د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د توبرکلوز نړیواله ورځ او په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د درملنې پروړاندې ستونزې


د توبرکلوز یوه افغانه ناروغه چې په کابل کې د افغان-جاپان د ساري ناروغیو په روغتون کې د درملنې لادې ده
د توبرکلوز یوه افغانه ناروغه چې په کابل کې د افغان-جاپان د ساري ناروغیو په روغتون کې د درملنې لادې ده

په افغانستان کې لا هم په نري رنځ اخته شل سلنه کسان يا روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او يا هم دغو مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

په افغانستان د نري رنځ نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې تېر کال په دغه هېواد کې ۹۰۰۰ زره تنه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

هغه ناروغان چې د هېواد له لېرو پرتو سیمو په کابل کې د افغان ـ جاپان د ساري ناروغیو روغتون ته راځي، اړ دي چې د خپلې روغتیا لپاره دلته څو میاشتې بستر شي.

زهرا يوه له هغو ناروغانو څخه ده چې درې ورځې مخکې له بامیان ولایت څخه په کابل ته راغلې، خو لا یې د ډاکترانو له خوا درملنه نه ده پیل شوې.

زهرا وایي:

"درې ورځې کېږي چې له پلار سره له بامیان څخه کابل ته راغلې یم او دلته په هوټل کې یوو، روغتون ته ځو راځو خو ډاکتران هېڅ هم نه وايي، يوازې دومره یې ویلي چې نری رنځ لرم، ښه چلند راسره نه کوي، پښې او غاړه مې درد کوي، سږي مې سوځي، لاسونه او پښې مې سره کېږي، يو کال کېږي داسې یم، لار مو هم لېرې ده."

په نري رنځ اخته ناروغان باید دوه کاله تر درملنې لاندې وي، شهناز چې له پروان ولایت څه راغلې، شپږ میاشتې کېږي چې دلته يې درملنه روانه ده، دا له روغتون څخه وتو ته ورځې شمېري.

په داسې حال کې چې د افغان ـ جاپان د ساري ناروغیو په روغتون کې د درملنې په انتظار لسګونه کسان ولاړ وي، خو محدود امکانات او څو محدود بسترونه لري چې د امکاناتو د نه شتون له امله یې ډاکتران هم شکایت کوي.

ننګرهار، فاریاب، کاپیسا، پروان، بغلان، پکتیا، میدان ښار، لوګر، کندز، بامیان او خوست هغه ولایتونه دي چې ورڅخه زیات ناروغان دغه روغتون ته راځي.

ارشیف، په توبرکلوز ناروغۍ هغه اخته ناروغان چې له لېرې پرتو سیمو څخه د کابل د افغان-جاپان روغتون ته د درملنې لپاره راغلي دي
ارشیف، په توبرکلوز ناروغۍ هغه اخته ناروغان چې له لېرې پرتو سیمو څخه د کابل د افغان-جاپان روغتون ته د درملنې لپاره راغلي دي

په دغه روغتون کې د خوست ولایت يوه د ډېر عمر لرونکې ښځه بستر ده چې ډاکتران یې له درملنې څخه عاجز دي او باید کورنۍ ته یې د نه جوړېدو خبره وکړي.

دغه ناروغي په ټولو خلکو اغېز ښندلی شي، خو په هغو خلکو ژر اثر کوي چې په دغې ناروغۍ له اخته کسانو سره نږدې پاتې کېږي.

د ډاکترانو په خبره، د نري رنځ ناروغي له لوږې، ناسم غذايي رژیم، ککړ چاپېریال او بې سوادۍ سره مسقیمه اړیکه لري.

نذیز احمد د افغان ـ جاپان د ساري ناروغیو ډاکتر وايي، د سختو ناروغانو لپاره د بسترونو نشتوالی او د لازمو طبي تجهیزاتو کمښت هغه څه دي چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

دی زیاتوي:

"يو دوه تنه چې د (اکس ډي ار) کیسونه یې لرل او وضعیت یې خراب و، زړه، پختورګي او سترګې یې تخریب شوي وو، د دوی په ګډون موږ تېر کال درې څلور تنه تلفات لرل، په روغتون کې د طبي تجهیزاتو کمښت او د بسترونو نشتوالی زموږ جدي ستونزې دي، هیله لرو چې دې ستونزې ته رسېدنه وشي."

د افغانستان په شان په يو غریب هېواد کې د نري رنځ د ناروغانو درملنه او د دغې ناروغۍ له منځه وړل ستونزمن کار دی، ډاکتران وايي چې په دې برخه کې زیاتو امکاناتو ته اړتیا لیدل کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د يکشنې په ورځ په کابل کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل چې په تېرو څو کلونو کې په نري رنځ د اخته کسانو د مړینې په شمېر کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز

نوموړي وویل:

"په حقیقت کې په افغانستان کې د نري رنځ له امله د مړینې د کچې پنځوس سلنه کموالی دی، د مقاوم توبرکلوز د بریالۍ درملنې ګریټ په نړیواله کچه ۵۵ سلنه دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دغه ګریټ ۶۱ سلنې ته لوړ شوی دی."

په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله ۲۳ زره کسان مړه شوي وو، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي چې د زیاتو روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره د تلفاتو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

اوسمهال په افغانستان کې د نري رنځ د درملنې لپاره له ۲۶۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه موجود دي چې د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز په خبره، دغو مرکزونو ته په نري رنځ د اخته کسانو د نه لاسرسي او مراجعې نه کولو له امله د نري رنځ شل سلنه ناروغان له تشخیص او درملنې څخه پاتې کېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG