د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

انجلینا جولي، مطیع الله ویسا ته په لیک کې: ستاسو ځای زندان نه دی


د قلم لار تعلیمي ټولنې فعال مطیع الله ویسا، چې له څو میاشتو راهیسې طالبانو بندي کړی - ارشیف
د قلم لار تعلیمي ټولنې فعال مطیع الله ویسا، چې له څو میاشتو راهیسې طالبانو بندي کړی - ارشیف
د هالیووډ سینما وتلې ستورې انجلینا جولي د تعلیم فعال او د قلم لار ټولنې مشر، مطیع الله ویسا ته په یوه لیکي لیک کې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې د سې شنبې په ورځ د اګست ۱۵مه ازادي راډیو ته هم رسېدلې، مېرمن جولي لیکلي: "له ټولو هغو کسانو سره یوځای چې ستاسو د خلاصون او د نجونو لپاره د زده کړې په اړه د ټولو بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کوي، خپل اواز پورته کوم تر څو تاسې ېېرته د دې جوګه شئ چې خپل مهم کار ته دوام ورکړئ."
انجلینا جولي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ د همکارې په توګه هم فعالیت کړی، ویلي: " ستاسو په څېر زه د یوې داسې ورځې خوب وینم چې د افغانستان هر ماشوم وکولی شي ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شي او په یوه سوله ییز افغانستان کې په آزاده توګه ونډه واخلي."
مېرمن جولي په ۲۰۰۱م کال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړ او په ۲۰۱۲م کال کې د دې سازمان ځانګړې استازې شوه، خو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په نیمايي کې یې له دې مقام څخه استعفی وکړه.
د هالیووډ سینما وتلې ستورې انجلینا جولي - ارشیف
د هالیووډ سینما وتلې ستورې انجلینا جولي - ارشیف
هغې ویلي وو، غواړي په راروانو کلونو کې د پناه غوښتونکو او نورو بېځایه شویو د ملاتړ، دغه راز د بشري حقونو د ودې لپاره لپاره خپلو هڅو ته په مستقل ډول دوام ورکړي.
انجلینا جولي د مطیع الله ویسا په نوم لیکل شوي لیک کې ویلي: "د افغانستان په زندانونو کې ښوونکي، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین ځای نه لري. تاسو او د مدني حقونو ټول هغه فعالان چې پرته له کوم تور په زندان کې ساتل شوي یاست، ځای مو ستاسو په خپله په ټولنه کې دی، چېرته چې تاسو د افغانانو لپاره ډېر ښه کارکوئ."
د زده کړو فعال د قلم لارې ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا د مارچ میاشتې پر ۲۸مه کابل کې ونیول شو.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو د طالبانو حکومت پخوا ویلي وو چې مطیع الله ویسا د خپلسرو او مشکوکو فعالیتونو له امله نیول شوی دی.
د ویسا همکاران او کورنۍ بیا وايي، هغه هېڅ ډول سیاسي او خپلسري فعالیتونه نه درلودل او یوازې یې د زده‌ کړو په برخه کې فعالیت کاوه.
دوه کاله مخکې، طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، دغه راز یې نجونې او ښځې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG