د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

"په تخار ولایت کې ډېرې دولتي ادارې ودانۍ نه لري"


د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې په تخار ولایت کې ډیرې دولتي ادارې ودانۍ نه لري چې باید جوړولو ته یې پام وسي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسئولین وایي، چې په تخار ولایت کې ۵۰ فیصده ښوونخي ودانیو ته اړتیا لري.

د دې ادارې رییس عبدالخالق فراهي د چهارشنبې په ورځ د تخار ولایت په پراختیايي کنفرانس کې چې په کابل کې جوړ شوی و؛ وویل، د دې ولایت د ښونځیو پنځه شپیته ښوونکي هم مسلکي نه دي.

نوموړي له مسئولو او مرسته کوونکو ادارو وغوښتل، چې د تخار د خلکو دې لومړنیو اړتیا وو ته ډیر پام وکړي.

“د معلوماتو له مخې ۱۳ ولسوالۍ، ولایتي شورا، سیمه ییزې محاکمې او ځینې نورې ادارې ودانۍ نه لری، یادونه کوم چې هلته ۵۰ فیصده ښوونځي ودانۍ نه لري او ۶۵ فیصده ښوونکي یې غیر مسلکي دي.”

د ښاغلي فراهي د معلوماتو له مخې په تخار ولایت کې ۶۴۷ ښوونځي فعال دي، چې تر درې نیم لکو ډیر زده کوونکې په کې زده کړي کوي.

په دې کنفرانس کې د تخار والي عبدالطیف ابراهیمي بیا د دې ولایت د امنیت په اړه ډاډ ورکړ؛ نوموړي له مرسته کوونکو ادارو وغوښته، چې په دې ولایت کې د بیارغوني بیلا بیلو پروژو ته پام وکړي.

ښاغلي ابراهیمي د تخار کانونو ته په اشارې له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې د پانګوني لپاره ورسي.

بل خوا د افغانستان د پوهني وزارت هم دا مني، چې د ښونځیو د ودانیو او مسلکي ښوونکو کمښت د پوهنیز نظام لویې ستونزې دي.

د دې وزارت د رسنیو مسئول کبیر حقمل ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې په ټول هیواد کې 9 لکه ښوونځی ودانیو ته اړتیا لري او لا هم ۵۰ فیصده ښوونکي داسې دي، چې باید مسلکي زده کړي ورکړل شي.

ښاغلی حقمل وايي، پوهني وزارت پر داسي یوه پلان کار کوي، چې له مخې به یې په ټولو ولایتونو کې د وخت په تیریدو یادې ستونزې هوارې شي.

تخار د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت ولایت دی، چې له ګاونډي هیواد تاجکستان سره تر سل کیلومټره اوږد سرحد لري او په څنګ کې یې بدخشان، کندز او بغلان ولایتونه پراته دي.

له دې ولایت څخه پخوا د نا امنیو، قاچاق او غیر مسئولو وسله والو د موجودیت راپورونه ورکړل سوي دي، خو چارواکې وایي اوس یې حالات سم شوي دي.

د چارو څېړونکې وایي، په ټولو ولایتونو کې باید تر هر څه ډیر پام د ښوونیز سیستم جوړولو او غښتلي کولو ته وسي، چې په وسیله یې خلک له بیلا بیلو ستونزو خلاصېدای شي.

معصوم میوند
XS
SM
MD
LG