د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

نړیوالو ورځپانو د سولې ولسي حرکت غړو پر تښتول کېدو او د کابل پر ککړې هوا تبصرې کړي


لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د سولې د ولسي حرکت د غړیو د نیولو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

طالبانو د سې شنبې په ورځ د فراه په بالا بلوک ولسوالي کې د سولې د ولسي حرکت د غړیو موټر ودرول او دوی یې له ځانونو سره یووړل.

د فراه د والي مرستیال مسعود بختور ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو ۲۷ تنه برمته کړي او دوی یې ګلستان ولسوالي ته بیولې دي.

د سولې ولسي حرکت یوشمیر غړیو نږدې دوې اونۍ مخکې له هلمنده حرکت وکړ، هرات ته ولاړل له هغه ځایه دوی غوښتل چې بادغیس او غور ته سفر وکړي خو د هوا د خرابیدو له کبله بیرته فراه ته ستانه شول.

لاس انجلس ټایمز لیکي، طالبان چې په فراه کې فعاله دي تر اوسه یې د دې پیښې مسوولیت نه دی منلی.

خو د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم اله وطندوست وایي چې قومي مشران په فراه کې سمدستي لاس په کار شوې دي چې له طالبانو سره خبرې وکړي او دا کسان خوشي کړي.

د فراه د والي مرستیال هم ازادي راډیو ته وویل چې یوشمیر قومي مشران او دیني عالمان یې د چهارشنبې په ورځ ګلستان ولسوالي ته استولي دي چې له طالبانو سره د سولې د ولسي حرکت د غړیو د خوشي کیدو لپاره خبرې وکړي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د سولې د ولسي حرکت د ویاند په وینا څرګندوي چې ټیلفوني ارتباطات قطع دي نو ګرانه ده چې د برمته شویو کسانو په اړه اطلاعات ترلاسه کړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، طالبان نژدې هره ورځ پر حکومتي او امریکايي سرتېرو او دولتي مامورینو بریدونه کوي، بل لورته یې له امریکایي پلاوي سره د سولې خبرې پیل کړې دي.

طالبانو د جون په میاشت کې هم د سولې د ولسي حرکت غړي په هلمند کې له ځانونو سره بیولي وو چې بیا یې وروسته له ورځو خوشي کړل، په اکتوبر کې یې بیا په لوګر کې د سولې د ولسې حرکت غړي برمته کړی و خو بېرته یې په همغه ورځ خوشي کړل.

اینډیپنډنټ:

بریتانیایۍ ورځپاڼې انډیپنډنټ بیا د کابل ښار د ککړې هوا په اړه لیکنه خپره کړې ده او د هغې خطرونو ته يې اشارې کړې دي.

ورځپاڼه د کابل ښار د یوشمیر اوسیدونکو په وینا لیکي چې ککړه هوا په ټولو فصلونو کې په تېره بیا په ژمي کې تر انتحار او انفجار وژونکې ده.

انډیپنډنټ په فارسي ژبه په خپرې شوې مقاله کې لیکلي دي چې د افغانستان حکومت باید د دې ستونزې د مخنیوي لپاره جدي پاملرنه وکړي که نه د کابل د ښار اوسېدونکي به له ناورین سره مخامخ شي.

په زرګونو کورونو، هوټلوونو، رستورانونو، حمامونو، نانوایانو او وړو فابریکو کې د سون د غیر معیاري موادو سوخت د کابل د ښار هوا د ژمي پرمهال تر بل هر وخت خرابه کړې ده.

د ورځپاڼې په باور کابل تر پنځه میلیونه ډیر نفوس لري چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ د هغو پلازمینو په ډله کې راغلی چې هوا یې ډېره خرابه شوې ده.

وړاندې په مطلب کې راغلې دي چې له کلونو راهیسې د افغانستان حکومت او مسئولو بنسټونو د کابل د هوا د ککړتیا مخنیوي ته پاملرنه نه ده کړې.

ورځپاڼه زیاتوي، د اوس لپاره د کابل ککړې هوا ته د ولسمشر اشرف غني په ګډون اندېښنې پیدا شوې دي. ولسمشر غني ویلي، کوم کسان چې د سون غیرمعیاري مواد استعمالوي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG