د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

اینډیپینډینټ: پاکستان له بلوچستانه په ورځني ډول ۱۰زره افغان کډوال وباسي


له پاکستانه ایستل شوي کډوال چې له چمن څخه سپین بولدک ته اړول کېږي. November 2, 2023
له پاکستانه ایستل شوي کډوال چې له چمن څخه سپین بولدک ته اړول کېږي. November 2, 2023

اینډیپینډینټ:

له بریتانیا خپرېدونکې اینډیپینډینټ ورځپانه د یو مطلب په سرلیک کې وايي، پاکستان غواړي چې له خپل یوه ایالت څخه په ورځنۍ ډول لس زره کډوال وباسي.

ورځپانه د بلوچستان ایالت د چارواکو له قوله وايي، پولیسو ته امر شوی څو په سلګونه زره هغه افغان کډوال چې د دوی په خبره په دې هېواد کې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لري له پاکستانه وباسي.

د ورځپانې په ټکو، دا اقدام په داسې حال کې دی چې له ټول پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په وروستیو څو ورځو کې یوڅه کم شوی و.

ورځپاڼې په وروستیو څو اوونیو کې د چمن-سپین بولدک د اعتراضونو په اړه چې لا هم دوان لري، لیکنه کړې ده.

اینډیپینډینټ وړاندې وايي، اعتراض کوونکو د پاکستان پر هغوو نویو مقرراتو چې د تګ راتګ لپاره د ویزې درلودل لازمي کوي او د غیرقانوني کډوالو د تګ مخه نیسي نیوکه کړې او دغو اعتراضونو په سیمه کې د موټرو تګ راتګ هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

میاشت وړاندې له کله چې پاکستان د بې اسنادو افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړه، تراوسه څه باندې څلور لکه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ورځپانه د چارواکو له قوله وايي، افغان کډوال له پاکستان څخه د ایستلو له وېرې د دې هېواد لرې پرتو سیمو ته تللي او پټ شوي دي.

ورځپانه د بلوچستان ایالت د ویاند جان اڅکزي له قوله لیکي، پولیسو ته امر شوی څو هغه افغانان چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري ونیسي.

هغه زیاته کړې، له چارواکو غوښتل شوي چې په ورځني ډول لس زره افغانان وباسي.

اینډیپینډینټ وړاندې وايي، اڅکزی دا خبرې وروسته له هغې کوي چې چارواکو په تورخم او چمن کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو د پروسې د ټکني کېدو خبره وکړه.

ګارډین:

په داسې حال کې چې اینډیپینډینټ له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو مطلب خپور کړی، ګارډین ورځپانې په یو مطلب کې د افغانستان د پوهنې د پخوانۍ وزیرې له قوله لیکلي، د دې امکان شته چې طالبان دې ته راضي شي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

رنګینې حمیدې ورځپانې ته ویلي، نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي ځکه د طالبانو د رژیم ځینې چارواکې د نجونو د تعلیم ملاتړ کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او تېر کال طالبانو نجونې له پوهنتونې زده کړو هم راوګرځولې.

ګارډین وړاندې وايي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په نړۍ کې هغه یوازېنی هېواد دی چې له شپږم ټولګیو پورته نجونې په کې ښوونځیو ته نه شي تللی.

ورځپانه زیاتوي، طالبان داسې پالیسي پلي کوي چې جنسیتي تبعیض ګڼل کېږي او پر بنسټ يې ښځې په عامه ځایونو کې له کار کولو، پارکونو، عمومي حمانونو او ورزش ځایونو ته له تګ څخه منع کړای شوي دي.

د تېر جمهوري نظام د پوهنې وزیرې ګارډین ته ویلي، نړیواله ټولنه کولی شي د طالب مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف څخه په ګټې پر دوی فشار واچوي چې ښځو ته د کار او نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

مېرمن حمیدې وايي، طالبان داسې ډله ده چې ټولې غړي يې په یو اند نه دي، د دوی ترمنځ د بلې هرې ډلې په څېر اختلاف نظر شته.

د هغې په خبره، دا اختلاف د نجونو د تعلیم په اړه د دې ډلې ترمنځ ډېر دی او ډېر شمېر طالبان غواړي چې د نجونو پر تعلیم د بندیز فرمان لغوه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG