د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

په کابل کې د پاک چاپېریال د رامنځته کېدو لپاره ۵کلن پلان چمتو شوی


د کابل د ککړې هوا یو انځور
د کابل د ککړې هوا یو انځور

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په کابل کې د پاک چاپېریال د رامنځته کېدو لپاره پنځه کلن پلان چمتو شوی او ډېر ژر به عملي شي.

د چېریال ساتنې ادارې د یو شمېر نورو ادارو سره تازه د کابل ښار د چاپېریال د پاکوالي لپاره نوې هڅې پیل کړي.

د دې ادارې مسلکي معین عزت الله صدیقي په کابل کې یوې خبري غونډې ته د کابل ښار ککړه هوا د اندېښنې وړ وبلله او د ولسمشر د فرمان په اساس یې د دې ککړې هوا د پاکوالي لپاره یې پنځه کلن پلان چمتو کړی دی.

ښاغلي صدیقي وویل، په دې چمتو شوي پلان کې هغه ټول موارد مشخص شوي چې د چاپېریال پر پاکوالي مستقیم تاثیر لري.

ده وویل: سرچینې لرو؟ امکانات مو څومره دي؟ دې ټولو پوښتنو ته په دې پنځه کلن پلان کې ځوابونه ویل شوي، په دې پلان کې په ۱۳ عنوانونو کې ۵۱ موارده رانغاړل شوي، هغه موارد چې د چاپېریال پر پاکوالي مستقیم تاثیر لري او موږ د دې پلان د تطبیق لپاره چمتو یوو.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار هوا په مني او اوړي کې زیاته ککړه وي.

د برېښنا نشتون، له سکرو، لرګيو او پلاسټیکونو استفاده، د تولیدي فابریکو فعالیتونه د ښار په څنډو کې غیر معیاري حمامونه او د خښتو بټۍ هغه اصلي عاملونه دي چې د کابل ښار هوا يې تر هر بل وخت زیاته ککړه کړې ده.

له دې ټولو عواملو سره د کابل ولایت والي محمد یعقوب حیدري وايي، په کابل ښار کې سلګونو غیر پلاني کورونو او ودانیو د کابل هوا ته زیات زیان رسولی دی.

ده وویل: موږ شااوخوا ۴۷۰ زره غیر پلانې ودانۍ او کورونه په کابل کې لرو، په دې کورونو او یا ودانیو کې مرکز ګرمیانې نشته او که هر کور دوه بخارۍ ولري، نو یو میلیون سرچینې د ککړې هوا لپاره پیدا کېږي، له بېوزلو او ناتوانو خلکو سره موږ څه وکړو؟

یو څېړنیز بنسټ چې په۷۰ هېوادونو کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې څېړنه کوي، تېر کال په یوه څېړنه کې موندلې وه چې افغانستان د هند، پاکستان او بنګله دېش څخه وروسته د چاپېریال له اړخه څلورم ککړ هېواد دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د ککړې هوا څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په کلني ډول خلکو ته د ککړې هوا له امله تنفسي ستونزې پیدا کېږي او ډېر خلک د همدې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

XS
SM
MD
LG