د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز: طالبانو د ښځو له منزوي کولو سره جنسیتي تبعیض په پراخه کچه بنسټیز کړی


طالبان او یو شمېر ښځینه معترضانې - ارشیف
طالبان او یو شمېر ښځینه معترضانې - ارشیف

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز وايي، طالبانو په افغانستان کې له ټولنې څخه د نجونو او ښځو په حذفولو سره، د دوی پر وړاندې جنسیتي تعبیض په پراخه کچه او سیستماتیک ډول بنسټیز کړی دی.

خو د طالبانو حکومت تل ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

د دغه مرکز په یوه نوي راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) په یوه وېب‌پاڼه کې خپور شو، راغلي چې پر بنسټیزو ازادیو د محدودیتونو دوام او په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو د ځورولو په وړاندې د مجازاتو معافیت د نړیوالو قوانینو د جدي سرغړونو لپاره یو مناسب چاپیریال رامنځته کوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، پر ښځو او نجونو په پراخه کچه بندیزونه لګول شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، پر ښځو او نجونو په پراخه کچه بندیزونه لګول شوي

په همدې حال کې د بشري حقونو فعاله ډاکټره حمیرا فرهنګیار وايي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې ښځې تر ټولو تیاره ورځې تجربه کوي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:

"د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانې ښځې څڼدې ته کېږي او ټول حقونه او امتيازات ترې اخيستل کېږي، په ټولو برخو کې د ښځو نشتوالى ښېي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د جګړې اعلان کړى او د افغانستان ښځې د نامعلوم لوري او تياره راتلونکي په تمه دي"

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ له پیل راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تللو اجازه نه‌لري او د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پر مخ وتړل شوې.

طالبان لا هم ښځو ته په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو او په سينګارتونونو کې د کار کولو اجازه نه ورکوي او هم يې له تفريح، په اوږدو لارو کې له يوازې تګ او ورزش کول منع کړي.

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز په خپل وروستي راپور کې، دا هم ویلي چې په افغانستان کې قومي او مذهبي اقلیتونه؛ په ځانګړې ډول شیعه هزاره ګان په سیستماتیک ډول په نښه کېږي، د دغه مرکز په ټکو دا په ګوته کوي چې طالبان ممکن د زیان منونکو خلکو د ساتنې توان نه‌لري او یا هم نه غواړي د دوی ساتنه وکړي.

یوه هزاره نجلۍ، چې د کابل په یوه ښوونیز مرکز کې د ۲۰۲۲ له برید وروسته د خپلو ټولګیوالو په مړینه ژاړي - ارشیف
یوه هزاره نجلۍ، چې د کابل په یوه ښوونیز مرکز کې د ۲۰۲۲ له برید وروسته د خپلو ټولګیوالو په مړینه ژاړي - ارشیف

په ورته وخت کې د تېر جمهوري نظام پر مهال په ولسي جرګه کې د دایکندي د خلکو استازی ډاکټر محمد علي ادعا کوي، چې شیعه ګان له څو کلونو راهیسې د ترهګرو ډلو له‌خوا په نښه شوي او د طالبانو حکومت هم د بشري حقونو تړونونو برخه کې د مسؤليت احساس نه‌کوي.

نوموړی وایي:

" پېښې ښېي، چې هزاره ګان چې تر نیمايي ډېر نفوس یې شیعه ګان دي، له څو کلونو راهیسې د مذهبي افراطي ډلو له‌خوا تر هدفي او وژونکو بریدونو لاندې دي او له بلې خوا د طالبانو حکومت هم بشري حقونو تړونونو ته ژمن نه‌دی."

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د وياند بلال کريمي نظر هم واخلو، خو بريالي نه‌ شوو.

د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د لږکیو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د ژمنو خبره کړې ده.

په کابل کې د یوه هدف شوي ښوونیز مرکز د قربانیانو تصویر، چې اکثره هزاره نجونې دي - ۲۰۲۱
په کابل کې د یوه هدف شوي ښوونیز مرکز د قربانیانو تصویر، چې اکثره هزاره نجونې دي - ۲۰۲۱

په افغانستان طالبانو له واکمنۍ سره سم داعش ډلې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د لسګونو بریدونو مسوولیت پرغاړه اخیستی، چې په‌کې هزاره او شیعه ګانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د هزاره ګانو او نورو قومي او مذهبي اقلیتونو په نښه کولو په اړه تر دې مخکې هم اندېښنې راپورته شوې دي.

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز په وینا، د تېرو او اوسنیو سرغړونو نه جزا معافیت په افغانستان کې د جرمونو د دوام لامل شوی او ټینګار کوي، چې طالبان د اوسنيو چارواکو په توګه، باید د بشري حقونو ټول موجود نړیوالو تهدات چې افغانستان یې غړی دی باید یې ومني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG