د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

راپور: په اروپايي ټولنه کې یو زیات شمېر افغانانو د پناه غوښتنه کړې


ارشیف: د ترکیې له اوبو څخه اروپايي ټولنې ته د افغانانو په ګډون د تلونکو کډوالو کښتۍ
ارشیف: د ترکیې له اوبو څخه اروپايي ټولنې ته د افغانانو په ګډون د تلونکو کډوالو کښتۍ

د اروپايي ټولنې د احصایې اداره وايي چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې افغانان د دې ټولنې د پناه غوښتونکو له عمده ډلو څخه وو.

یوه افغانه مېرمن چې له ناقانونه لارو یوه اروپايي هېواد ته رسېدلې، وايي چې په لاره کې د درې میاشتني ماشوم له مرګ یې څه نه‌و پاتې.

هغې چې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي او څه د پاسه يو کال مخکې په يوه اروپايي هېواد کې له خپل خاوند او درېيو ماشومانو سره کډواله شوې، د خپل سفر يوه ترخه خاطره يې له ازادي راډيو سره داسې شريکه کړه.

نوموړې وایي: "په لاره کې مې لور غېږه کې واخیسته هېڅ یې غږ نه کاوه، فشار مې ورته ورکړ بیا یې هم غږ ونه کړ. چیغه مې کړه او وارخطا شوم. خوله مې ورته خلاصه کړه او پف مې کړه، بیا یې ژړا پیل کړه، د ډېرې سړې هوا له وجې یخ وهلې وه. پښېمانه وم چې ولې دې خوا راغلو، که څه وشي څه به کوم، خو بیا مې وویل هر څه چې کېږي ودي شي، ځکه چې افغانستان زه ډېره ستړې کړې وم."

په ورته وخت کې یوه بله افغانه مېرمن چې دا هم نه غواړي نوم یې یاد شي وايي چې ۲۴ کلن زوی یې امیر حسني نږدې دوه میاشتې وړاندې په ناقانونه لار له ایرانه د ترکیې په لورې روان شوی و او په خبره یې د ترکیې پولې ته څېرمه ورک شوی دی.

نوموړې وایي: "دوه میاشتې کېږي زوی مې د ترکیې په لوري روان شوی. هېڅ یې احوال نه لرم. هیله لرم چې ژر یې احوال ترلاسه کړم، چې غږ یې واورم او خوشحاله شم."

زیات شمېر افغان کورنۍ او ځوانان چې په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو ته د تګ اراده لري، تر ډېره د ایران او ترکیې له قاچاقي لارو کار اخلي.

دغه سفرونه تر ډېره د افغان کډوالو د ژوند په قیمت تمام شوي.

د افغانانو او نورو هېوادونو اتباع هڅه کوي چې د ترکیې له دغو اوبو څخه په دغو کښتیو کې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
د افغانانو او نورو هېوادونو اتباع هڅه کوي چې د ترکیې له دغو اوبو څخه په دغو کښتیو کې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د احصایې اداره وايي، له سوریې وروسته افغانانو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې دغې ټولنې ته د پناه غوښتونکو ډېره مراجعه کړې.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ د یو راپور په خپرولو وویل چې په دې موده کې په ټولیز ډول له ۷۶ زرو څخه زیاتو پناه غوښتونکو اروپايي ټولنې نه د پناه غوښتنه کړې چې ۹۳۰۰ تنه یې افغانان دي.

دغه اداره همدارنګه زیاتوي چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په دغه ټولنه کې د بې سرپرسته کم عمره ماشومانو د پناه غوښتنې تر ټولو زیات غوښتنلیکونه ثبت شوي چې د ۲۷۴۵ پناه غوښتونکو په منځ کې ۱۰۲۵ افغان ماشومان هم شامل دي.

د اروپايي ټولنې د احصایې ادارې د راپور له مخې جرمني، هسپانیه، فرانسه او ایټالیا په ترتیب سره د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي په کې ثبت شوي دي.

که څه هم يادې ادارې، په خپل راپور کې نه دي ویلي چې دا پناه غوښتونکي هغه کسان دي چې اروپايي ټولنې ته په قانوني توګه تللي او که په ناقانونه توګه، خو د کډوالۍ په چارو کې فعاله ذاکره حکمت وايي، چې د ناقانونه او په خطرناکو لارو د سفرونو د مخنیوي په خاطر اړتیا ده چې اروپایي ټولنه او یو شمېر نور هېوادونه د کډوالۍ د قانوني سفرونو سهولتونه رامنځته کړي.

اغلې حکمت ازادي راډيو ته وویل: "باید قانوني لارې خلاصې شي، په تېره بیا اوس چې د افغانستان وضعیت ښه نه دی او خلک غواړي چې له هغې ځایه ووځي. لږ تر لږه 'اروپايي ټولنه او نور هېوادونه' د قانوني لارو او د ویزو د صادرولو لپاره دې شرایط برابر کړي تر څو خلک وکولای شي په قانوني ویزې سفر وکړي او په دې توګه د هغو خطرناکو لارو د تګ مخه نیسي چې د خلکو د مرګ لامل کېږي."

په همدې حال کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۴۵ زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې پناه غوښتې ده.

يادې کمېشنرۍ دا هم ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۱.۶ میلیون افغانان ګاونډیو هېوادونو ته هم تللي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر افغانان د ګواښونو، بې‌کارۍ، تعلیمي خنډونو او ځینو نورو ستونزو له امله له افغانستانه وتلي دي.

ډېری دا کډوالۍ په ناقانونه توګه ترسره شوي، چې په پایله کې یې په تېرو کلونو کې په زرګونه افغانان مړه شوي دي.

درې میاشتې وړاندې د ایټالیا په اړبړ کې د شاوخوا ۹۱ افغان کډوالو ډوبېدل او په ورته وخت کې په بلغاریا کې په یوه لارۍ کې د اکسېجن د نشتوالي له امله د ۱۸ نورو افغانانو وژل کېدل په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالۍ ټکان ورکوونکي بېلګې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG