د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د افغانستان په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

جستس ګپ مجله:

  • برېتانوۍ جستس ګپ مجلې په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو له خوا د ملکي افغانانو د وژلو د ادعاوو په اړه څېړنې ته پام اړولي.

مطلب کې راغلي، د برېتانیا د حکومت وزیران به هغه ادعاوې وڅېړي چې وایي، د برېتانیا هوایي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د شپې له خوا په بریدونو کې یو زیات شمېر ولسي وګړي وژلي دي.

په دې اړه څېړنه وروسته له هغې کېږي چې د برېتانیا دفاع وزارت په خپلواکه توګه د هوایي ځواکونو د یوه جزوتام له خوا په افغانستان کې د خپل ماموریت په دوره کې د ۵۴ ملکي کسانو د وژل کېدو د ادعا په اړه څیړنه پیل کړې ده.

د جسټس ګپ په لیکنه د برېتانیا دفاع وزیر ویلي په دې څېړنه کې به د برېتانوي ځواکونو د غیرقانوني فعالیتونو ادعا وڅېړل شي او په پای کې به یې یو راپور وړاندې شي.

د مجلې په لیکنه د برېتانیا دفاع وزیر ویلي چې، د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د دو پېښو په اړه څېړنه کوي چې د دې هېواد هوایي ځواکونه په‌کې ښکېل و او د قربانیانو کورنیو یې په دفاع وزارت باندې دعوه کړې ده.

د سیف الله په نوم د یوې قربانۍ د کورنۍ چې څلور غړي یې د برېتانوي ځواکونو په برید کې له لاسه ورکړي، یوه غړي ویلي چې هیڅکله یې هم فکر نه کاوه چې د دې پېښې په اړه به څېړنه وشي.

یوه بله کورنۍ هم لس کاله دې ته منتظره وه چې پوه شي، ولې یې غړي ووژل شول.

د جسټس ګپ په لیکنه د پوځ له خوا په مخکینۍ څېړنه کې کافي شواهد نه وو وړاندې شوې چې دغه پېښې تعقیب شي خو د محکمې له خوا وروستیو افشا شویو اسنادو په وسله‌والو ځواکونو کې په دې اړه چې سلطنتي نظامي پولیسو سمه څېړنه نه وه ترسره کړې، ډېرې اندیښنې راپورته کړي دي.

په پام کې ده چې په دې اړه بشپړه څېړنه د را روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې پیل شي.

په افغانستان کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په موده کې د کرزي په ګډون ډېرو لوريو د نړیوالو ځواکونو له لورې د شپې په مخه پر عملیاتو او د خلکو د کورونو پر تلاشیو انتقادونه کړي او د هغو د بندېدو غوښتنه یې کړې وه.

د انتقاد کونکو په وینا په دغو عملیاتو کې ډېر بې ګناه انسانان وژل شوي دي.

ایرو ایشیا ریوو خپرونه:

ایرو ایشیا ریوو خپرونه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکي، شل کاله مخکې د افغانستان شپږو ګاونډیانو هغه مهال د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ له ړنګېدو وروسته یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې په هغې کې یې د افغانستان د رغولو او سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره په ګډه ژمنه کړې وه.

خو د خپرونې په لیکنه نن ورځ د افغانستان وضعیت له هغه ډېر لیرې دی چې چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ۲۰۰۲ م کال انځور کړی و.

ایروایشیا ریوو لیکي، له افغانستانه په بېړه د امریکایي او د متحدینو ځواکونو له وتلو یې او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته بیا د طالبانو له رسېدو سره نوې امنیتي ستونزې او چلنجونه رامنځته شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه له لسو زیاتې سخت دریځي اوترهګرې ډلې په افغانستان کې حضور لري چې یو شمېر یې د طالبانو له ملاتړه هم برخمنې دي.

ایرو ایشیا ریوو په دې لیکنه کې وړاندې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له بشري حقونو څخه د سرغړونو، په دې هېواد کې د بشري او اقتصادي ناوړه وضعیت د څو مواردو یادونه کړې او لیکي، تر هغو به دغه ستونزې حل نه‌شي چې د طالبانو واکمنۍ له ډیپلوماتیکې انزوا را ونه وځي او د نړیوالو له خوا پرې لګول شوي بندیزونه لیرې شوې نه وي.

د طالبانو سرپرست حکومت چې له پیله یې څه باندې شپاړس میاشتې تیریږي، تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

ایرو ایشیا ریوو د افغانستان په اړه سیمه‌ییزې همکارۍ ته په اشاره لیکلي، په تېرو دوو لسیزو کې سیمه‌ییزه همکاري ډېره محدوده وه او دې ته په پام چې د امریکا او د متحدینو حکومتونو یې پام بلي خواته اړولی و، د افغانستان ګاونډیانو پر دې مسلې غور پیل کړ چې له کومې غوره لارې دوی کولای شي چې خطرونو او چلنجونو ته ځواب ووایي.

ایروایشیا ریوو په دې لیکنه کې د افغانستان په وړاندې د سیمه‌ییزې همکارۍ د ځینو نښو نښانو یادونه کړې او لیکي، هغه کوچني تخمونه چې کرل شوي، کېدای شي په راتلونکې کې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ په وړاندې چلنجونو ته ځواب ووایي.

XS
SM
MD
LG