولنې بنسټګر مطیع الله ویسا شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د طالبانو په بند کې دی.
د قلم لار ټولنې بنسټګر مطیع الله ویسا شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د طالبانو په بند کې دی.

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د د زده کړو د حقونو فعال مطیع‌الله ویسا، اعتراض کوونکې مېرمن ندا پرواني، د هغې د خاوند او د څلور کلن زوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا د قلم‌لار ټولنې د مشر او د زده‌کړو د حقونو فعال مطیع‌الله ویسا، د اعتراض کوونکې مېرمن ندا پرواني، د هغې د خاوند او د غه شان د هغې کوچني زوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دغه سازمان د چهارشنبې په سهار پر خپله ايکسپاڼه په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو لپاره د ویسا د تعلیمي فعالیتونو يوې ويډيو په خپرولو سره ليکلي، نن د پوهنې د حقونو لپاره د یوه فعال مطیع‌الله ویسا چې 'د نجونو پر زده‌کړو د بنديز د اعتراض' د دليل له امله د طالبانو له لوري نيول شوی شپږ میاشتې پوره کېږي.

د قلم‌لار ټولنې غړې مرضیې حافظي ازادي راډيو ته وویل چې لا هم، د ويسا د نیولو په اړه دوی او د هغه د کورنۍ غړو ته يې وضاحت نه‌دی ورکړل شوی.

هغې زیاته کړه: "د ويسا د کورنۍ، ملګرو او همکارانو اندېښنې زیاتې شوي دي او موږ په دې موده کې هېڅ ځواب نه‌دی ترلاسه کړی چې ويسا ولې ونیول شو، کله به یې برخلیک معلوم شي او د بند شپې او ورځې به کله پای ته رسېږي؟ د طالبانو له ادارې مو غوښتنه دا ده چې د ويسا د خلاصون او د هغه د برخلیک په اړه ژر تر ژره اقدام وکړي."

خو د طالبانو حکومت مخکې ويلي، ويسا د خپل‌سرو او مشکوکو فعاليتونو له امله نيول شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان دغه راز د یوې معترضې مېرمن ندا پرواني، د هغې د خاوند او څلور کلن زوی پر نیول کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه د هغوی د برخليک په اړه هم معلومات نه‌شته.

دغه سازمان د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې ندا پرواني، د هغې مېړه او زوی ژر تر ژره او پرته له کوم شرطه خوشې کړي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د خودجوشه مېرمنو غورځنګ تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې پرواني، د هغې مېړه او ماشوم د تېرې شنبې په ورځ د کابل په خیرخانې سیمه کې د هغې د کور مخې ته د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو د سرغړونکو د حساب ورکولو لپاره د حساب ورکونې یو خپلواک نړیوال مېکانېزم رامنځته کولو غوښتنه هم کوي.

په همدې حال کې د بې‌پولو خبریالانو نړیوال سازمان یا 'آر ایس ایف' یوځل بیا د طالبانو له زندانه د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د مرتضی بهبودي مېرمن الکساندر ازادي راډيو ته وويل: "د مرتضی له بند نهه میاشتې تېرې شوې دي او اوس د هغه د قضیې په اړه لږ وضاحت ترلاسه شوی، خو د هغه د خونديتوب له امله زه په دې اړه نور جزییات نه‌شم ورکولای، یوازې دومره ویلای شم چې د هغه حالت ښه دی، خو په ښه شرايطو کې نه‌دی. ځکه چې ما د هغه څخه لیکونه ترلاسه کړي دي، هغه تر فشار لاندې دی او د اندېښنو له امله خوب نه‌شي کولی."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د دغو کسانو د برخلیک او د بخښنې نړیوال سازمان او د بې‌پولې خبریالانو د غوښتنې په اړه له طالبانو حکومت وپوښتي، خو ویاند يې ذبیح‌الله مجاهد او دغه راز د استخباراتو ویاند يې خلیل همرازد دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب نه‌دی ويلی.

واک ته له بياځلي رسېدو وروسته طالبان د بېلابېلو برخو د فعالانو په نیولو، شکنجه کولو او وهلو تورن شوي دي.

یو شمېر خبریالان، مدني فعالان، د پوهنتون استادان، د ښځو د حقونو او د زده‌کړو د حقونو فعالانو د طالبانو د رژیم په بېلابېلو دورو کې زندانونه تجربه کړي دي.

په دغو کسانو کې مطیع‌الله ویسا او مرتضی بهبودي او د ادعاو له‌مخې ندا پرواني، د هغې خاوند او څلور کلن زوی لا هم د طالبانو په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG