د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

رسنۍ: د طالبانو تر واک لاندې اوس هم خلک مرګوني وضعیت سره مخ دي


ارشیف: په کابل کې د بېځایه شویو کورنیو یو کمپ
ارشیف: په کابل کې د بېځایه شویو کورنیو یو کمپ

واشنګټن ایګزیمنر:

واشنګټن ایګزیمنر په خپلې وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د داخلي بې‌ځایه شویو په اړه یو مطلب خپور کړی چې په کې راغلي: "د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اوس هم خلک مرګوني وضعیت سره مخ دي، خو نه د هغو دلایلو له امله چې ممکن تاسې يې فکر کوئ."

لیکوال د مطلب په پیل کې لیکي، په کابل کې د کورنیو بې‌ځایه شویو کمپ ته د داخلېدو سره د چټلیو هغه بوی ته متوجه شوم چې د سړکونو له دوړو سره یو ځای کېده او د هوا له تودوخې سره یې بوی نور هم زیاتېده.

لیکوال زیاتوي، هغه باید حیران شوی نه وای، ځکه په دې کمپ کې په زرګونو کسانو ژوند کاوه او واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته د دې خلکو شمېر نور هم ډېر شوی دی.

وړاندې راغلي، ښکاري چې ځمکه وچه ده، خو خاموشه ده، د بمب، ټانک او کلاشینکوف غږونه چې څو کاله وړاندې اورېدل کېده اوس نه شته او ځای يې مېلمه‌پالنې او د هغو ماشومانو د خندا غږ نیولی چې د ده د ښه راغلاست لپاره په بیړه بیرون راوتلي وو څو له ده سره سترې مشې وکړي او لاس ورکړي، ځکه د دې کمپونو څخه لیدونکې ډېر کم دي دا چې بیا امریکايي وي او کمره هم ورسره وي.

خپرونه کې راغلي، په افغانستان کې د خوارکي توکو کمښت لوړ درجې ته رسېدلی دی، نږدې نیم وګړي یې د خوړو خوندیتوب نه لري او ۹ میلیونه هم قحطۍ سره مخ دي.

د ورځپاڼې په ټکو، حالت دومره خراب شوی چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، 1.6 میلیونه ماشومان کار کولو ته اړ شوي او امکان لري چې دا شمېر له دې لوړ وي.

سره له دې چې اوسمهال په افغانستان کې د ټانک، بمب او کلاشینکوف غږونه نه شته او افغانستان د نړۍ د خبرونو سرټکی هم نه دی، خو اوسمهال لوږه او فقر د افغانستان د خلکو قاتلان دي.

بلفاسټ ټلګراف:

د بلفاسټ ټلګراف ورځپانې د افغانانو کډوالۍ ته پام اړولی او د یوه خیریه بنسټ له قوله لیکي، د بریتانیا حکومت د زیانګالو افغانانو سره په مرسته کې ناکام شو، ځکه شمېرې ښيي چې د روان میلادي کال له پیله تر جون میاشت پورې یوازې ۱۰۷ افغانان د مانش کانال له لارې دې هېواد ته ورغلي او مېشت شوي دي، په داسې حال کې چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې د روان کال له جنورۍ تر جون پورې حد اقل ۱۴۷۴ افغانان په وړو کښتو کې د خطرونو په منلو سره دې هېواد ته ورغلي دي.

بلفاسټ ټلګراف د بریتانیا د ژغورنې د نړیوالې کمېتې له قوله وايي، دا شمېر د افغانانو په ساتنه کې د بریتانیا د حکومت ماتې ښيي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د بریتانیا پوځ زرګونه افغانان بریتانیا ته انتقال کړي او د هغوو افغانانو لپاره چې لا دې هېواد ته نه دي انتقال شوی بېلابېلې طرحې جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG