د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

له ۱۰۰ ډېرو هوټلونو، ښارګوټو او بلاکونو د مرکز ګرمیو سیستمونه تړل شوي


په تېرو نږدې ۲۰ ورځو کې له ۱۰۰ زیات د هوټلونو، ښارګوټو او بلاکونو د مرکز ګرمیو سیستمونه مهر و لاک شوي دي.
په تېرو نږدې ۲۰ ورځو کې له ۱۰۰ زیات د هوټلونو، ښارګوټو او بلاکونو د مرکز ګرمیو سیستمونه مهر و لاک شوي دي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په تېرو نږدې ۲۰ ورځو کې یې له ۱۰۰ زیات د هوټلونو ښارګوټو او بلاکونو د مرکز ګرمیو سیستمونه مهرو لاک کړي دي.

د کابل ښار د اریا ښارګوټي په مرکز ګرمۍ سیستم کې د دود د صفا کولو نوي فلټرونه نصب شوي دي.

یو شمېر ښارګوټو دغه فلټرونه نصب کړي دي
یو شمېر ښارګوټو دغه فلټرونه نصب کړي دي

د اریا ښارګوټي د بلاکونو وکیل نور محمد وايي، وروسته له هغې چې د چاپېریال ساتنې ادارې او د هوا پاکوالي کمېسیون ورته لازمې سپارښتنې وکړې، نو د دود پاکوالي، معیاري فلټرونه‌یې نصب کړل.

هغه زیاته کړه: "هغه فلټرونه چې دود د اوبو په واسطه مینځي او دود پاکوي، په دې کې په کابل په ځانګړې توګه د اریا په ښارګوټي کې بدلون راغلی، موږ له هدایت سره سم فلټرونه ټول معیاري کړل، ځیني چې مو نه‌درلودل، هغه مو نصب کړل، هغه چې خراب و، هغه مو جوړ کړل."

نور محمد زیاتوي چې اوس له باکیفیته ډبرو سکرو استفاده کوي چې وخت نا وخت د اړوندو ادارو له لوري یې څارنه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا ککړتیا د مخنیوي عالي کمېسیون تازه په شپږمه ناحیه کې د امېد سبز ښارګوټی، په درېیمه ناحیه کې یوسف ټاور، بهار ټاور، احمدي ټاور، وحید ټاور او په پنځمه ناحیه کې د ښار جوړونې وزارت بلاکونه خپلو دود کشونو ته د معیاري فلټرونو د نه‌لګونې له امله مهر و لاک کړي دي.

د اریا ښارګوټي یو کیل وايي د فلټرونو په نصبولو سره اوس چاپیریال پاک او معیاري شوی
د اریا ښارګوټي یو کیل وايي د فلټرونو په نصبولو سره اوس چاپیریال پاک او معیاري شوی

بل‌خوا د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویاند قاسم رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه‌یې د هوا ککړو منابعو ۱۲۶ تصدۍ بندې کړي.

نوموړی وايي: "په تېرو نږدې ۲۰ ورځو کې موږ ته ۳۰۰ تصدیو په مرکز ګرمیو کې له مقرراتو څخه د سرغړونې په اړه راپور رارسېدلی و مرکز ګرمي سیستم مو یې وڅېړه، له دغو نه ۱۲۶ مورده تصدۍ بندې شوې، ۱۰۸ د سیستم اصلاح، ۴۵ مورده ژمنه اخیستل شوې."

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې په ښارګوټو، هوټلونو، کارخانو او حمامونو کې د فلټرونو په نصبولو او د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د دوی څارنه او نظارت په جدي ډول روان دی.

دا قدام وروسته له هغې کېږي چې په دې وروستیو کې د کابل ښار هوا ککړه شوې او ولسمشر محمد ا شرف غني د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د هوا ککړتیا د مخنیوي عالي کمېسیون جوړ کړ.

د ژمي په رارسېدو د کابل هوا ډېره ککړه شوې ده
د ژمي په رارسېدو د کابل هوا ډېره ککړه شوې ده

بل‌خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې ویلي چې په کابل کې د ککړې هوا له امله تنفسي ناروغۍ ۱۷ کسان وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل د نړۍ په سطح تر ټولو د ککړې هوا لرونکی ښار بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG