خبرونه
د پاکستان د لاهور ککړه هوا خطرناکه وبلل شوه
د بشري حقونو يوې نړيوالې ډلې خبردارى ورکړ، چې د پاکستان په دويم لوى ښار لاهور کې ککړه هوا هلته د مېشت هر وګړي صحت ته جدي خطر پېښ کړى دى.
دغې څارونکې ډلې نن د لاهور د څه باندې ١٠ مليونه اوسېدونکو لپاره د چټک اقدام غوښتنه وکړه.
د بخښنې نړيواله ډلې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د لاهور د اوسېدونکو لپاره د خپلو پلويانو د راوتلو غوښتنه وکړه، چې د دوى په استازيتوب د خطرناک دود په وړاندې د مبارزې لپاره کمپاين وکړي.
لاهور چې د پنجاب ايالت مرکز دى، د نړۍ په سطحه يو له ککړو ښارونو ګڼل کېږي.
د بې کيفيته تېلو د کارونې، ناکنټرول شويو بدرفتونو او د بېلابېلو توکو د سوځولو له کبله د پنجاب هوا له اکتوبر څخه تر فبرورۍ پورې ډېره ککړېږي، چې دا موده د دود د موسم په نوم يادېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان ویلي چې ایراني پوځیانو دری افغان کډوال په ډزو وژلي
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان حال وش راپور ورکړی چې دری افغان کډوال د ایراني پوځیانو په ډزو سره وژل شوي.
دغه سازمان د شنبې په ورځ خبر ورکړی چې دا پېښه د سیستان بلوچستان ولایت سراوان ښار ته نږدې شوې او د دوی د موندنو په اساس دا افغان کډوال چې یو ماشوم، یوه ښځه او یو سړی دي په سر په ډزو لګېدلي.
د دغو کسانو مړي تر ډبرو لاندې پټ شوي و او لا یې نور جزییات نه دي روښانه.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د دغه خبر کره والی نه شي تاییدولی خو تر دې مخکې سیستان بلوچستان ته نږدې سیمو کې ګڼ افغان کډوال په بیلابیلو پېښو کې مړه شوي.
د دغه خبر تر لیکلو پورې د ایران اسلامي جمهوریت پوځي یا قضايي چارواکو د دې پېښې او یا د دغو دریو کډوالو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
م.م: تېرو دریو کلونو کې څه باندې شپږ نیم میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې څه باندې شپږ نیم میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي.
دغه سازمان یکشنبه ناوخته په خپله ویبپاڼه د کډوالو عالي کمیشنرۍ یو ان اچ سي ار په حواله راپور ورکړی چې له دې ډلې لږ تر لږه درې میلیونه افغانان یواځې په ۲۰۲۵ کال کې راستانه شوي.
د ملګرو ملتونو په خبره د راستنو شویو دغه لوی شمېر د افغانستان په نفوس کې لس فیصده زیاتوالی راوستی چې ورسره د هستوګنې کورونو، کارونو او عامه خدماتو په برخو کې سخت فشار رامنځته کړی.
د کډوالو عالي کمیشنرۍ په خپل راپور کې له ګڼو هغو افغانانو سره خبرې کړي چې په ایران یا پاکستان کې یې کارونه درلودل او د ښه ژوند څښتنان وو خو خپل اصلي وطن ته په راستنېدو له ستونزو سره مخ دي.
پر بحرین د ایران وروستيو بریدونو د سعودي عربستان او قطر نیوکې پارولي او هغه یې غندلي
سعودي عربستان او قطر پر بحرین د ایران بریدونه په کلکه غندلي دي.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت یکشنبه اعلان وکړ د ایران د بریدونو په نتیجه کې چې د شنبې په ورځ په یوه ملکي صنعتي سیمه شوي لږ تر لږه دوه کسان ټپيان دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په بحرین کې د ایران بریدونه په کلکو ټکو غندي او تهران یې د خلیج هېوادونو پر ضد په «بیرحمانه یرغل» تورن کړی.
خو د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د شنبې په ورځ ادعا کړې چې په بحرین کې یې امریکایي تاسیسات هدف ګرځولي.
اخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د یکشنبې په ورځ په خپل بیان کې ویلي چې په بحرین باندې د ایران بریدونه په کلکه غندي او دغه بریدونه چې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړاوی دی په سیمه کې کړکېچ له پسې زیاتوي.
د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له حکومت سره د تعامل پر لارې نقشې خبرې کړې دي
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د اړیکو ډلې نن په یوه مقدماتي غونډه کې د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره د لارې نقشې پر جوړولو خبرې کړې دي.
دغه سازمان وايي، د غونډې ګډونوالو د افغانستان سیاسي او بشري وضعیت ارزولی او د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ، ثبات او پرمختګ لپاره یې له طالبانو سره د تعامل د یوه پړاویز چوکاټ پر جوړولو نظرونه تبادله کړي دي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راوروسته، تر اوسه هېڅ هېواد د دې ډلې حکومت په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د افغانستان یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو له دغه حکومت سره ډیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې لري.
ډونالډ ټرمپ: د ایران د مشرانو له «درېیمې ډلې» سره د یوې تلپاتې هوکړې په لټه کې یم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران د اسلامي جمهوریت د مشرانو د دوو ډلو له لېري کولو وروسته، اوس د هغوی له «درېیمې ډلې» سره خبرې کوي. د هغه په وینا، ښايي دا ډله د پخوانیو مشرانو پرتله منطقي وي، خو لا هم ورسره خبرې اترې ډېرې ستونزمنې دي.
ده په ورته وخت کې ټینګار کړی چې غواړي د ایران له حکومت سره داسې یوه تلپاتې هوکړه وکړي چې په وینا یې، که په راتلونکي کې په امریکا کې یو ناتوانه ولسمشر هم واک ته ورسېږي، بیا هم ونه شي کړای ایران ته د اتومي وسلو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.
ټرمپ د شنبې په ورځ، د لړم په ۳۰مه، له فاکسنیوز شبکې سره په ټلیفوني مرکه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د ایران اوسنی حکومت پر واک پاتې وي، وویل چې د حکومت بدلون هیڅکله د هغه اصلي اندېښنه نه وه.
هغه زیاته کړه: «ځینې کسان د حکومت د بدلون خبره کوي، خو باید روښانه کړي چې هدف یې څه دی؛ ځکه ما تر اوسه د دوو حکومتونو مشران له منځه وړي دي. لومړۍ ډله مې له منځه یووړه او دوهمه ډله هم همداسې. اوس له درېیمې ډلې سره مخ یو.»
د امریکا او اسراییلو له خوا له ایران سره د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې، چې د تېر کال د کب په نهمه پیل شوه، د ایران د اسلامي جمهوریت د هغه مهال مشر علي خامنهیي او د دغه هېواد ګڼ شمېر لوړپوړي سیاسي، پوځي او امنیتي چارواکي ووژل شول.
ملګري ملتونه: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله ۶۴۹ زره ټنه کنډوالې پاتې دي
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې د زورورې زلزلې له امله څه باندې ۶۴۹ زره ټنه خاورې او کنډوالې پاتې دي، چې د پاکولو لپاره یې شاوخوا ۴۰ زره او ۵۰۰ لاریو ته اړتیا ده.
دې سازمان د سپوږمکۍ د تصویرونو له مخې، ویلي چې د زلزلې له امله ښايي د ۲۳ زرو او ۳۱ زرو ترمنځ کسان بېځایه شوي وي. شاوخوا ۱.۴ میلیونه کسان د زلزلې له سختو ټکانونو سره مخ شوي او په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی چې د ژمي په رانژدې کېدو سره زلزلهځپلې کورنۍ خوندي سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته بېړنۍ اړتیا لري.
دغه سازمان د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د کنډوالو پاکول او د ویجاړو شویو سیمو بیارغونه باید په خوندي او اغېزمن ډول ترسره شي.
د اسیا د الف لوبډلو سیالۍ: افغانستان له هانګ مانګ سره مخامخ کېږي
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسیا د الف لوبډلو په جام کې له دوو پر له بسې ماتو وروسته سبا له هانګ کانګ سره د سیالۍ میدان ته وځي.
پرون (شنبه) د بنګله دېش الف لوبډلې د افغانستان الف لوبډلې ته په یو ویکټ ماتې ورکړه. تر دې وړاندې لومړۍ مسابقه د سریلانکا لوبډلې له افغانستان څخه ګټلې وه.
نن په بي ګروپ کې هند او پاکستان مخامخ کېږي.
افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي
ایران وايي، د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د ایران د غیرنفتي توکو صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله د وزن له مخې ۳۲ سلنه زیات شوي دي.
د ایران د تایباد ښار د دوغارون ګمرک عمومي رئیس د شنبې په ورځ وویل، چې ایران په دې موده کې د دوغارون د ګمرک له لارې افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه غیرنفتي توکي صادر کړي دي.
د هغه په وینا، د دغو صادراتو ارزښت ۲۴۷ میلیونه او ۵۹۰ زره ډالرو ته رسېږي، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله یې ارزښت هم ۱۰ سلنه زیات شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په دې اوو میاشتو کې د دوغارون له لارې افغانستان ته یو میلیون او ۲۱۶ زره ټنه توکي رسېدلې، چې ارزښت یې دوه میلیارده او ۳۹۸ میلیون ډالره دی.
نوموړي ویلي، چې په دې موده کې له افغانستان څخه د همدې ګمرک له لارې ایران ته ۱۱ زره او ۸۸۴ ټنه توکي وارد شوي، چې ارزښت یې ۲۲ میلیونه او ۳۵۰ زره ډالره دی.
د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد نژدې نیمایي ته کم شوی
فایننشل ټایمز ورځپاڼې د کپلر شرکت د لومړنیو شمېرو پر بنسټ راپور ورکړی چې د نومبر په دوهمه اوونۍ کې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد اندازه د همدې میاشتې د لومړۍ اوونۍ پرتله کابو نیمایي ته راټیټه شوې ده.
د راپور له مخې، دا کمښت په داسې حال کې راغلی چې تر دې مخکې د دې تنګي له لارې د تېلو لېږد د پام وړ بېرته زیات شوی و. د اکتوبر په شپږو ورځو کې د تېلو د لېږد کچه ان د جګړې تر پیلېدو له مخکې وخت څخه هم لوړه شوې وه.
د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران د جګړې په لومړۍ میاشت کې له دې اوبلارې د تېلو صادرات نژدې په بشپړ ډول درېدلي وو، خو د راپور له مخې، له سپټمبر میاشتې راهیسې بېرته زیات شول او په اکتوبر کې د ایران له تېلو پرته، په منځنۍ توګه هره ورځ ۱۰.۳ میلیون بېرله تېل له دې لارې لېږدول کېدل.
د تېلو په لېږد کې دا زیاتوالی تر ډېره د هغو تېل وړونکو بېړیو د کاروانونو له امله و، چې د امریکا د سمندري ځواکونو تر ساتنې لاندې له تنګي تېرېدل.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز د شمېرو له مخې، تېره اوونۍ ۲۶۳ بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې وې. دا شمېر د مخکینۍ اوونۍ پرتله ۱۵ سلنه او د ورمخکې دوو اوونیو پرتله ۲۰ سلنه کم و.
افغان سندرغاړی وحید صابري ومړ
افغان سندرغاړی وحید صابري د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
په تاشکند کې د افغانانو د ټولنې مشر نعمتالله رحماني امریکا غږ ته د صابري د مړینې خبر تأیید کړی دی.
رحماني ویلي، کله چې هغوی د شنبې په سهار د هغه کور ته ورغلل، د وحید صابري جسد یې وموند.
رحماني زیاته کړې چې مرحوم صابري له "پخوا څخه د زړه ناروغي درلوده او د ډاکترانو په لارښوونه تر څارنې لاندې و".
وحید صابري په افغانستان کې د ۶۰مې هجري شمسي لسیزې یو له مشهورو سندرغاړو څخه و.
هغه د «باران» په نوم د موسیقۍ د ډلې غړی هم و چې مشري یې بل افغان سندرغاړي، فرهاد دریا کوله.
فرهاد دریا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وحید صابري د هغه د ځوانۍ او هنري فعالیتونو ډېر خوږ ملګری و او په مړینهیې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه.
یو شمېر نورو افغان سندرغاړو او د هغه د غږ مینهوالو هم د وحید صابري پر مړینه خواشیني ښودلې ده.