د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

ملګرو ملتونو او امریکايي چارواکو د افغانستان بشري وضعیت په اړه خبرې کړي


ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال مارټين ګريقيټس سره خبرې اترې کړي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په دې هېواد کې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ کچه اوج ته رسېدلې او دې هېواد ته بهرنۍ بشري مرستې کمې شوي، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي د افغانستان د بشرى وضعیت په اړه په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال سره لیدلي دي.

وېسټ د پنجشنبې په ورځ پر خپله ایکس يا پخواني ټويټر د دغو مرستو د تطبيق کوونکو چې د نړيوالو اصولو په چوکاټ کې يې عملي کوي مننه کړې او لیکلي يې دي چې د اوس د امريکا متحده ايالت د افغانستان یو له تر ټولو ستر ملاتړ کوونکی هېواد دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش یا سیګار د معلوماتو پر بنسټ امریکا پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته له دې هېواد سره د دوه کلونو په موده کې له ۲ اعشاریه ۳۵ ملیاردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ټوماس وېسټ او مارټين ګريفيټس په داسې حال کې خبرې کړي چې تازه د اسیا پراختیايي بانک او اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۵۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.

د چهار شنبې په ورځ د اسيا پراختیايي بانک راپور ورکړ چې زيانمنو کسانو په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو سره یې د مرستې په پار ۴ سوه میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

اروپايي ټولنې هم د چهارشنبې به ورځ د اړمنو، ښځو او نجونو سره د ملاتړ په پار د چهارشنبې په ورځ نېږدې ١٥٠ ميليونه ډالره مرسته اعلان کړه.

د اروپا د کمېسيون يوه وياند انا پيسونيرو ازادۍ راډيو ته وويل چې دا مرستې به په تعليمي، روغتيا، زراعت او اقتصادي ظرفيت د لوړولو په برخو کې وکارول شي.

په داسې حال کې چې د طالبانو راپورونه ښي چې بشري مرستې ورته رسېدلي دي خو اروپايي ټولنې او د اسيا پراختیايي بانک ويلي چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو له سازمان سره خوندي دي او طالبانو ته نه ورکول کېږي.

په همدې حال کې د امريکا متحده ايالاتو هم ټينګار کړى چې د دې هېواد بشري مرستې د افغانستان د خلکو لپاره دي او طالبانو ته نه ورکول کېږي.

دا مرستې په داسې حال کې شوي چې چې په کور دننه یو شمېر اړمنې افغانې کورنې شکايت کوي چې تر اوسه هېڅ ډول بشري مرستې نه دې ور رسېدلي.

يوې اړمنې طاهرې ازادي راډيو ته په دې اړه وويل: "اقتصادى حالت مو په او وخت کې ډېر خراب دى. ډېر پوړوري يوو. زه په مدرسه کې د تجويد استاده يم زر روپۍ معاش لرم په دې پپسو نه شم کولى چې له کورنۍ سره مې مرسته وکړم څو ځلې مو خپل نومونه د مرستې اخيستو لپاره ثبت کړي، خو هېڅکله مرسته تر مونږ نه ده رارسېدلې او ډېر يې ناهيلې کړي يوو."

نازدانه هم ورته شکايت لري او وايي چې اولادونه یې کار نه‌شي موندلى ترڅو کور پرې وچلوي.

هغې وویل: "کومې مرستې چې ملګرې ملتونه يې کوي لوړپوړي چارواکي يې خوري مونږ هېڅ نه پوهېږو چې دغه مرستې د چا له‌خوا کېږي او څوک يې اخلي له مونږ سره تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده شوې."

د اسيا پراختیايي بانک له لوري له افغانستان سره دا مرستې په داسې حال کې کېږي د خوړو نړیوال پروګرام يا چې 'ډبليو ایف پي' د کافي بودیجې د نه درلودلو له امله اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې چې که ملاتړ يې ونه‌شي نو دغه سازمان به په افغانستان کې خپل فعاليتونه ودروي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ د دفتر يا اوچا د معلوماتو پر بنسټ راوان وضعیت ته په کتو په افغانستان کې ٢٩،٢ ميليونه کسان بشري مرستو ته اړ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG