د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د افغانستان اقتصادي ستونزو ته د اتلانتیک شورا د څېړنیز مرکز کتنه


نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
  • د اتلانتیک شورا څېړنیر مرکز

د اتلانتیک شورا څېړنیز مرکز پر خپله وېبپاڼه په خپاره شوي مطلب کې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته کتنه کړې ده.

په مطلب کې راغلي چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د افغانستان اقتصاد، ملي بودجه او د افغانۍ ارزښت تر ډېره پر نړیوالو مرستو تکیه وو، خو د دې سرچینو له ناڅاپي بندېدو او د کورني اقتصاد د فعالیت له درېدو سره سم افغانۍ را ولوېده او په نتیجه کې یې د اړتیا وړ لومړنیو موادو بیې لوړې شوې.

خپرونه زیاتوي، د سختې وچکالۍ، په بهر کې د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کېدو او د نړیوالو د مرستو د بندېدو له کبله د افغانستان ډېری خلک له قحطۍ سره مخامخ شوي دي.

خپرونه د مطلب په دوام لیکي چې د بشري مرستو رسول، د افغانستان روانې اقتصادي ستونزې په موقتي ډول حل کولی شي، خو اتلانتیک شورا په دې مطلب کې وړاندیز کوي چې پر بهرنیو مرستو د افغانستان د اتکا د کمولو او افغانانو ته د هیلو د ورکولو لپاره باید د دې هېواد اقتصاد په یوه ډول سره فعال وساتل شي او د افغانۍ ارزښت باید بېرته لوړ شي.

  • ګلف ټو ډې

ګلف ټوډې ورځپاڼې د طالبانو وروستیو امنیتي اقداماتو ته په یوه تحلیل کې کتنه کړې او لیکي، طالبانو په کابل او نورو ښارونو کې کور په کور تلاشۍ پیل کړي دي.

ورځپاڼه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد وینا را اخیستې چې وايي، دا عملیات د وسلو او هغو مجرمانو د موندلو لپاره ترسره کېږي چې د غلاوو او اختطافونو په وروستیو پېښو کې لاس لري.

ښاغلي مجاهد ویلي، د دې عملیاتو په ترڅ کې په کابل کې لسګونه مجرمان، اختطافګر او قاچاقبران نیول شوي دي.

مجاهد همدا راز ویلي چې په دې ترڅ کې سلګونه سپکې او درنې وسلې، راکټ لانچرې او لاسي بمونه ضبط شوي، خو ګلف ټو ډې لیکي که څه هم د کابل ځینو اوسېدونکو د کور په کور تلاشیو ملاتړ کړی او دا کار یې د امنیت د ټينګښت لپاره مهم بللی دی ولې دې عملیاتو ډېری هغه کسان اندېښمن کړي چې له پخواني حکومت سره یې اړیکې لرلې.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG