د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د هېواد په جنوب کې د توبرکلوز د زیاتېدو له امله د بې پولې ډاکترانو اندېښنه


د بې پولې ډاکترانو مرکز د افغانستان په جنوب کې د نري رنځ یا توبرګلوز د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښي.

په کندهار کې د بې پولې ډاکترانو د مرکز چارواکي وايي، په افغانستان کې يې له فعالیت سره سم په جنوبي سیمو کې د نري رنځ یا توبرکلوز یو شمېر پېښې ثبت کړې دي چې پر اساس يې معلومه شوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د یادې ناروغۍ کچه لوړه شوې ده.

په کندهار کې د دغه مرکز طبي مرستیال ډاکتر مجیب الرحمان وايي، غربت، ککړ چاپېریال او د نري رنځ پر وړاندې د عامه پوهاوي نه موجدیت هغه ستونزې دي چې ورځ تر بلې د یادې ناروغۍ کچه لوړوي.

دی وایي:

"موږ په میرویس روغتون کې د تشخیص په برخه کې کار شروع کړی، نو همغه د نړیوال روغتیایي سازمان د شمېرو مطابق پېښې ثبتېږي."

په عین وخت کې د بې پولې ډاکترانو مرکز په جنوب کې د نري رنځ د ناروغۍ د محوې او تداوۍ لپاره په کندهار کې د ۲۵ بستریز روغتون د جوړولو کار پیل کړ.

پر دغه روغتیايي مرکز ۲،۱ میلیون ایرو لګښت راځي چې د یوه کال په اوږدو کې به يې چارې بشپړې شي.

د کندهار والي زلمي ویسا او د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا د دغه مرکز د جوړېدو په اړه خوښي ښيي.

ویسا وایي:

"زه د بې پولې M.S.F د ډاکترانو د ادارې له مسؤلينو څخه ځانګړې مننه کوم چې په کندهار ولايت کې يې د دا ډول اساسي پروژې رغونه پيل کړه، زه اطمناني یم چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به د دغې خطرناکې ناروغۍ کچه راټيټه شي او په ښه ډول سره به د ناروغانو تداوي پکې کېږي."

د عامې روغتیا رئيس زیاته کړه:

"ډېر د خوښۍ ځای دی چې د ۵ کلنو هلو ځلو وروسته ولايتي اداره په دې وتوانېده چې د نري رنځ یا توبرکلوز د ناروغۍ د مخنيوي په هدف، د بې پولي یا M.S.F ډاکترانو د مرستندويې ادارې په مرسته په کندهار ښار کې د ۲۵ بستريز روغتون د بنسټ ډبره ايښودل کېږي."

تر دې مخکې په کندهار کې د نري رنځ د ناروغانو درملنه په ميرویس روغتون او د بې پولې ډاکترانو په یوه لنډ مهاله مرکز کې تر سره کېده چې ډېر کله یې د دغې ساري ناروغۍ د اسانه خپرېدو وېره هم ځنې موجوده وه.

د نړيوالو رسمي شمېرو له مخې، هر کال په افغانستان کې شپېته زره کسان په توبرکلوز یا نري رنځ اخته کېږي چې له ډلې يې هر کال ۱۳زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG