د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

اوچا: بشري مرسته رسوونکي په افغانستان کې لوی خطر سره مخ دي، سږ کال یې ۱۱۳ تنه نیول شوي


افغانستان کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف
افغانستان کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره"اوچا" وايي، سږ کال یې د بشري مرسته رسوونکو له ډلې ۱۱۳ تنه نیول شوي دي، هغه څه چې دا اداره یې د بشري کارکوونکو خوندیتوب او امنیت ته لوی خطر بولي.

اوچا پرون په خپل میاشتني راپور کې چې په خپله ویب‌پاڼه یې خپور کړی لیکلي، دې نېونو افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو د پام وړ اغېز کړی دی.

په راپور کې لیکل شوي، دوی له فبروري میاشتې وروسته په اګسټ کې د توقیف تر ټولو ډېرې پېښې ثبت کړي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اوچا د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌‌کړه، خو وړاندې یې په ځلونو دا یادونه کړې چې نړیوالې مرستندویه ادارې باید د دوی د اصولو او شرایطو پر بنسټ خپل چارې مخ‌ته یوسي.

په همدې حال کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره د دوی په چارو کې د لاس‌وهنو یادونه هم کوي.

که څه هم اوچا وايي چې د تېر په پرتله دا لاس‌وهنې کمې شوي، خو زیاتوي؛ په تېره اګسټ میاشت کې د لاس‌وهنو ۱۰۲ پېښې راپور شوي، هغه څه چې دا اداره یې بشري مرستو ته د افغانانو د لاس‌رسي په برخه کې اصلي خنډ بولي.

طالبان بیا- بیا د بشري مرستو پر وړاندې په خنډ کیدو تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې رد کړي دي
طالبان بیا- بیا د بشري مرستو پر وړاندې په خنډ کیدو تورن شوي، خو دوی دا ادعاوې رد کړي دي

په دې پېښو کې ۴۷ یې حساسو معلوماتو کې لاس‌وهنه، ۳۰ پېښې په پروګرامونو کې د لاس‌وهنې، ۱۲ پېښې د تفاهم په یادښتونو کې د لاس‌لیک ځنډ، ۱۱ پېښې د کارمندانو په ګمارنې او ۲ پېښې د ګټه اخستونکو په انتخاب کې راپور شوي دي.

اوچا زیاتوي، د لاس‌وهنو له امله د دوی ۴۹ پروګرامونه په موقت ډول ځنډول هم شوي دي. که څه هم اوچا د لاس‌وهونکو په اړه دقیق څه نه‌دي لیکلي، خو د مسلحو کسانو یادونه یې کړې او دا یې هم ویلي چې دا ستونزې یې له اوسنیو سرپرستو چارواکو سره شریکې کړې دي.

هاخوا ازادي راډیو سره خبرو کې د هلمند یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ادا کوي وايي، د دوی په سیمه کې د اړمنو پر ځای هغو ته مرستې ورکول کېږي چې دولتي چارواکي یې ملاتړ کوي.

هغه وایي:

"زموږ سیمې ته موسسات راغلل، هغه غریب خلک پاتې شول چې د شپې ډوډۍ یې نه لرله. نور خلک یې په جنجال سره واچول. "

د ننګرهار اوسېدونکی کشمیر خان بیا وايي، د کار روزګار درک نه‌شته او بې‌وزلۍ ترې دې حده ده چې د څه اخستو توان نه‌لري.

افغانستان د بشري ناورین له شدت سره-، د بشري مرستو د کمیدو شاهد دی
افغانستان د بشري ناورین له شدت سره-، د بشري مرستو د کمیدو شاهد دی

کشمیر خان وایي:

"قرض را اخلوو او خورو یې. حال مو خراب دی. کار روزګار نه‌شته، زړه مو خوږېږي، څه به وکړو نو. ځوو او راځوو، هغه د لارې کرایه هم نه پیدا کېږي. "

دا په داسې حال کې ده چې اوچا وايي، افغانستان کې لوږه د ریکارډ تر کچې رسېدلې او دوی اړمنو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د بودجې له کمښت سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف یوه ورځ مخکې د تلې په لومړۍ نېټه په خپل راپور کې وویل، چې د تېرې اګسټ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د هغه کسانو شمېر ۱۹ عشاریه ۹ میلیونه وګړو ته رسېدلی چې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري او دا د دوی په خبره د ټول هیواد د نفوس ۴۶ سلنه جوړوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG