د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

۱۶ ولایتونو کې ښوونیز مرکزونه تړل کیږي؛ زده کوونکي څه نظر لري؟


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پلازمېنې کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اوونیو لپاره ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړلي اعلان کړل.

‎د دغه وزارت چارواکي وایي، دا پرېکړه یې د کرونا ویروس د نوې څپې د پراختیا د مخنیوي لپاره کړې ده.

‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د شنبې (د غبرګولي ۸مه) په ورځ په کابل کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره يوې ګډې خبرې غونډې ته وویل: "موږ ته ویل کېږي چې تاسو درک نه لرئ، اقتصادي نظام او د ټولنې وضعیت له ستونزو سره مخ کوئ، خو ټولنیز واټن حد اقل تر شپېتو یا اویا سلنې خلک خوندي ساتي، دا یو اصل دی، نیوکه کېږي چې تاسو پیغام نه دی بدل کړی، خو کله چې یو ګواښ دی او د حل لاره یې هم هماغه شان ده، موږ څنګه کولای شو چې په دې اړه بې غوره واوسو؟."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح

‎روغتیا وزارت په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز ولایتونو کې د دې پرېکړې د پلي کېدو خبره کړې ده.

‎دغه وزارت په دې اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د کرونا ویروس وضعیت جدي او د اندېښنې وړ بللی دی.

‎د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو چارواکو او د ازموینو ملي ادارې د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه منلې او ویلي یې دي چې د غبرګولي له اتمې نېټې به د دوه اونیو لپاره په یاد شپاړلس ولایتونو کې ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړلي وي.

د لوړو زده کړو وزارت دا هم ویلي چې د کابل د کانکور ازموینې ګډوانوال دې بایومتریک پروسې د ترسره کولو لپاره دې تر بل اعلانه په تمه شي.

‎په دې خبري کنفرانس کې د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې رنګینې حمیدي او د لوړو زده کړو وزیر بصیر عباس هم ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی وو.

‎مېرمن حمیدي وویل: "دا د ژوند او مرګ مساله ده، زه د پوهنې د مسوولې په توګه چې په میلیونونو زده کوونکي او ښوونکي مو ښوونځیو ته راځي، دنده مې ده چې د عامې روغتیا وزارت وړاندیز ومنو او همکاري ورسره وکړو."

د پوهنې وزارت سرپرسته وزیره رنګینه حمیده
د پوهنې وزارت سرپرسته وزیره رنګینه حمیده

‎د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر بیا ټینګار وکړ چې په پاتې نورو ولایتونو کې دې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دې روغتیایي تدابیر جدي ‌‌‌‌‌‌ډول ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د لوړو زده کړو وزارت اړونده ټولو ادارو، پوهنتنونو او د لوړو زده کړو موسسو ته لارښونې کړې چې د روغتیا وزارت د لارښوونو پر بنسټ ټولې وقایوي سپارښتنې مراعت کړي."

د رخصتیو پرځای باید د روغتیایي تدابیر او لارښوونو پرعملي کېدو ټینګار وشي

‎خو په کابل کې یو شمېر زده کوونکي او محصلین اندېښمن دي چې بیا به یې درسي سیستم ګډوډ او دوی به اغېزمن شي.

‎د غازي عالي لېسې زده کوونکي میلاد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیوته وویل: "که څه هم اوس په هېواد کې د کرونا ویروس وضعیت جدي دی، خو تېرکال هم په قرنطین کې زموږ وخت ضایع شو، اوس هم فکر نه کوم چې په دې دوه اونیو به دوی د کرونا ویروس وضعیت کنټرول کړي، نو بیا به هم زموږ د درسونو وخت ضایع کېږي."

‎د کابل ښار بل اوسېدونکی او د یو خصوصي پوهنتون محصل نثار احمد صافی هم ورته نظر لري: "د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه زه ښه نه ګڼم، ځکه چې محصلین او زده کوونکي ماسکونه وکاروي او نورې لارښوونې مراعت کړي، دا ښه پرېکړه نه ده چې اوس رخصتي شي، ځکه د محصلینو او زده کوونکو د درسونو نور وخت هم ضایع کېږي."

د یادونې وړ ده چې مخکې تر دې کابل ښاروالۍ د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره د دوه اوونیو لپاره د ودونو د سالونونو په رېزرف هم بندیز بندیز لګولی و.

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې وخت کې دا پرېکړه اعلانوي چې د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د ۳۸۰۰ مشکوکو کسانو ټیسټونه شوي وو چې له دې شمېر د۹۷۷ ټېسټونه مثبت تشخیص شوي.

د دغه وزارت د مسوولینو په خبره دا په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل تردې دمه د پېښو تر ټولو د ثبت لپاره لوړه کچه ښيي.

‎د دغه وزارت د چارواکو په خبره، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه له ۷۰زرو زیات کسان په دغه ویروس اخته شوي او تر ۲۸۰۰ پورې کسان یې له امله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG