د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: تېر کال نري رنځ نږدې ۱۰ زره کسان مړه کړي


له نري رنځ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه
له نري رنځ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه

په افغانستان کې لاهم په نري رنځ ناروغۍ د اخته کېدو او له امله د مړینې کچه لوړه ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېر یوه کال کې نږدې ۱۰ زره کسان په دغې ناروغۍ د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

د دې وزارت سرپرست وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۰۴» له نري رنځ سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل چې د دې ناروغۍ د کنټرول او پرې د اخته کسانو د درملنې لپاره جدي هڅه روانه ده.

ښاغلی مجروح زیاتوي: "هڅه مو دا ده چې له موجودو منابعو څخه سمه، شفافه او هدفمنده ګټه پورته شي او د نري رنځ د ناروغانو د درملنې لپاره امکانات په ټول هېواد کې په تېره په محرومو سیمو او ولسوالیو کې پراخ شي او همداراز د عامه پوهاي په برخه کې ګټور کارونه وشي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح

د ښاغلي مجروح په خبره په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د نري رنځ ۴۶ زره پېښې ثبت شوي چې ۹،۸۰۰ یې مړه شوي او دا د ده په خبره یوه جدي موضوع ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د نري رنځ د ناروغۍ د کنټرول او په دې ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې په برخه کې مختلف هېوادونه او ارګانونه مرسته کوي او په کابل کې د امریکا سفارت تازه د پنځو کلونو لپاره له دې پروګرام سره د مرستې ژمنه کړې.

په دې غونډه کې په کابل کې د امریکا سفیر راس وېلسن وویل چې دوی د روغتیا په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن

په عین حال کې په افغانستان کې د نړیوال روغتیایي سازمان (ډبلیو،اېچ،او) استازي محمد اختر ویلي چې د نري رنځ ناروغۍ پر وړاندې اقدامات باید لا جدي شي.

ښاغلی محمد اختر زیاتوي: "په ولایتونو کې د یو شان لاسرسي او روغتیایي مراقبتونو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره لازمه ده چې ډېر کار وکړو. اړتیا ده چې همدا اوس پانګونه وکړو، همدا اوس اقدام وکړو او روغتیایي سیستم ښه کړو ځکه چې تېر کال د کرونا وبا له کبله ګډوډ شو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د کنټرول د ملي ادارې سرپرست نور اقا زاهد ویلي چې په دې هېواد کې پر نري رنځ د اخته کسانو ۲۰ سلنه ماشومان او د پاتې ۸۰ سلنې ډېره برخه‌یې ښځې جوړوي.

خو دی وایي چې اوس‌مهال ۸۰ پایې پرمختللې دستګاوې دې هېواد ته راوړل شوي چې په ۲ ساعتونو کې د دې ناروغۍ د تشخیص وړتیا لري او په ټولو ولایتونو کې د نري رنځ د درملنې امکانات موجود دي.

XS
SM
MD
LG