د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د روغتیا وزارت: نری رنځ په افغانستان کې هرکال ۱۲ زره کسان وژني


د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې هرکال شااوخوا ۶۱۰۰۰ کسان په توبرکلوز یا نري رنځ اخته کېږي.

د دغه وزارت د توبرکلوز یا نري رنځ د څانګې مسؤلین وايي، په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د رسولو په برخه کې د عامې روغتیا وزارت له هڅو سره سره، اوس هم په هېواد کې هرکال شااوخوا ۱۲۰۰۰ کسان د نري رنځ د ناروغۍ له امله مري.

دعامې روغتیا وزارت د نري رنځ د څانګې مشر ډاکتر خالد صدیق د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د نري رنځ خدمتونه د کابو ۲۳۵۵ روغتیايي مرکزونو له لارې خلکو ته رسول کېږي، په دغو مرکزونو کې د یادې ناروغۍ تشخیص د میکروسکوب په واسطه کېږي او درملنه یې تر شپږو میاشتو پورې دوام کوي."

ښاغلی صدیق وايي، په افغانستان کې د نارینه وو په پرتله ښځې ډېرې په دغې ناروغۍ اخته کېږي چې له امله یې ښځې د بې اولادۍ له ستونزې سره هم مخ کېږي.

د ښاغلي صدیق په خبره، د نري رنځ درملنه له ۶ میاشتو نیولې تر ۱۸ میاشتو پورې وخت نیسي.

د مارچ ۲۴ مه د نري رنځ پرضد د مبارزې نړیواله ورځ ده او افغان چارواکي هرکال دغه ورځ نمانځي او پر وړاندې یې د مبارزې ژمنه کوي.

توبرکلوز یا نری رنځ که څه هم یوه ساري ناروغي ده، خو د وقايي او درملنې وړ ده او ډاکتران وايي، هغه کسان چې له دوو اوونیو زیات ټوخی ولري، باید د تشخیص او درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورشي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په کم عمر کې ودونه، ناپوهي، بېوزلي او نا سم خواړه پر نري رنځ د اخته کېدو عمده لاملونه دي.

متخصص ډاکتران وايي، توبرکلوز یا نری رنځ ډېر ډولونه لري لکه، د هډوکو، معدې، امعا، رحم او نور او که درملنه یې ونه شي، د انسان د مړینې لامل ګرځي.

په ورته وخت کې د بې پولې ډاکترانو سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې یې د مبارزې په هدف، ځینو ناروغانو ته نوي درمل شروع کړي چې د یادې ناروغۍ د درملنې لپاره اغېزمن ثابت شوي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د روغتیايي چارو د کمېسیون غړې طیبه زاهدي وايي، د عامې روغتیا وزارت یوازې د توکلوز د درملنې لپاره نه، بلکې په هېواد کې د ټولو ناروغیو د تشخیص او تداوۍ لپاره باید باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"که څه هم کارونه شوي او په تېرو څو کلونو کې هڅې هم شوي، خو په خواشينۍ سره چې په هېواد کې مناسب روغتیايي خدمتونه نشته، یوازې د توبر کلوز لپاره نه، بلکې د نورو ناروغیو د درملنې لپاره هم یو ستنډرد کلنیک نه لرو، یو روغتون هم ستنډرد لابراتوار نه لري او موږ له دې امله اندېښمن یوو."

مېرمن زاهدي وايي، څرنګه چې نری رنځ یوه خطرناکه او ساري ناروغي ده، نو ځکه د عامې روغتیا وزارت باید د دغې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ستنډرد تشخصیه لابراتوارونه او د درملنې مرکزونه جوړ کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG