د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو ښوونیز سیستم له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړی


ارشیف: په فاریاب کې د هلکانو د یوه ښوونځي زده کوونکي
ارشیف: په فاریاب کې د هلکانو د یوه ښوونځي زده کوونکي

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو د افغانستان ښوونیز سیستم له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړی دی.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبان د هلکانو او نجونو لپاره د افغانستان تعلیمي سیستم ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي.

دې سازمان پرون په یوه ۱۹ مخیز راپور کې چې 'د هلکانو ښوونځي هم سقوط سره مخ دي' تر عنوان لاندې یې خپور کړی لیکلي، په تعلیمي برخه کې د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد تل ویلي چې دوی د یو معیاري تعلیمي نصاب پر لور روان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو د بشري حقونو څار سازمان د ښځو حقونو د برخې څېړونکې او د راپور لیکوالې سحر فطرت وايي: " طالبانو د ټول هېواد ښونیز سیستم ته په زیان رسولو یو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ کړی هغه چې د نوموړې له قوله؛ د باکفییته زده‌کړو څخه به بې برخې وي."

د بشري حقونو څار سازمان په راپور کې د طالبانو له‌خوا د ښځینه ښوونکو له دندې لېرې کول، له افغانستانه د متخصصو استادانو وتل، په تعلیمي نصاب کې ناسم بدلونونه او بدني سزاګانې هغه لاملونه یاد شوي چې له امله یې د زده‌کړو کیفیت لوېدلی او ترڅنګ یې په ښوونځیو کې د نارینه‌ زده‌کوونکو غیرحاضري ډېره شوې ده.

په راپور کې دا هم زیاته شوې چې طالبانو ډېری ښځینه ښوونکې له دندو لیرې کړي چې له امله یې یا غیرمسلکي ښوونکي زده‌‌کوونکو ته درس ورکوي او یا له ښوونکي پرته په ټولګې کې کېني.

د بشري حقونو څار سازمان دا راپور په کابل، بلخ، هرات، فراه، پروان، بامیان، ننګرهار او دایکندي کې له ۲۲ هلکانو چې له ۸م تر ۱۲م ټولګي زده‌کوونکي دي او د هغوی له میندو او پلرونو سره، د مرکو پر بنسټ چمتو کړی دی.

دې زده‌کوونکو دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت د هنر، سپورټ، انګلیسي او مدني زده‌کړو په ګډون یو شمېر مضامین له نصاب ویستي چې د تعلیمي کیفیت د خرابېدو لامل شوی دی.

د کابل پر یوه سړک د ښوونځي زده کوونکي. June 8, 2023.
د کابل پر یوه سړک د ښوونځي زده کوونکي. June 8, 2023.

د بشري حقونو څار سازمان له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو له حکومت وغواړي چې نه یوازې د نجونو او ښځو د زده‌کړو په اړه خپل تبعیضي چلند پای ته ورسوي، بلکې د هلکانو لپاره د خوندي او باکیفیته زده‌کړو له حقونو د سرغړونې مخه هم ونیسي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له‌خوا نن یوه خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د زده‌کړو کیفیت د ټولې نړۍ په پرتله ټیت ښودل شوی او ویل شوي، د ۲۰۲۲ کال د شاخص پر بنسټ، په لومړي او دویم ټولګي کې یوازې ۱۳،۶ سلنه زده‌کوونکو د لوستلو لومړني مهارتونه زده‌کړي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر زده‌کوونکي په ښوونځیو کې د نامناسب وضعیت په اړه غږېږي.

په کابل کې کې د یوې لېسې د دولسم ټولګي زده‌کوونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "د زده‌کړو بهیر ډېر ټکنی شوی دی، ډېر مضامین اوس نه تدرسېږي. تکړه او مسلکي ښوونکي او کادرونه له هېواده وتلي دي. ښوونځي هم اکثریت بند دي او ښوونکي په کور ناست دي."

خو نجونې بیا د خپلو ښوونځیو د پرانستو غوښتونکي دي.

په ننګرهار کې د یوې لېسې د اووم ټولګي زده‌کوونکي چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي او د طالبانو حکومت یې ښوونځي ته د تلو مخه نیولې وايي: "موږ ډېره اړتیا لرو، ځکه موږ باید افغانستان ته خدمت وکړو. موږ باید تر دولسم ټولګي خپل ښوونځی خلاص کړو."

د طالبانو په حکومت نیوکه ده چې د افغانستان تعلیمي سیستم ته یې د محدودیتونو په وضع کولو سره لوی زیان رسولی او تر څنګ یې په مسلکي بستونو هم غیرمسلکي او د خپلې ډلې کسان ګمارلي چې کیفیت هم تر اغېز لاندې راوستی، خو دوی دغه ادعاوې تل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG