د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

ریچارډ بېنیټ: طالبان دې د ښځو پر وړاندې له ظالمانه او ځپونکو پالیسو لاس واخلي


ارشیف: په کابل د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور
ارشیف: په کابل د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې له خپلو ظالمانه او ځپونکو پالیسو لاس واخلي.

ریچارډ بېنیټ د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو چلند افراطي بولي او وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغان ولس له بشري ناورین او داسې یو رژیم سره مخ دی چې له بشري حقونو یې پراخې سرغړونې کړي

بېنیټ چې پرون یې د بشري حقونو شورا په ۵۴مه غونډه کې خبرې کولې وویل، طالبانو په سیستماټیک، پراخ او بنسټیز تبعیض سره نجونې او ښځې د ژوند له ټولو برخو کې ګوښه کړي او د هغوی حقونه، د ژوند امکانات او وقار یې له‌منځه وړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي له طالبانو وغوښتل چې د افغان نجونو ښځو پر وړاندې له خپلو ظالمانه او ځپونکو سیاستونو لاس واخلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

هغه زیاته کړه: "یوځل بیا په طالبانو غږ کوم چې د نجونو او ښځو پر وړاندې له خپلو ظالمانو او ځپونکو کړنو لاس په سر شي. په نړیوالو موسسو د کار کولو په ګډون ښځو ته د سوداګرۍ او کار اجازه ورکړي او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې ویلي چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو بېنیټ بیا وايي، افغانستان په داسې یو هېواد بدل شوی چې د ښځو غږ په کې په بشپړ ډول ورک شوی دی.

هغه په دې هېواد کې جنسیتي اپارټایډ د پرمختګ په حال کې بولي، په دې برخه کې څېړنه اړینه او د نړیوالې ټولنې په یووالي د ټینګار تر څنګ د بشري حقونو له شورا غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ د حل لپاره کوټلی او پرېکنده اقدام وکړي.

د بشري حقونو شورا په غونډه کې یو شمېر نورو ګډون‌والو هم په افغانستان کې مخ په زیاتېدونکی بشري ناورین، بشري حقونو او ټولنیز اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، دا حالت به د افغان ټولنې لپاره بدې پایلې ولري.

له دې ډلې د بشري حقونو په شورا د اروپايي ټولنې سفیرې لوتي نادزن وویل، هیڅوک‌ نه‌شي کولای چې د طالبانو له‌خوا په سیسټماټیک شکل د نجونو او ښځو په ځپلو شک وکړي.

مېرمن لوتي نادزن د روان کړکېچ د حل لپاره د یوې ټولشموله پروسې پیل اړین وګاڼه.

هغې زیاته کړه: "په افغانستان کې د تل‌پاتې سولې، ثبات او سوکالۍ د تامین لپاره د یوې داسې ټولشموله پروسې اړتیا ده چې په کې د نجونو او ښځو، قومونو، مذهبي لږکیو او LGBTI په ګډون ټول لوري معنا لرونکی، بشپړ او مساوي ګډون ولري."

د بشري حقونو شورا د ۵۴مې غونډې په پیل کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان استازي، قطر، جرمني، متحده عربي اماراتو، لوګزامبورک، اکوادور، ایټالیا، فرانسې، امریکا، جاپان، اسراییل او یو شمېر نورو هېوادونو استازو خبرې وکړې او ټولو غوښتنه وکړه چې په طالبانو د بشري حقونو د نقض له امله فشار ته دوام ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۴مه ناسته په جینوا کې د سپټمبر له ۱۱مې پيل شوې او تمه ده د اکټوبر تر ۶مې دوام وکړي.

تمه ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ خپل کلنی راپور هم وړاندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG