د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

د خیاطۍ زده کړې؛ ۸۰ مېرمنې ترې فارغې شوې


د فراغت غونډې یوه څنډه
د فراغت غونډې یوه څنډه

د شفق په نوم د خيريه او ټولنيزو خدماتو بنسټ د چهارشنبې په ورځ ۸۹ هغو ښځو ته چې د لاسي صنايعو په برخه کې يې زده کړې کړې وې د فراغت سندونه ورکړل.

د دې بنسټ مسوولین وايي، دغو مېرمنو ته د ۶ میاشتو لپاره د خیاطۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوه.

د بنسټ مشرې یلدا شفق له ازادي راديو سره په خبرو کې وويل چې، ښځو ته د کاري فرصتونه برابرول او د دوی اقتصادي وده ده .

شفق زیاتوي:

"زمونږ ننى پروګرم د هغو اتيا کسه مېرمنو د فراغت لپاره دى چې د خياطۍ او لاسي صنايعې په برخه کې له شپږو مياشتو زدکړو ورورسته فارغه شوي، د دې غوندې موخه دا ده ترڅو هغو مېرمنو ته انګېزه ورکړو چې غواړي خلاقيت ولري او اقتصاد يې وده وکړي"

د کابل اوسېدونکې رخسار فيضي وايي، چې غواړي هغه څه چې په دې شپږو مياشتو کې یې په دې موسسه کې د خياطۍ په څانګه کې زده کړي عملى کړي.

نوموړې د طالبانو له حکومته غواړي چې دوی ته په دې برخه کې کار خانې جوړې کړي.

رخسار فیضي وایي:

"شپږ مياشتې کېږي چې خياطي مې د خپل کسب په توګه زده کړه له نېکه مرغه اوس فارغه شوم د خياطۍ ټولې برخې مې خلاصې کړې له دولته غواړم چې مونږ ته د خياطۍ کارخانې جوړې کړي، څو کار وکړو او له خپلو نارینوو سره مرسته وکړو."

د خیاطۍ له دې موسسې یوه بله فارغه شوې مېرمن لیوینا عارفي وايي، غواړي د خپلو تولیدي صنایعو لپاره بازار ومومي.

عارفي وویل:

" شپږ مياشتې کېږي چې په شفق بنسټ کې په زدکړو بوخته يم خياطي زده کوم او ډېر پرمختګ مو کړى او غواړو چې ډېر کاري فرصتونه مونږ ته برابر شي او زمونږ توکي زر بارار ته وړاندې شي. "

د فراغت غونډې یوه څنډه
د فراغت غونډې یوه څنډه

شفق خیریه او د ټولنیزو خدمتونو بنسټ د خیاطۍ له مسلک څخه د ۸۰ ښځو د فراغت مراسم په داسې حال کې نمانځي چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته د ښځو او نجونو لپاره په کار کولو بنديزونه موجود دي.

د طالبانو د حکومت له خوا په ګڼو دولتي ادارو او ټولو نادولتي دفترونو او سينګارتونو کې د ښځو پر کار د دې بندیزونو له امله اکثره ښځو او نجونې له زده کړو څخه د بې برخې کیدو سربیره خپل عاید او اقتصادي سرچینې هم له لاسه ورکړي.

د دې بنديزونو پر وړاندې له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره سره، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

تازه د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه ویلي، یاد سازمان په ټولو برخو کې د افغان میرمنو د ځواکمنتیا ،زده کړو ته د لاسرسي او په عامه ژوند کې د هغوی د ونډې د تضمین لپاره د رغنده خبرو اترو د دوام په موخه پر خپل هوډ ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG