د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ګارډين: له لویدیز ته تلونکو افغانانو د پاکستان پیسو غوښتلو نړیوال "حیرانونکې او مایوسونکې" بولي


د پاکستان په یوه هوایي ډګر کې ولاړ ځواکونه
د پاکستان په یوه هوایي ډګر کې ولاړ ځواکونه

ډېلي مېل خپرونې په خپله اخري ګڼه کې د فرانسې خبري اژانس یوه مقاله خپره کړې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر تورخم د تجارتي چارو اړوند ده. په دې مقاله کې راغلي، وروسته له هغه چې پاکستان د دې هېواد د حکومت د ویزو نوی امر لغوه کړ، پاکستاني او په افغانستان کې طالب چارواکو تایید کړه چې د چهار شنبې په ورځ پر تورخم سوداګریزې چارې بیرته عادي شوې.

په دې مقاله کې یادونه شوې چې د سې شنبې په ورځ وروسته له دې چې پاکستان د سوداګریزو موټرو له عملې څخه د پاسپورت او ویزو د اخیستو غوښتنه پیل کړه، د افغانستان سوداګریز تګ راتګ پر ټپه ودرېد او افغانستان یې په ځواب کې هر ډول لاریو ته د تېرېدو اجازه ورنه کړه.

په مقاله کې لولو چې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ فرانسې خبري اژانس ته وویل: "پرون، کله چې پاکستان خپل نوي مقررات پلي کړل، افغان لوري په غبرګون کې سوداګري وځنډوله."

له اکتوبر راهیسي، کله چې پاکستان د سلګونو زرو افغان کډوالو د اېستلو اعلان وکړ، تر اوسه شاوخوا ۳۴۰ زره افغانان یا په خپله خوښه ستانه شوي او یا هم په زوره اېستل شوي دي.

پاکستان ویلي چې یوازې هغه افغانان چې پاسپورتونه او ویزې لري په دې هېواد کې د پاتې کېدو اجازه لري.

د لیکوال په وینا، پر وچه پروت افغانستان د وارداتو لپاره پر خپل ګاونډي پاکستان ډېره تکیه کوي او دواړه ځایي جوړ شوي او بهرني توکي د پاکستان د کراچۍ له بندره تیریږي.

ګارډين ورځپاڼې بیا د پاکستان دې پریکړې ته کتلي چې د هر افغان کډوال څخه له دې هېواده د وتلو پیسې غواړي.

په مقاله کې راغلي، پاکستان پر هغو افغانانو چې له طالبانو تښتیدلي، سلګونو ډالر د وتلو فیسونه وضع کوي چې دا پرېکړه یې لویدیځو ډیپلوماټانو او ملګرو ملتونو د "حیرانونکې او مایوسونکې" په توګه غندلې ده.

د لیکوال په باور دا "بې ساری" اقدام هغه کډوال په نښه کوي چې په لویدیځو هیوادونو کې د مېشته کېدو لپاره پاکستان پرېښودو ته سترګې په لاره دي او پاکستان له هر کس څخه شاوخوا 830 ډالره غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د بې اسنادو افغانانو پر ضد د اقداماتو اعلان وکړ او وې ویل چې د نومبر لومړۍ نېټه د شاوخوا دوه میلیونو غیر راجستر شویو افغانانو له پاکستانه د وتلو لپاره وروستۍ نېټه ده. پاکستان د ضرب الاجل له تېرېدو وروسته د بې اسنادو افغانانو ډله ییز اخراج پیل کړ.

د ګارډين په مقاله کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له سقوط راهیسې زرګونو افغانان پرته له کره اسنادو او د ویزو له ختمیدو وروسته هم په پاکستان کې دي چې په لویدیځو هیوادونو کې د خپل ژوند د بیا پیل په انتظار دي. په مقاله کې راغلي چې ډېری دغو افغانانو د لویدیځو حکومتونو او سازمانونو سره کار کړی او د بشري بنسټونو له مخې په لویدیځو هېوادونو کې د بیا مېشتیدنې لپاره انتخاب شوي دي.

XS
SM
MD
LG