د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د پاکې هوا نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې ککړې هوا ډېری خلک د مرګ له ګواښ سره مخ کړي'


کابل ښار
کابل ښار

د سپټمبر اوومه د پاکې هوا په نوم نومول شوې نړیواله ورځ ده، خو د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي د چاپېریال د اصولو د نه‌مراعتولو له امله د دغه هېواد د لویو ښارونو هوا دومره ککړه شوې چې ډېری خلک‌یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.

خلک هم د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره له نیول شویو تدابیرو راضي نه‌دي.

دوی وايي د ښارونو په واټونو، کوڅو، د هستوګنې په ځایونو او حتی په کورونو کې، پاکه هوا نه‌احساسوي. د دوی په خبره، د کابل ښار ککړې هوا له ډول ډول ناروغیو سره مخ کړي دي.

مطیع‌الله او عبدالبصیر ازادي رادیو ته وویل: "ناوخته چې شي، په کابل کې ګرد او غبار او ککړتیا ډېره زیاته شي. په ښار کې موټر هم ډېر شوي او بل، د ده‌سبز د خښتو بټیو هم ککړتیا ډېره او د کابل چاپېریال‌یې خراب کړی دی. د زکام او داسې نور ناروغیو لامل همدا ککړه هوا ده."

"په ښار کې ډوړې او خاورې دي. که باران وشي ځمکه خټه شي او چې خټې وچې شي، بیا نو دوړې وي. اوس مې هم د همدغو ډوړو له لاسه ستونی خوږېږی. په ښار کې موټر چلوم، له ډوړو ډېر په تکلیف کې یو."

د چارو پوهان وايي، د ونو، ځنګلونو او شنو ساحو له‌منځه تلل، د هوا د ککړتیا لوی لامل دی. دوی وايي، له وروستیو شااوخوا ۴۰ کلونو راهیسې د افغانستان ډېر ځنګلونه او شنې ساحې له‌منځه لاړې او پر کرنیزو ځمکو کورونه، مارکېټونه، ښارګوټي او فابریکې جوړې شوې چې د ښارونو پاکه هوا یې ککړه کړې ده.

له دغو کارپوهانو، میرویس خوګیاڼي ازادي رادیو ته وویل: "ځنګلونه په افغانستان کې یو طبیعي نعمت دی، خو کله چې انسان مداخله وکړي او د ضرورت وړ ونې ترې ووهي، بیا نو کاربن ډای اکسایډ نه‌تصفیه کېږي، اکسیجن هوا ته نه‌ځي او هوا ککړېږي. دا وروسته پاتې هېوادونو لکه افغانستان ته د اندېښنې وړ ده."

ارشیف
ارشیف

ښاغلي خوګیانی ټینګار کوي چې حکومت او خلک دې د ځنګلونو او شنو ساحو پراختیا ته ډېر پام وکړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، ککړه هوا د سرطان، نري رنځ، د زړه، پوستکي او داسې نورو ناروغیو لامل کېږي.

د دغه وزارت ویاند نورالله تره‌کي ازادی رادیو ته وویل: "په کومو ښارونو کې چې هوا ککړه وي، ناروغۍ په‌کې زیاتې پیدا کېږي، نړیوال روغتیايي سازمان وښوده چې په هېواد کې ۳۰ سلنه د پوستکي او ۴۳ سلنه نورې ناروغۍ راپیدا کوي."

په ورته وخت کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د افغانستان د ښارونو د چاپېریال او په تېره د هوا ککړتیا په یوې ملي ستونزې اوښتې او دولت هڅې تېزې کړي چې کمولو ته‌یې تخنیکي تدابیر پراخ کړي.

د دغې ادارې د عامه اړیکو مسؤل محمد قاسم رحیمي ازادي راډیو ته وویل: "په دې برخه کې چې کومې مقررې او کړنلارې موجودې وې، د هغو نیمګړتیاوو ته په کتو تعدیل شوې. سږ کال به ټولو لوړپوړو ودانیو او تصدیو کې د هوا فلتر کوونکي وسایل نصب شي، زموږ د ادارې پلتونکي به‌یې د ښار په ټولو ساحو کې څاري او شرکتونه او د ودانیو مالکان مکلف دي چې مقررې عملي کړي."

ارشیف
ارشیف

ښاغلي رحیمي دا هم وویل چې د چاپېریال د تنظیمولو او د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره له څو وزارتونو جوړه یوه صلاحیت لرونکې کمیټه په کار بوخته ده. د هوا د ککړتیا لاملونه جګړې، د نفوسو زیاتوالی، مهاجرتونه، بې‌وزلي، پرته له پلانه د ودانیو پراختیا او داسې نور په ګوته کړل.

XS
SM
MD
LG