د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

ډبلیو ایچ او: د افغانستان روغتیايي سیستم له خنډونو سره مخامخ دی


د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه
د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وايي، افغانانو ته د ضروري طبي خدماتو د وړاندې کولو لپاره روغتیايي سیستم له جدي خنډونو سره مخامخ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان دا خبره په داسې حال کې کوي چې د ملګرو ملتونو یوې بلې ادارې، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې سږ کال یې ۲۷ ټنه طبي مرسته افغانستان ته رسولې ده.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان پرون سې شنبې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، له کافي بودیجې پرته به ۳ زره ښځې او نجونې د ښځو له عاجلو تخصصي خدماتو محرومې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، په اوسنۍ بودیجې کې هره ورځ نږدې ۲۴ میندې له داسې نسايي ناروغیو مړې کېږي چې مخه یې نیول کېدای شي او اټکل کېږي چې دا شمېر خورا زیات شي.

ارشیف: په کابل کې نوي زېږېدلي ماشومان
ارشیف: په کابل کې نوي زېږېدلي ماشومان

د لندن د رایل فري روغتنون ولادي نسايي متخصصه ډاکتره محبوبه افغان وايي، د غذايي فقر له کبله اکثره افغان میندې د وینې له کموالي سره مخامخ دي.

افغان زیاته کړه: "خویندې او میندې باید کوشش وکړي چې د خپلې وینې کچه لوړه وساتي او دا کار په ښه خوراک او د وسپنې په تابلیټونو ممکن دی؛ دا تابلیټونه په هر درملتون کې پرېمانمه موندل کېږي او د اومیندوارۍ په څو میاشتو کې دې له هغو څخه استفاده وکړي."

د افغانستان د نسايي او ولادي ټولنې مشره ډاکتر نجم السما شفاجو وايي، د وروستيو شمېرو له مخې په افغانستان کې په هرو سلو زرو ولادتونو کې ۶۳۸ ميندې او ۲۲ ماشومان مري.

په کابل کې د افغان-جاپان روغتون یوه څنډه
په کابل کې د افغان-جاپان روغتون یوه څنډه

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د سږ کال له پیله تر اوسه پورې یې په افغانستان کې ۲۷ ټنه طبي بشري مرسته رسولې ده.

'ډبلیو ایچ او' پرون سې شنبې اعلان وکړ چې په ۲ زره الوتنو کې یې ۱۳ زره سپرلۍ او همداراز د طبي وسایلو، درملو او واکسینونو په شمول ۲۷ ټنه بشري مرسته انتقال کړې ده.

دې ادارې په یوه بل پوسټ کې لیکلي چې سږ کال یې تراوسه پورې د لومړنیو ښوونځيو له هرو ۷ ماشومانو، یوه ته مقوي یا قوت بخښونکي خواړه ورکړي دي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې لومړنۍ روغتیايي اړتیاوې پوره کړای شي، د خپلو عملیاتو لپاره د سږ کال په پاتې میاشتو کې ۱۲۵ میلیون ډالره مرستو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG