د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

اوچا: افغانستان په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې تر ټولو لوړه شمېره لري


ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې نوې زېږېدلي ماشومان
ارشیف: د افغانستان په یوه روغتون کې نوې زېږېدلي ماشومان

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې افغانستان په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې تر ټولو لوړه شمېره لري.

په افغانستان کې د زېږون پر مهال مور او ماشوم د مړینې د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده شوه.

د اوچا په راپور کې چې د دغه ادارې پر ویبپاڼه خپور شوی راغلي، په افغانستان کې په هرو سلو زرو زېږونونو کې یو کم اوه سوه د مېړنې پېښې رامنځته کېږي.

په راپور کې د افغانستان په لرو پرتو سیمو او کلیو کې د ښځنیه ډاکترانو، روغتیايي امکاناتو، په روغتیايي برخه کې د نه پانګونې او د مالي امکاناتو نشتوالي ته اشاره شوې او په کې راغلي چې اوسمهال روغتیايي خدمتونو ته د مور او ماشوم لاسرسی کم شوی دی.

د اوچا په راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا د برخې د مشرې ډاکتر سحر له قوله ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته د دغه هېواد روغتیايي سیستم تقریباً له منځه تللی دی.

اغلې سحر ویلي: "که چېرې افغانستان غواړي چې روغتیايي خدمتونو ته د مور او ماشوم لاسرسی ډېر شي نو لا ډېرو روغتیايي کارکونکو ته اړتیا ده."

په راپور کې د ډاکتر سحر له قوله راغلي چې د تېر جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته ډېری متخصصو ښځینه روغتیاپالانو خپل هيواد پریښی چې دا کار د روغتیا په سکتور کې د پام وړ تشې لامل شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند د اوچا د تازه راپور په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې، خو د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد په کابل کې د یو خصوصي روغتون د پرانستې په مراسمو کې ادعا کړې وه چې اوس مهال په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې په شمېر کې کموالی راغلی دی.

نوموړي ویلي وو چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د زېږون پر مهال له پنځه سوه د ډېرو میندو او ماشومانو مړینه ثبت شوې وه خو په روان ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر ۲۵۰ ته راټیټ شوی دی.

ارشیف: د هرات روغتون د نسايي او ولادي څانګې یوه څنډه
ارشیف: د هرات روغتون د نسايي او ولادي څانګې یوه څنډه

خو د لوګر ولایت یوه اوسېدونکې زرمینه وايي، په تېر ژمي کې یې په سیمه کې د روغتیايي مرکز د نه موجودیت له امله نوی زیږیدلی ماشوم ومړ.

زرمینې ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال د ژمې په موسم هغه وخت چې زه امیندواره وم او د ماشوم د پیدا کېدو لپاره کابل ته په لاره وو، د لارې په اوږدو کې زما ماشوم نړۍ ته راغی، خو دا چې له ماسره کوم تجربه کار څوک نه وو، یخني هم زیاته وه زما ماشوم کورته د بېرته ستنېدو پر مهال ومړ او ماشوم مې له منځه لاړه."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له لوري د بهرنیو ادارو په افغان ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز له محدودیت وروسته له افغانستان سره د بهرنیو مرستندویه موسسو مرستې کمې شوي چې د افغانستان په روغتیايي سکتور کې اغېز کړی دی.

د روانې سنبلې میاشتې په نهمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په خپل ایکس شبکه خبرداری ورکړی و چې که لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي په افغانستان کې به سږ کال په میلیونونو کسان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.

دغه ادارې ویلي وو چې ۳،۷ میلیون وګړي به د ژوند ژغورنې له لومړنیو او دغه شان به ۲۹۶ زره امیندوارې او شیدې ورکونکې مېرمنې او د دوی ماشومان د زېږون او له زېږون وروسته له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبیلو ایچ او' ویلي وو چې په افغانستان کې په ورځني ډول ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان چې د مړینې مخنیوي یې هم کېدای شي مړه کېږي.

دغه سازمان ویلي وو، اړتیا ده چې د میندو او ماشومانو د ژغورنې لپاره جدي اقدامات وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG