د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

فریډم نو سازمان له طالبانو د مطیع الله ویسا او رسول پارسي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه


مطیع الله ویسا د روان کال په مارچ میاشت کې د طالبانو لخوا ونیول شو
مطیع الله ویسا د روان کال په مارچ میاشت کې د طالبانو لخوا ونیول شو

د بشري حقونو د سازمانونو له‌خوا د طالبانو له‌ لوري د نیول شویو فعالانو د ملاتړ په دوام د «فریډم نو» په نوم د بشري حقونو یو سازمان د قلم‌لار بنسټ د مشر او د زده‌کړو د برخې فعال مطیع‌الله ویسا او د پوهنتون د پخواني استاد او ټولنيز فعال رسول پارسي چې د طالبانو له‌خوا زنداني شوي دي، د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دغه سازمان د شنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، چې مطیع‌الله ویسا او رسول پارسي په ناحقه زنداني شوي او باید ژر تر ژره خوشې شي.

«فریډم نو» چې د بشري حقونو یو سازمان دی او له ۲۰۰۱ کال راهیسې د خپل‌سري توقیف او د بشري حقونو اړوند سرغړونو د پای ته رسولو لپاره کار کوي، د هغه څه د پای ته رسولو غوښتنه کړې چې دوی یې د "طالبانو دوامداره ظلم" بولي.

فریډم نو سازمان شااوخوا یوه میاشت مخکې هم ویلي و چې دوی نه‌شي کولای مطیع‌الله ویسا هېر کړي.

په همدې حال کې د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا ازادي راډيو ته وویل، له پنځه میاشتو زیاتې مودې وروسته لا هم د ده د ورور دوسیه نه‌ده روښانه شوې.

خو هغه وويل، چې د ورور روغتيايي وضعيت‌يې ښه دى او د بېلابېلو نړيوالو سازمانونو فشارونه د دې لامل شوي چې ورور يې خونديتوب ولري:

نوموړي وویل:

"زه خپله په دې مورد باندې معلومات نه‌لرم، له کورنۍ سره‌يې، زما له مور سره‌يې خبرې کړي، ولې زه چې څه لرم وضعيت‌يې ښه دی. په قضاياوو کې روښنايي نه‌شته، بنديانو سره ظلم کوي، دغه ظلم چې دی داسې يو قانون جهان کې نه‌شته چې زور دی، زياتی دی، شکنجې دي."

د هرات پوهنتون د پخواني استاد رسول پارسي کورنۍ د هغه د وضعیت په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه‌وايه.

د طالبانو د حکومت ویاند ، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ، ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د مطیع‌الله ویسا او رسول پارسي د خوشې کولو په اړه د بشري حقونو د سازمان فریدم نو د غوښتنې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.
خو نوموړي تر دې وړاندې د ښاغلي ويسا د نيول کېدو په اړه ويلي و چې نوموړی د خپل‌سرو او شکمنو کړنو له امله نيول شوی دی.

د بشري حقونو فعالان د دغو کسانو نیول او په زندان کې ساتل له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي.

یو له دغو فعالانو خان ولي عادل ازادي راډيو ته وویل:

"د مطیع‌الله ویسا او پارسي او نورو کسانو نیول چې د طالبانو په لاس کې دي او په ټولنه کې يې د عدالت لپاره مبارزه کوله، په کلکه د بشري حقونو خلاف عمل دی او د بشري حقونو له قوانینو څخه سرغړونه ده. هغوی د دې لپاره شکنجه کېږي چې دوی د بشري حقونو لپاره مبارزه کوله، د افغان ولس د پوهاوي لپاره‌يې مبارزه کوله او د طالبانو ډله داسې کړنې ترسره کوي چې د دوی [طالبانو] خوښه وي."

په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته دوی د بېلابېلو سکټورونو يو شمېر فعالان نيولي او بنديان کړي دي چې ځينې يې خوشې شوي، خو د ځينو خبريالانو په ګډون يو شمېر لا هم د دوی په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG