د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

افغان ښځینه والیبالرانې: د چین اسیایي سیالیو کې ګډون مو نورې افغان ښځې د خپلو خوبونو تعقیب ته هڅوي


د چین سیالیو ته ورغلې یو شمېر افغان ښځینه لوبغاړې
د چین سیالیو ته ورغلې یو شمېر افغان ښځینه لوبغاړې

د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم یوشمېر غړې په دې باور دي چې په چین کې په اسیایي لوبو کې د دوی ګډون له دې پلوه هم ډیرمهم دی، چې هغه به نورې افغان ښځې تشویق کړي چې د خپلو خوبونو له تعقیبه لاس وانخلي.

د دې ټیم یوې غړې مرسل خدري فرانسپرس اژانس ته ویلي ، د دې په باور د دوی ګډون افغان ښځو ته لویه هیله ورکوي، چې خپل خوبونه تعقیب کړي او لاس ترې وانخلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک ته له رسیدو راهیسې پرنجونو او ښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ د ورزش په برخه کې هم پرهغوی بندیزونه لګولي دي.

د افغان ښځو د والیبال ملي ټیم د طالبانو له دغه بندیز او مخالفت سره- سره له بهره په دې اسیایي لوبو کې چې د چین هانګژو یې کوربه دی، ګډون کړی دی.

۲۵ کلنه خدري وایي، د افغان میرمنو لپاره دا ډیره سخته وه چې په آسیایی لوبو کې ګډون وکړي، ځکه د دوی لپاره وضعیت ډېرستونزمن دی او ټول خلک د افغانستان له وضعیته خبر دي.

یو شمېر نورې افغان والیبالرانې - تصویر پخوانی دی
یو شمېر نورې افغان والیبالرانې - تصویر پخوانی دی

له دې مخکې د دې ټیم یوې بلې غړې رقیه محمدي هم ورته څرګندونې کړې وې.

هغې تېره اونۍ په داسې حال کې چې د خپل ټیم د لومړنۍ لوبې لپاره یې په میدان کې تیاری نیوه، وویل، په دې لوبو کې یې ګډون نورو ښځو ته دا پیغام ورکوي چې دوی یوازې ندي.

رقیه محمدي ویلي وو:

" په افغانستان کې په اوس وخت کې نجونو ته د ورزش او تحصیل اجازه نه ورکول کیږي او په حقیقت کې منع دي. خو موږ دلته یو ترڅو هڅه وکړو چې د افغانستان د نجونو په استازیتوب خپل لاس اوچت کړو او اعلان کړو چې تاسو یوازې نه یاست."

په اسیایي لوبو کې د افغانستان په استازیتوب شاوخوا ۱۲۰ لوبغاړو ګډون کړی چې اولسو ښځینه لوبغاړو پکې له بهره ګډون کړی او دوی په درېیو بېلابېلو برخو کې لوبېږي.

دغو افغان ښځینه لوبغاړو ته د المپیک نړیوالې کمېټې او د اسیا المپیک د ګډون زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم نن له هانګ کانګ سره لوبه کوي، چې دا یې وروستۍ لوبه ده.

له دې مخکې یې له قزاقستان او جاپان سره چې ورسره په یوه ګروپ کې دي، لوبې ترسره کړې وې چې دواړه یې بایللې دي.

دا تصویر هم له ارشیفه، طالبان اوس افغان نجونو ته د ورزش او له شپږم ټولګي د پورته زده کړو حق نه ورکوي
دا تصویر هم له ارشیفه، طالبان اوس افغان نجونو ته د ورزش او له شپږم ټولګي د پورته زده کړو حق نه ورکوي

د فرانسپرس په وینا، سره له دې چې د افغان ښځو د والیبال ټیم له خپلو تکړه او تجربه لرونکو سیالانو څخه ماتې خوړلې، خو د اکثرو غړیو روحیه یې لوړه ده.

دوی په دې لوبو کې له سره تر پښوپورې پټو سپورټي جامو کې د لوبو ډګر ته راوتلي او د هرې نمرې په اخیستو د نندارچیانو له تود هرکلي سره مخ شوې دي.

د راپور له مخې، واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په سلګونو ښځینه او نارینه افغان لوبغاړي، روزونکي او چارواکي د مختلفو هیوادونو د ملي المپیک د کمېټو له خوا د بشردوستانه ویزو له لارې له افغانستانه ایستل شوي دي.

د المپیک د چارواکو په خبره، په افغانستان کې د دغو لوبغاړو پاتي کیدل له خطرونو خالي نه و.

د افغانستان د ښځو د والیبال ټیم غړې مرسل خدري وایي، خپلو سیالانو ته د لوبو له بایللو سره سره دا د دوی لپاره یوه ښه تجربه وه، چې په اسیایي لوبو کې له لومړي ځل ګډون څخه یې ترلاسه کړه اوزیاتوي، که څه هم موږ ځان ډیرناراحته احساساوه خو ترخپلې وسې مو خپله هڅه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG