د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ژمي کې د هوا د ککړتیا د کمولو پلان اعلان کړ


ارشیف، د کابل ښار د ککړې هوا انځور
ارشیف، د کابل ښار د ککړې هوا انځور

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ژمي په موسم کې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره عملیاتي پلان اعلان کړ.

د سونګ د بې‌کیفیته موادو د کارولو مخنیوی، په ښار کې د زړو موټرو په ګرځېدو د بندیزونو لګول، په حمامونو کې د ربړونو پر ځای د پاکو موادو پر سوځولو ټینګار، په هوټلونو کې د ګاز کارول، په کورونو کې د تصفیه شویو ډبرو له سکرو کار اخیستل او داسې نور هغه موارد دي چې د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د مسؤلینو په خبره، د سږني ژمي په پلان کې شامل دي.

د دغې ادارې مسؤلینو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۲» په کابل کې وویل، یاد پلان‌یې د ککړې هوا د مخنیوي د کمېسیون له لارې د حکومت له اړوندو ادارو سره شریک کړی چې د عملي کېدو په حال کې دی او ښه نتیجه‌یې ورکړې ده.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئيس شاه زمان میوندي وویل:

"په تېره یوه نیمه میاشت کې ۱۲۴ حمامونه، ۲۸۷ رستورانتونه، د ودونو تالارونه، د لامبلو ۹ حوضونه، ۳ ښارګوټي، ۷ روغتونونه، ۳۸۷ سقاوې او ۴۷ لوړې ودانۍ نظارت شوي دي."

ده وویل، د کورنیو چارو د وزارت او د کابل ښاروالۍ په مرسته توانېدلي چې په دې لړ کې د سرغړوونکو ۱۵۷ ځایونه وتړو، له ۳۲۰ ژمنې واخلو او ۱۸۱ بیا وپلټو.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر دا هم وویل، د دغو دوامدارو اقداماتو په نتیجه کې د کابل ښار د هوا په ککړتیا کې کموالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار عامو خلکو، د ملي شورا غړو او مدني فعالانو یوازې د ژمي په موسم کې نه، بلکې د کال په نورو فصلونو کې هم د هوا له ککړتیا شکایتونه کړي دي.

ارشیف/ د کابل ښار د ککړې هوا یو انځور
ارشیف/ د کابل ښار د ککړې هوا یو انځور

​دوی ویلي، د ښار د ککړې هوا له امله ډېری ښاریان او په تېره ماشومان په موسمي ناروغیو اخته شوي دي.

ډاکتران هم وايي چې د ژمي په موسم کې د کابل ښار ککړه هوا د ډول ډول ناروغیو لامل شوې ده.

د دغو ډاکترانو له ډلې عبدالواسع سلطاني ازادي راډیو ته وویل:

"هغو کسانو چې پخوا یې برانشیټ درلود، اوس په سختۍ سره تداوي کېږي، درملنه‌یې هم داسې ده چې یو ځل تداوي شي، ناروغ څو ورځې ښه وي، خو څرنګه چې هوا ککړه او سړه ده، دواړه فکټورونه یوځای کېږي او ناروغ بیا په تنفسي ناروغۍ اخته کېږي، حتی روغ کسان چې مخکې له دې یې برانشیټ نه‌درلود، اوس د برانشیټ او الرژۍ ناروغان دي."

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، په کابل ښار کې د نفوسو، موټرو، فابریکو، هوټلونو، ښارګوټو، کورونو او داسې نورو زیاتېدل یوازنی لامل دی چې د کابل ښار هوا او اوبه‌یې ککړې کړې دي.

دغه اداره له خلکو، دولتي او غیر دولتي مؤسسو او تولیدي بنسټونو غواړي چې د سونګ د بې‌کیفیته موادو له کارولو ډډه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG