د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ریچارډ بنېټ: د طالبانو ځپونکو ګامونو د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ډېر خراب کړی


تصویر له ارشیفه، طالبان د افغان معترضانو پر وړاندې
تصویر له ارشیفه، طالبان د افغان معترضانو پر وړاندې

ریچارډ بنېټ وايي د طالبانو ځپونکو اقداماتو او تګلارو د بشري حقونو وضعه ډېره خرابه کړې او په دې سربېره افغانستان له یو لړ نورو ننګونو سره هم مخ دی چې پکې روان بشري او اقتصادي ناورین، وروستۍ مرګونې زلزلې او له بهره د افغانانو ډله ییز جبري راستنېدل شامل دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ښاغلي بنېټ سه شنبه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د افغانستان په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړ.

هغه په خپلو بیانونو کې ټينګار وکړ چې په افغانستان او سیمه کې د لا زیاتو کړاوونو او احتمالي بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره بیړني اقدام ته اړتیا ده.

ریچارډ بنېټ وايي:

" زه له تاسو غواړم چې افغانستان د نړیوالې اجنډا په سر کې وساتئ. افغانان او افغان بنسټونه په تېره بیا افغان مېرمنو ته غوږ کېږدئ او ملاتړ یې وکړئ. دا ډاډمنه کړئ چې د افغان مېرمنو او ځوانانو غږونه په ملي او نړیواله کچه اورېدل کېږي. وګورئ چې بشري حقونه چېرته قرار لري."

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر، ریچارډ بنېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر، ریچارډ بنېټ

ښاغلي بنېټ په خپل بیان کې یو وار بیا له زده کړو د افغان نجونو په محرومولو نیوکه وکړه او ویې ویل، سره له ده چې طالبانو په وار وار د نجونو د زده کړو بندیز موقتي بللی خو په دې برخه کې يې پرېکنده ګام نه دی اخیستی.

هغه له کاره د ښځو د راګرځولو په خاطر د اقتصادي رکود مسله هم یاده کړه.

ریچارډ بنېټ په عین حال کې د طالبانو له واکمنو چارواکو مننه وکړه چې افغانستان ته په سفر کې یې له ده سره همکاري کړې او په دوامداره توګه یې ډیالوګ ورسره کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر په خپل بیان کې دا ټينګار وکړ چې د هرات وروستۍ مرګونې زلزلې د اړمنو افغانانو شرایط لا پسې سخته کړي او د نړیوالې ټولنې ډېر پام ته اړتیا لري.

د طالبانو کړنې په ځلونو د افغان ښځینه فعالانو له اعتراضونو سره هم مخ شوي دي
د طالبانو کړنې په ځلونو د افغان ښځینه فعالانو له اعتراضونو سره هم مخ شوي دي

طالبانو لا د ریچارډ بنېټ د تازه رپوټ او څرګندونو په تړاو تبصرې نه دي کړي، خو مخکې یې د هغه او نورو بشري حقونو مدافعینو د څرګندونو هغه برخې رد او یا له حقایقو لرې بللي چې د لږکیو په وړاندې یې د زو زیاتي، ناقانونه نیونو او وژنو او د نجونو زیاتیدونکي محدودیت ته یې اشارې کړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل او له هغه وخته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم مخه نیولې. دوی په پراخه کچه د ښځو د کار مخه هم ډب کړې ده.

XS
SM
MD
LG