د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د بخښنې نړیوال سازمان: د نجونو زده‌کړو په تړاو د طالبانو سیاست دې په عادي خبرو نه بدلېږي


ارشیف: په هرات کې د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په هرات کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د محدودیت په برخه کې د طالبانو د حکومت دروغ او د دوی سخت دریځه سیاست باید په عادي خبرو وانه‌وړي.

په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو د حکومت د بندیزونو له دوام وروسته، د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د نجونو د تعلیم پر وړاندې د طالبانو دروغ او سخت دريځه پالیسي باید په عادي خبرو بدله نه شي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې زیاته کړې چې زده کړه یو بشري حق دی او افغان نجونې باید له دغه اساسي او بشري حق څخه بې برخې نه شي.

نوموړې دغه شان ټینګار کړى چې اوسنى وضعیت باید پای ته ورسېږي.

سمیرا حمیدي
سمیرا حمیدي

دا په داسې حال کې ده چې د ښوونځيو يو شمېر ښځينه زده کوونکې او د پوهنتون محصلينې وايي چې له زده کړو بې برخې کېدلو ډېر نا هيلې کړي او غواړي چې دا حق دې بېرته ورکړل شي.

د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله شيذر صميم چې د طالبانو د بنديز له امله نه شي کولى خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، له دې وضعيت اندېښمنه ده او وايي چې دا حالت ورو ورو د هر چا لپاره عادي کېږي.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "دا یو کال کېږي چې زه او زما ملګرې په کور کې یو او موږ د زده کړې څخه بې برخې یوو. په افغاني ټولنه کې د زده کړې حق یو له خورا محدودو بشري حقونو څخه و چې موږ درلود، مګر په زرګونو نجونې دي چې له زده کړو بې برخې دي، اوس کرار کرار دا خبره د هر چا لپاره عادي خبره کېږي."

د کابل په یوه ښوونځي کې د لسم ټولګي زده کوونکې کبرا حیدري هم ورته اندېښنه لري او له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې زده کړې د دوی حق دی او باید ورکړل شي.

نوموړې زياتوي: "دا دوه کاله زموږ لپاره د سلو کلونو په څېر تېر شول، موږ هېڅ پرمختګ نه دی کړی او دا دوه کاله به څنګه جبران کړو؟ په دې دوو کلونو کې موږ ته ډېر روحي زیانونه اوښتي دي. موږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو. د ښوونځي دروازې زموږ پر مخ پرانېزي، دا کومه هیله او غوښتنه نه ده، بلکې زموږ حق دی او موږ خپل حق غواړو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو اندېښنو په اړه چې کله به د نجونو پر مخ د ښونځيو دروازې خلاصېږي د ازادي راډیو د پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې دوی د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي کړي او د نجونو د تعلیم لپاره د یوې کړنلارې په جوړولو بوخت دي.

افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې په کې ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلى دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو د خپلې بيا ځلې واکمنۍ سره هممهاله له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل او بیا د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په پای کې دوی پوهنتونونو او نورو نیمه لوړو زده کړو موسسو او حتی تعلیمي کورسونو ته له تلو راوګرځول شوې.

له دې سربېره د طالبانو حکومت ښځې او نجونې له لوړو زده کړو، عامه ځایونو لکه پارکونو او ډېرو نورو شغلونو څخه له کار کولو بې برخې کړي دي.

که څه هم دغه بندیزونه تل د نړیوالې ټولنې له خوا غندل شوي او اوس هم د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي، خو طالبانو تر اوسه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG