د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

واشنګټن پوسټ: چارواکي او مرستندویان د هرات د زلزلې مرګ‌ژوبله کمه ښیي


د هرات یو شمېر زلزله ځپلي د خپلو نړېدلو کورونو ته ګوري.
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي د خپلو نړېدلو کورونو ته ګوري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، چې د امریکا له متحدو ایالتونو خپرېږي د افغانستان په لوېدیځ کې د مرګونې زلزلې پر موضوع لیکنه خپره کړې چې د مړو او ټپیانو شمېر په کې تر ۲۰۰۰ زیات راپور شوی دی.

طالبانو په لومړیو کې یوازې د مړو شمېر تر ۲۰۰۰ زیات ښودلی و، خو وروسته یې وویل چې په دې شمېر کې ټپیان هم شامل دي.

د ورځپاڼې په لیکنه کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت د وزارت د ویاند ملا جانان سایق خبرې رااخیستل شوي، چې پرون یکشنبه یې ویلي، ګڼ کسان لا هم تر نړېدلو کورونو لاندې دي او ګڼ کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه کې راغلي چې په هرات ولایت کې مرستندویې ډلې او د روغتونونو چارواکي، د شنبې ورځې د زلزلې له کبله د مړو او ټپیانو شمېر کم ښيي.

د طالبانو چارواکو، په هرات کې تر زلزلې وروسته خبر ورکړ چې وضعیت په کنټرول کې دی او د دوی د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې زلزله ځپلو سیمو ته څرخي الوتکې لېږل شوي او د ژغورنې عملیات روان دي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري چې ګڼ کورونه نړېدلي او ولسي خلک په نورو ژوندي پاتې شویو کسانو پسې پلټنه کوي.

د ملګرو ملتونو محلي چارواکو ویلي، زیاته مرګ ژوبله د هرات له مرکز څخه لیرې په ۴۰ کیلومتره لیرې ساحو کې اوښتې ده.

د طالبانو چارواکو ویلي چې د زلزلې مرکز په زنده جان او غوریان ولسوالیو کې ثبت شوی چې زیات خام کورونه په کې د زلزلې په هغو لومړیو ټکانونو کې نړېدلي او خلکو ته وخت نه و، چې له کورونو ووځي.

د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې بیا په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله تر زرو ډېر کسان مړه شوي وو.

د امریکا له متحدو ایالتونو بلې خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز بیا له پاکستانه د لسګونو افغان کډوالو د اخراج پر موضوع لیکنه خپره کړې چې له کبله یې ظاهراً د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

د لیکنې په پیل کې د پاکستاني چارواکو خبرداري ته اشاره شوې چې ویلي یې دي، په پام کې لري په ملیونونو هغه افغان کډوال چې هلته په غیرقانوني ډول ژوند کوي، اخراج کړي.

د پاکستان حکومت وايي، دوی یو میلیون او ۷ لکه دېرش زره افغان کډوالو ته چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري ضرب الاجل ټاکلی چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه له دې هیواده ووځي، که نه له جبري اخراج او د بند له سزا سره به مخامخ شي.

په همدې حال کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او توقیف کولو پېښې زیاتې شوې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کراچۍ کې د یوه افغان کډوال عبدالبشر څرګندونې رااخیستي چې ویلي یې دي، پولیس له اطلاع پرته هر کور ته داخلېږي.

د ورځپاڼې په لیکنه د دغه افغان کډوال د تره یا اکا دوه زامن له ۵۱ نورو افغانانو سره د پولیسو له‌خوا د چاپې اچولو پر مهال نیول شوي او عبدالبشر وايي، د پولیسو د چاپې له ډاره د دوی له سترګو خوب تښتېدلی دی.

له پاکستانه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو له پرېکړې وروسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي، څو د هغو زیانګالو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې افغانستان ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخ کېږي.

ګڼو نړیوالو ورځپاڼو راپور ورکړی چې څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته په پاکستان کې خونړي بریدونه زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکو وخت ناوخت په دغو حملو کې چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي، افغان وګړي په لاس لرلو تورنوي، هغه تور چې د طالبانو چارواکو هم رد کړی دی.

په اسلام اباد کې د یوې معاملاتو د لارښوونو د یوه دفتر مسوول رشید بټ څو ورځې مخکې ویلي وو، د حکومت له لوري لیکلی خبرداری ورکړل شوی چې افغانانو ته باید کورونه او دوکانونه په کرایه ورنه کړي.

XS
SM
MD
LG