د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د جرمني په کولن کې طالب استازي سره د غونډې په اړه د کونړ کولتوري ټولنې توضیحات


د طالبانو حکومت د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر - تصویر له ارشیفه
د طالبانو حکومت د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر - تصویر له ارشیفه

په جرمني کې د کونړ کلتوري تولنې مسوول، عزیز سرشار دا خبره ردوي چې ګواکې دا ټولنې د جرمني په کولن ښار کې د طالبانو حکومت له یوه چارواکي سره د ناستې کوربنه وه.

هغه چې د دې غونډې بلنلیک یې په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړی و، د یکشنبې په ورځ یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د جرمني په کولن ښار کې یو شمېر مېشتو افغانانو د خپلو وړاندیزونو او نیوکو د شریکولو په موخه د طالبانو حکومت د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر سره دا غونډه جوړه کړې وه.

عزیز سرشار وویل، چې دغه طالب چارواکی په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره په شینګن ویزه هالنډ ته تللی و او په جرمني کې له مېشتو یو شمېر افغانانو سره یې هم کتلي وو.

هغه زیاتوي:

"په افغانستان کې د ښځو د زده کړو پر وړاندې د محدودیتونو، په حکومت کې د ښځو د ونډې، د ښځو د حقونو، اساسي قانون، لويه جرګې، ټاکنو، د متقاعدینو د حقونو، له هیواده د کدرونو د تيښتې او یو شمیر نورو مسایلو په اړه مو ورسره خبرې وکړې چې تر ډيره حده د یو شمېر افغانانو لخوا تحریف شوي چې دا د خواشینۍ ځای دی. "

کولن کې د یوه طالب چارواکي حضور؛ د جرمني چارواکي په دې اړه څېړنې کوي (azadiradio.com)

اروپا ته د طالبانو حکومت د خوړو او درملو د ملي ادارې د رئیس عبدالباري عمر سفر، د جرمني په کولن ښار کې په ظاهره د یو شمېر افغانانو په کوربه توب په یوه غونډه کې د هغه د وینا د ویډیو له خپرېدو وروسته غبرګونونو سره مخ شو.

نوموړي د شنبې په ورځ، په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې هم لیکلي وو، چې اروپا ته د خپل سفر پر مهال یې په هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني کې له افغانانو سره لیدلي او د دغو غونډو انځورونه به وروسته خپاره کړي.

خو یو شمېر افغانانو او د ښځو د حقونو فعالانو، اروپايي هېوادونو ته د طالبانو د دغه چارواکي د سفر او په دغو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته یې د خبرو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د ښځینه حقونو فعاله، تمنا زریاب
د ښځینه حقونو فعاله، تمنا زریاب

د ښځو د حقونو یوه فعاله، تمنا پریاني، چې د جرمنې په کولن ښار کې یې د ښځو په وړاندې د طالبانو د حکومت سیاست یا جنسیتي اپارتاید د رسمیت پیژندلو په موخه د خپل اعتراض څلورم پړاو پیل کړی، ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، چې د دې طالب چارواکی د حضور له مهاله په کلن کې د امنیت او آرامۍ احساس نه کوي.

نوموړې زياته کړې، چې په دغه ښار کې د يو شمېر خلکو له خوا د دغه طالب چارواکي هرکلي، دې ته هغه شیبې وریادې کړي، چې په کابل کې په دې او خویندو یې د دوی په کور وشو او څو شپې او ورځې زندان کې وه او شکنجه شوه.

د طالبانو حکومت د دغه چارواکي د سفر په اړه له پراخو غبرګونونو وروسته د هالنډ حکومت ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په کنفرانس کې چې د نومبر له شپږمې څخه تر اتمې نیټې په هاګ کې ترسره شوی و، د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي د ګډون په اړه څیړنې کوي.

د هالنډ د روغتیا وزیر ارنسټ کوپرز د شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه وروسته له هغې بښنه وغوښته چې د طالبانو حکومت د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر سره د هغه عکس خپور شو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه کې د یوې بیانیې په خپرولو سره په کولن ښار کې د طالبانو د استازي حضور غندلی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جرمني حکومت د دغه طالب چارواکي له سفره خبر نه و او هغه ته یې د جرمني ویزه نه ده ورکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG