د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

مک‌کال: نړیوال دې د طالب مشرانو پر سفرونو بندیزونه سخت کړي


  د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر
 د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال اروپا ته د یو طالب چارواکي د سفر په غبرګون کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د طالب چارواکو په سفرونو د بندیزونو په پلي کولو کې د یوه او بل ملاتړ وکړي.

د هغه دا خبره د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په خپله ایکس‌پاڼه خپره کړې او د ښاغلي مک‌کال له قوله یې دا سفر د نه منلو وړ بللي.

بل‌خوا د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې ادارې رییس عبدالباري عمر چې اروپا ته یې سفر ډېر ناندریز شوی د دوشنبې په ورځ کابل کې یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د هالنډ په رسمي بلنه په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره دې هېواد ته تللی و.

طالب چارواکی عبدالباري عمر: د هالنډ په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی وم
طالب چارواکی عبدالباري عمر: د هالنډ په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی وم

هغه زیاته کړه، د هالنډ په ګډون ځینو نورو اروپايي هېوادونو ته تللی او هلته یې له مېشتو افغانانو سره غیر رسمي لیدنې درلودې.

ښاغلي عمر وویل:

"ما د شنګن ویزه درلوده او ما اصولي او قانوني کولای شول چې د اروپا ۲۶ هېوادونو ازادانه سفر وکړم. په هالنډ، بلجیم او جرمني کې مې له یو شمېر افغانانو سره وکتل او له دوی سره مې غیر سیاسي لیدنې درلودې، ځکه موږ په دې د کوم بهرني هېواد استازی نه‌و رابللی. "

اروپا ته د عبدالباري عمر سفر وروسته له دې ناندرۍ را پورته کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې یې یوه ویډیو خپره شوه چې په کې لیدل کېږي، هغه د جرمني په کولن ښار کې د یو شمېر افغانانو په کوربه‌توب جوړې شوې غونډې ته وینا کوي.

کولن کې د یوه طالب چارواکي حضور؛ د جرمني چارواکي په دې اړه څېړنې کوي (azadiradio.com)
د هغه دې سفر ته له سختو غبرګونونو وروسته، د هالنډ حکومت وویل د روغتیا نړیوال سازمان په یوه کنفرانس کې چې د نومبر له ۶مې تر ۸مې په هاګ کې وشو، د یو طالب چارواکي ګډون څېړي.

په ورته وخت کې د جرمني حکومت په یوه اعلامیه کې چې په خپله ایکس‌پاڼه یې خپره کړې په کلن ښار کې د دې طالب چارواکي شتون وغنده او زیاته یې کړه، جرمني ته د هغه له سفر خبر نه و او نه دوی ویزه ورکړې ده.

خو د نړیوالې ترهګرۍ د مسایلو شنونکی عارف سحر ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، په طالبانو د بندیزونو په اړه د یوه مشخص میکانیزم نشتوالی د دې لامل شوی چې طالب چارواکي لویدیځو هېوادونو ته ازادانه سفرونه وکړي.

سحر زیاتوي:

"که لویدیځ‌وال وغواړيٍ چې طالبان د خپلو کړنو پر وړاندې ځواب‌ګویه کړي، یو له اغېزمنو کارونو همدا دی چې ټول اروپايي هېوادونه باید د طالبانو په تګ راتګ او د مشرانو په سفرونو یو مشخص او واحد محدودیت وضع کړي، خو اوسني وضعیت ته په کتو دا ډېره لېرې ښکاري. "

د طالبانو یو زیات شمېر مشران لا هم په تورو لېستو کې شامل دي
د طالبانو یو زیات شمېر مشران لا هم په تورو لېستو کې شامل دي

دا په داسې حال کې ده چې نږدې څلور میاشتې وړاندې اروپايي ټولنې د بشري حقونو نقض، په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د حقونو د نقض له امله د طالبانو حکومت د پوهنې او عدلیې وزارتونو سرپرستان او د سترې محکمې رییس د خپلو بندیزونو په تور نوم‌لړ کې شامل کړل.

اروپايي ټولنې له دې پرېکړې وړاندې د طالبانو د لوړو زده‌کړو او د امرباالمعروف او نهي‌ عن‌المنکر وزارتونو په سرپرستانو هم بندیزونه لګولي وو.

په دې نوم‌لړ کې شامل کسان نه‌شي کولای چې اروپايي ټولنې او یا هم د دوی د هوايي قلمرو له لارې بل ځای ته چې په اروپايي ټولنه کې شامل وي، سفر وکړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا پرېکړه بې‌ګټې بللې او ویلي یې وو، چې د دې کار پر ځای باید د تعامل او خبرو اترو استفاده وشي، ځکه د ده له قوله، د فشار راوستل پایله نه‌ورکوي.

د ویلو ده چې په یو شمېر نور طالب چارواکو هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د امریکا متحده‌ایالاتو له‌خوا د سفر محدودیت لګول شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG