د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغان میندو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ ضد مرستې نه شو رسولی


یو شمېر بېوزله افغانې مېرمنې - ارشیف
یو شمېر بېوزله افغانې مېرمنې - ارشیف

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د کمي له امله له افغان مېرمنو سره د مرستو د بندېدو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

دې ادارې نن په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د مرستو د کمېدو تر ټولو لوړه بیه ښځې پرې کوي او د بودجې د کموالي له امله څه باندې یو میلیون مېندې او ماشومان د خوارځواکۍ په وړاندې د تغذیې مرسته نه‌شي ترلاسه کولی.

"ډبلیوایف‌پي" داسې مهال دا خبره کوي چې د دې ادارې له قوله، لا له وړاندې ۴ میلیونه مېندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو، د بودجې د کموالي له امله دوی کولای شي په دې هېواد کې په یوه میاشت کې له ۱۵ میلیونو زیاتو اړمنو وګړو څخه یوازې درېیو میلیونو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي.

هغه دا هم ویلي وو، چې دوی ۱۲ میلیونه افغانانو سره د بودجې د کمي له امله مرستې بندې کړي دي.

"ډبلیوایف‌پي"دا هم وايي، دوی مجبور دي چې د وږو د مړولو او د قحطۍ له امله د مړه کېدونکو له ډلې یو وټاکي.

د خوړو نړیوالو پروګرام داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې ازادي راډیو سره خبرو کې یو شمېر بې‌وزلې ښځې وايي، فقر یې ژوند تریخ او ناهیلی کړی دی.

د کندهار اوسېدونکې عادلې ازادي راډیو ته وویل: "اوبه د نورو له کوره را وړم. د یو نیم کال زوی لرم، نور څه لرم. دا ماشوم مې شېدې روي، خو د یوه بیسکوټ وس نه‌لرم چې وا یې خلم. سهار او ماښام له دې خپلو یتیمانو سره ناسته یم او ژاړم. "

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمیدو اصلي دلیل د بودیجې کموالی بولي
د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمیدو اصلي دلیل د بودیجې کموالی بولي

د هرات یوې اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، له دې امله چې خپلې کوچنۍ ماشومې ته یې د خوړو پر ځای یوازې ګرمې اوبه ورکولې، هغې ته د کولمو مکروب پیدا شوی دی.

هغه وایي: "درې څلور کوچنیان لرم، تر اوسه هیچا هم را سره مرسته نه‌ده کړې. ناروغان هم لرو هره ورځ ډاکټر ته ځوو، دا کوچنۍ لور مې پرون هم وړې وه، ډاکټر ویلي مکروبي شوې ده. "

دا د هغو میلیونونو افغانانو له ډلې د یو شمېرو بې‌‌وزلو د ژوند کیسې وې چې اوس‌مهال د بې‌وزلۍ په خورا بد حالت کې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا شمېرې ښيي چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو د خوړو نړیوال پروګرام بیا دوه اوونۍ وړاندې خپل راپور کې وویل، په دوی کې ۱۵ میلیونه داسې وګړي دي چې د بېړنۍ لوږې له بېلابېلو کچو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG