د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

یو شمېر ډاکتران د کابل ککړه هوا تدریجي مرګ ګڼي


یو شمېر ډاکتران چې د هوا ککړتیا تدریجي مرګ ګڼي وايي، په دې وروستیو کې د هوا د ککړتیا له امله د ناروغانو شمېر ډیرشوی دی.
یو شمېر ډاکتران چې د هوا ککړتیا تدریجي مرګ ګڼي وايي، په دې وروستیو کې د هوا د ککړتیا له امله د ناروغانو شمېر ډیرشوی دی.

د کابل ککړې هوا نه یوازې دا چې کابل ښاریان یې اندیښمن کړي بلکې ناروغۍ یې هم ډیرې کړي دي.

د کابل د جمهوریت روغتون؛ هغه ځای چې د کابل د ککړې هوا له امله ورته د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

محمد جان چې د تنفسي ستونزو له امله د کابل د جمهوریت روغتون ته راغلي وايي چې، د سالنډۍ او ټوخي لامل یې د کابل ککړه هوا ده.

هغه زیاتوي: "زه د سالنډۍ او ټوخي د ستونزې له امله دلته راغلی یم، هوا ډیره ککړه شوې ده، سره له دې چې له ماسک څخه استفاده کوم خو سالنډي او ټوخی مې ښه شوی نه دی. سا مې بیخي بنده ده."

د برښنا کموالی، د ډبرو د سکرو کارول، د کورونو د تودولو لپاره د لرګیو او پلاستیکونو سوزول، د ښار حمامونه، د تولیدي فابریکو فعالیتونه او کابل ښار ته نږدې د خښتو د پخولو بټۍ، هغه اصلي لاملونه دي چې، د کابل ښار او چاپیریال د هوا د ککړتیا لامل شوي دي.

خو کابل ښاریان چې د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې مهم رول لرلی شي، د بې کیفیته توکو د سوزولو اصلي لامل، د خلکو اقتصادي ستونزې ګڼي.

د کابل اوسیدونکي رحیم وايي: "د ډبرو سکاره له برښنا او ګازو څخه ارزانه لویږي، که څه هم پوهیږو چې، دا د هوا د ککړتیا لامل ګرځي، خو مجبور یو، ځکه د سوون نور توکي ګران دي."

یو شمېر ډاکتران چې د هوا ککړتیا تدریجي مرګ ګڼي وايي، په دې وروستیو کې د هوا د ککړتیا له امله د ناروغانو شمېر ډیرشوی دی.

د داخلي عمومي ناروغیو متخصص ډاکټر روح الله فیض ازادي رادیو ته وویل: "لنډ مهاله تاثیرات یې د سا بندیدل، د غوږ او ستونې د تنفسي سیستم تخریش او اوږد مهاله تاثیرات یې اوږده سابندي، د سږي د بندیدو مزمن مرضونه، برانشیت، د زړه ودریدل او حتی سرطانونه دي، د هوا ککړتیا په امیدوارو میرمنو کې حتی د جنین د سقط لامل هم ګرځي."

سربيره پردې د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مهمند وايي، د روان کال له پیل راهیسې یې تراوسه د ۴۸۲۵ لوړو پوړو ودانیو، حمامونو، رستورانتونو، روغتونونواو د هستوګنې د ښارګوټو، د سون سیستمونه ارزولي او یو شمیر چې له معیارونو څخه یې سرغړونه کړې، جریمه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG