د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

په کندهار کې د شپږو میاشتو پر مهال د نري رنځ تر زرو زیاتې پېښې ثبت شوي


د کندهار روغتون یوه څنډه
د کندهار روغتون یوه څنډه

په کندهار کې یو وار بیا د شپږو میاشتو پر مهال د نري رنځ یا تبرکلوز تر زرو زیاتې پېښې ثبت شوي چې ډېره برخه یې ښځینه دي.

په افغانستان کې که له یوې خوا د بشري بحران د پراخېدو راپورونه زیات ورکول کېږي، خو د ځینو ساري ناروغیو خپرېدو هم اندېښنې پارولې دي.

د هېواد په جنوبي ولایت کندهار کې یوازې د شپږو میاشتو پر مهال په نري رنځ یا تبرکلوز د سلګونو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی چې ډېری یې ښځینه دي.

د کندهار د روغتیا ریاست د تبرکلوز د برخې مشر جمال الدین عظیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د تېرو شپږو میاشتو شمېرې بیا هم، د تېر کال د همدې مودې پر تله یو څه کموالی ښيي.

هغه وویل: "په تېرو شپږو میاشتو کې مو د نري رنځ تقریباً ۱۱۶۰ ناروغان درلودل، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله شپږنیم فیصده کموالی ښيي. په دوی کې د ښځینه وو فیصدي لوړه ده چې شمېر له ۵۳ تر ۵۴ فیصدو پورې دی. پاتې فیصدي نارینه دي. له دې ډلې ۹۸۹ پېښې د بالغو کسانو او پاتې ۱۷۰ پېښې د ماشومانو دي."

ارشیف: په تبرکلوز ناروغۍ هغه اخته ناروغان چې له لېرې پرتو سیمو څخه د کابل د افغان-جاپان روغتون ته د درملنې لپاره راغلي دي.
ارشیف: په تبرکلوز ناروغۍ هغه اخته ناروغان چې له لېرې پرتو سیمو څخه د کابل د افغان-جاپان روغتون ته د درملنې لپاره راغلي دي.

د ډاکترانو په خبره، د نري رنځ ناروغي له لوږې، ناسم غذايي رژیم، ککړ چاپېریال او بې‌سوادۍ سره مستقیمه اړیکه لري.

ډاکتران وايي، هغه کسان چې له دوو اوونیو زیات ټوخی ولري، باید د تشخیص او درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورشي او کله چې درمل ورکول کېږي، باید پر وخت او پوره یې وخوري.

یو متخصص ډاکتر چې نه غواړي په امنیتي دلایلو په راپور کې یې نوم واخیستل شي، د نري رنځ ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره سپارښتنې لري.

هغه وویل: "په دې ټولنه کې بېوزلي زیاته ده، شخصي روغتیا ته پام نه کېږي. هغه کورنۍ چې د نري رنځ ناروغ لري، یا د ډاکتر له خوا ورته سمې سپارښتنې نه کېږي، که کېږي هم، په پام کې نه نیول کېږي. دا یوه جدي ستونزه ده. سپارښتنه مې دا ده چې د ډاکتر وقایوي سپارښتنې ورکړي او ناروغ یا هم د ناروغ د کورنۍ غړي یې په جدي ډول په پام کې ونیسي."

په ټول افغانستان کې په نري رنځ د اخته کسانو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو یوازې په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله ۲۳ زره کسان مړه شوي وو.

په افغانستان کې په وروستیو کې د ځینو نورو ناروغیو خپرېدو هم اندېښنې ولاړې کړې، د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت ویلي وو، د روان میلادي کال له پیله د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې او په ۱۶ ولایتونو کې ۴۷ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

کانګو یوه وژونکې ناروغي ده چې له ناروغو څارویو لکه وزې، پسونو او غواګانو څخه انسان ته انتقالېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG