د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

نړیوال بانک: په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، خو هر دویم افغان بې‌وزلۍ ځپلی


یو شمېر بې وزله افغانې مېرمنې په تیاره ماښام د مرستې په هیله د یوه نانوایي مخې ته ناستې دي - تصویر له ارشیفه
یو شمېر بې وزله افغانې مېرمنې په تیاره ماښام د مرستې په هیله د یوه نانوایي مخې ته ناستې دي - تصویر له ارشیفه

نړیوال بانک په خپل نوي راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک ښودلی او وايي، د جګړې له کمېدو سره سره، له هرو دوو افغانانو یو یې یعنې له ۴۰ میلیونه وګړو ۲۰ میلیونه یې بې‌وزلي دي.

دا راپور چې 'له نسبي ثبات وروسته نامعلوم حالت' په نوم پرون خپور شوی، ښيي چې څه ډول اقتصادي شا تګ نورې برخې اغېزمنې کړي دي.

په راپور کې زیاته شوې، خدمتونه چې د افغانستان ۴۵ ناخالصه تولید جوړوي، تېر کال ۳۰ سلنه نور هم راټیټ شوي، تر څنګ یې زراعت چې د دې هېواد د کورني ناخالص تولید ۳۶ سلنه جوړوي، تېر کال د اقلیمي بدلون له امله ۶،۶ سلنه راټیټ شوی دی.

د نړیوال بانک په راپور کې زیاته شوې، د اقتصادي شاتګ پر مهال د افغانستان صادارت هم کم شوي، خو واردات د تېر په څېر زیات دي، داسې مهال چې خصوصي سکټور بیا کمزوری شوی او دا هېواد په پراخه کچه په بهرني ملاتړ متکي دي.

په راپور کې یادونه شوې، داسې مهال چې نفوس د ودې په حال کې دی، خو د کار موندنې فرصتونه کم شوي، افغانان له محرومیت سره مخ دي، ښارونو کې بې‌وزلي زیاته شوې او په کلیو او بانډو کې بیا اقلیمي بدلون خلک اغېزمن کړي دي.

د افغانستان په اړه د نړیوال بانک په نوي راپور کې دا هم راغلي، چې د افغان نجونو په کار او زده‌کړو د بندیزونو له امله د بهرنیو د مرستو کمېدو او ترڅنګ یې د یوه باثباته بانکي سیسټم په اړه اندېښنو د دې هېواد پر وړاندې نور هم ګواښونه هم جوړ کړي دي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشره: د دغه هېواد د ماتیدونکي اقتصاد د ژغورنې لپاره د نورو ګامونو ترڅنګ د جنسیت له مخې ناسم سیاستونه باید پای ته ورسول شي.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشره: د دغه هېواد د ماتیدونکي اقتصاد د ژغورنې لپاره د نورو ګامونو ترڅنګ د جنسیت له مخې ناسم سیاستونه باید پای ته ورسول شي.

په راپور کې د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د مشرې میلندا ګوډ له قوله لیکل شوي: "د افغانستان اقتصاد ماتېدونکی دی او د بیا رغونې لپاره یې اړتیا ده چې د بشري پانګې، بنسټیزو خدماتو او د اقلیمي اغېزو د مخنیوي لپاره لګښتونو ته لومړیتوب ورکړي او د جنسیت له مخې خپلو نا سم سیاستونه پای ته ورسوي."

د نړیوال بانک په راپور کې د افغان نجونو او هلکانو د زده‌کړو په اړه هم معلومات او شمېرې خپرې شوې او لیکي، نږدې ټولې نجونې او له نیمايي زیات هلکان زده‌کړو ته لاسرسی نه‌لري.

راپور کې زیاته شوې، له کله چې په نجونو ثانوي زده‌کړې بندې شوي، یوازې ۳ سلنه نجونې ښوونځیو ته ځي او له ۱۳ تر ۱۸ کلنو هلکانو کې بیا یوازې ۴۴ سلنه یې ثانوي زده‌کړو ته لاسرسی لري.

په راپور کې پوښتل شوې، داسې مهال چې د افغانستان پرمختګ په بشري پانګې پورې تړلی او دا هر څه یوازې د زده‌کړو له لارې ممکن دي، نو که وضعیت داسې وي، یو هېواد به څه ډول پرمختګ وکړي او سبا به خپل ډاکټران او استادان له کومه کړي؟

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نړیوال بانک د شمېرو او اندېښنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

هاخوا یو شمېر افغانان هم وايي، بې‌روزګاري ډېره شوې او بې‌وزلي تر دې حده رسېدلې چې د یوه وخت ډوډۍ اخیستلو توان نه‌لري.

یو شمېر بېوزله افغانان - تصویر د افغانستان له یوه سویل لویدیز ولایت څخه
یو شمېر بېوزله افغانان - تصویر د افغانستان له یوه سویل لویدیز ولایت څخه

د هرات اوسېدونکي صفي‌الله ازادي راډیو ته وویل: "افغانستان کې اقتصاد بیخي خراب دی. بې‌‌کاري بیخي زیاته ده او ډېر خلک د څه شي اخستو توان نه‌لري. "

د ننګرهار یو اوسېدونکی عمر چې په کار پسې بازار ته راوتی وايي، خلک مجبور شوي چې ان د خپل کور توکي وپلوري.

نوموړی وایي: "دا اوس زه حیران یم چې کور ته ولاړ شم، نه غوړي لرو او نه اوړه."

نړیوال بانک داسې مهال په افغانستان کې د اقتصادي ځوړ په اړه راپور خپروي، چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو د شمېرو له مخې ۲۹،۲ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري، خو په دوی کې بیا ۱۵ میلیونه د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG