د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

سروې: په ۷ زره معتادينو کې له سلو نه ۴۰ کې د نري رنځ نښې موجودي دي


په افغانستان کې د یوې سروې لومړنۍ پایلې ښيې چې د کابل په ګډون د افغانستان په پنځو ولایتونو کې په ۷ زره معتادينو کې له سلو نه په څلوېښتو کې د نري رنځ نښې موجودي دي.

په افغانستان کې د توبرکلوز د کنټرول د ملي پروګرام د یوې سروې د لومړنيو پایلو له مخې په ۷ زرو معاینه شویو معتادينوکې له سلونه څلویښتو کې یې د نري رنځ یا تبرکلوز نښي ليدل شوي دي.

دغه سروې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په مالي مرسته په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې لس زره معتادین معاینه شي.

د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د کنټرول د ملي پروګرام د نویو نوښتونو مدیر نعمت الله احمدزاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په نشه روږدي کسان چې موږ معاینه کړل او د نري رنځ یا توبرکلوز د احتمالي نارغانو په توګه مو وپېژندل، په نشه يي توکو د دغو اخته کسانو په څلویښت سلنه کې مو تنفسي ستونزې پیدا کړي چې دا د توبرکلوز احتمالي پېښې دي."

نری رنځ یوه ميکروبي او خپرېدونکي ناروغي ده چې پر سږو باندې مستقیم اغیز لري.

د ډاکټرانو په وينا که یې سم تشخیص ونه ‎شي د انسان د مرګ لامل کېږي.

ډاکټران وایي چې د نري رنځ میکروب د ناروغ شخص له ټوخېدو سره سم هوا ته خپرېږي او روغ شخص پرې اخته کېدای شي.

د روغتیا د نړېوال سازمان وروستي نتايج ښيي چې په افغانستان کې هرکال شاوخوا ۶۰ زره کسان په نري رنځ اخته کېږي چې هر کال نژدې ۱۴ زره کسان وژني.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د معیوبینو او روغتیا کمېسیون رئیس نثار حارث وايي چې د عامې روغتیا وزارت له هڅو سره سره معتاد کسان لاهم له خطرناکو ناروغیو سره مخ دي:

"له بده مرغه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له هڅو سره سره په نشه د روږدو کسانو د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د پام وړ توپیر نه دی راغلی، په معتادينو کې د توبرکلوز ناروغي شته او دا یوه ساري ناروغي ده چې د افغانستان عادي وګړي هم ځوروي."

ښاغلی حارث وايي چې په نشه د روږدو کسانو د روغتیايي ستونزو په اړه به د عامې روغتیا له وزارت سره غونډې ولري او په ګډه به يوه د حل لاره ورته ولټوي.

تر دې مخکې د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلي وو چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې به په افغانستان کې د نري رنځ کچه صفر ته راټیټه کړي.

د نري رنځ د کنټرول د ملي پروګرام د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په ټول افغانستان کې د نري رنځ د ناروغانو د درملنې لپاره، څه کم دوه زره مرکزونه موجود دي چې یوازې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د څه باندې ۴۳ زرو ناروغانو درملنه پکې شوې ده.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG