د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

اروپايي ټولنې د افغانانو د ملاتړ لپاره د ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه


ارشیف: د اروپاپي ټولنې د مرکزي دفتر ودانۍ
ارشیف: د اروپاپي ټولنې د مرکزي دفتر ودانۍ

اروپايي ټولنې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره د یوسل او څلویښت میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

اروپایي ټولنه وایي، افغانستان ته یې وروسته تر دې د بندو شویو پيسو د ازادېدو پرېکړه وکړه چې شپږ میاشتې یې 'د ښځو لپاره د ښځو په وسیله' د یوې تګلارې څارنه او ارزونه وکړه.

په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د کمېسیون یوې ویاندې انا پېسونېرو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی ډاډ ترلاسه کړی چې افغان ښځې او نجونې د مرستو د ویش په ټولو اړخونو کې ګډون لري.

نوموړې زیاته کړه چې د اروپایي ټولنې ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته به د زده کړو، روغتیا، کرنې او د افغان مېرمنو د اقتصادي پياوړتیا پر لارو چارو لګول کېږي.

هغې زیاته کړه: "افغانستان ته د پيسو لېږدولو پرېکړه چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د طالبانو له خوا موسسو کې د ښځو د کار بندیز له کبله ځنډول شوې وه، وروسته تر دې بیا وشوه چې مونږ شپږ میاشتې د ښځو لپاره د ښځو په وسیله د یوه اصل څارنه او ارزونه وکړه. دا اصل دا ډاډمنوي چې افغان ښځې او نجونې د مرستو رسولو په ټولو چارو کې ونډه لري."

ارشیف: په نیمروز کې بې وزله مېرمنې
ارشیف: په نیمروز کې بې وزله مېرمنې

اروپایي ټولنې او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو وروسته تر هغه افغانستان سره مرستې وځنډولې چې د طالبانو حکومت په تېره ډسمبر میاشت کې په نړیوالو او کورنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

دغو نړیوالو بنسټونو استدلال کاوه چې د ښځو له ګډون پرته دوی د مرستې رسولو چارې په عادي او منظم ډول مخته نه شي وړلی.

که څه هم د ناروې د کډوالو شورا او یو شمېر نورو مرسته کوونکو ادارو وویل چې طالب چارواکو د دوی ښځینه کارکوونکو ته د بېرته کار کولو ژمنې کړي، خو تراوسه د طالبانو حکومت رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د نویو مرستو په تړاو خپله اعلامیه کې هم دا معلومات نه دي ورکړي چې طالبانو بیرته د خیریه موسسو ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړې او که نه، خو یوازې دومره یې ویلي چې دوی د مرستو رسولو په چارو کې د ښځو په ګډون ډاډمن شوي دي.

د اروپایي ټولنې د کمېسیون ویانده انا پېسونېرو وایي، افغانستان سره شوې نوې مرسته طالبانو ته نه ورکول کېږي، بلکې د نورو چینلونو له لارې به د افغانانو پر اړتیاو لګول کېږي.

هغې وویل: "دا پيسې به د ملګرو ملتونو ادارو، نړیوال بانک او په افغانستان کې نړیوالو موسسو ته ورکول کېږي. د دې مالي ملاتړ هدف دا دی چې د افغانانو د لومړنیو اړتیاو پوره کېدو ته کار وشي. دا افغانان دا مهال په خپل هېواد کې له اندېښمنونکو ننګونو سره مخامخ دي."

اروپایي ټولنې ویلي، نوې ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته یې افغانستان سره د مرستو د هغې یو میلیارد یورو د بستې برخه ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې اعلان شوې وه.

ارشیف: په غزني کې بې وزلو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور
ارشیف: په غزني کې بې وزلو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

د دوی د معلوماتو له مخې د دغې بستې ۹۸۰ میلیونه یورو افغانستان ته لېږدول شوي چې پنځه سوه میلیونه یې د افغانانو پر لومړنیو اړتیاوو او ۴۸۰ میلیونه یې پر بشري مرستو لګول شوي دي.

له افغانستان سره دا نوې مرسته داسې مهال اعلانېږي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او تازه د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون یو شمېر مرستندویه موسسو د مرستو د کمښت د عواقبو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG