د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

بلوچ زاده: د معارف نظام باید په نړېوالو معیارونو برابر شي


د افغانستان د مدني ټولنې یو شمېر غړي انتقاد کوي چې؛ د پوهنې وزارت د نړېوالې ټولنې له کلک ملاتړ سره بیا هم نه دی توانیدلې چې په نړېواله سطحه یا د سیمې په کچه ښوونیز نظام ولري.

دوی د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې؛ د معارف په سیستم کې د غیر مسلکي کسانو حضور د دې سبب شوی چې؛ د معارف نظام تر اوسه پورې خراب پاتې شي.

له بلې خوا د معارف وزارت د نشراتو مسول کبیر حقمل له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دا ادعاوې بې بنسټه وبللې او ویې ویل چې؛ د افغانستان د پوهنې نظام په نړېواله کچه یو منل شوی نظام دی.

د مدني ټولنې ځينې غړي وايي چې؛ د معارف په نظام کې د مسلکي کسانو کمښت، په درسي کتابونو کې املايي غلطۍ او د مجهزو درسي وسایلو نشتوالی هغه ستونزې دي چې له امله یې یو شمېر زده کوونکي له ښوونځیو څخه د فارغیدو وروسته هم علمي ستونزې لري.

د مدني ټولني غړي اجمل بلوچ زاده د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، اوس مهال د معارف په نظام کې تر ډيره غیر مسلکې کسان کار کوي.

ښاغلي بلوچ زاده په دې غونډه کې د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره په کلکه غوښتنه وکړه چې؛ د معارف نظام باید په نړېوالو معیارونو برابر شي:

«د پوهنې وزارت اړ(مکلف) دی ترڅو د هېواد د زده کړې د نظام لپاره، عملي لارې چارې له نړېوالو منل شویو معیارونو نه کار واخلي.

ښوونځي باید د اړتیا وړ موادو نه چې علمي ،تجربوي، کتابتونونه، مکمل او تجهیز کړي.

د لویو انجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره باید عملي پلانونه په نظر کې ونیول شي، ترڅو کوچنیو زده کوونکو نه جدا د هغوي تعلیم او تربیې ته پاملرنه وشي ».

نوموړي وویل چې؛ د پوهنې وزارت په تیرو لسو کلونو کې د نړېوالې ټولنې له کلک ملاتړ په درلودلو سره بیا هم نه دی توانیدلی چې؛ د افغانستان د پوهنې سیستم د نړۍ یا د سیمې له معیارونو سره سم کړي.

له دې وړاندې هم د هېواد د بېلابېلو ولایتونو زده کوونکي د مسلکي ښوونکو، درسي موادو له کمښت څخه شکایت کړی.

خپله د پوهنې وزارت چارواکو هم منلې چې؛ د افغانستان شاوخوا نیمايي ښوونځي مناسبې ودانۍ نه لري.

خو د معارف وزارت چارواکي چې؛ بیا د پوهنې پر نظام د مدني ټولنې ادعاوې ردوي او وايي چې، د افغانستان د پوهنې نظام په نړېواله کچه منل شوی دی.

د دې وزارت د نشراتو ریس کبیر حقمل له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ د افغانستان د پوهنې نظام د پنځو سترو پوهنیزو پروګرامونو برخه ګرځیدلې ده.

په افغانستان کې هر کال د زده کوونکو شمیر مخ په زیاتیدو دی.

د روان لمریز کال په پیل کې چارواکو وویل چې یو ملیون نوي زده کوونکي جذبوي او په دې توګه د ښوونځیو د زده کوونکو شمیر شاوخوا لسو ملیونو ته رسیږي.

خو د پوهنې وزارت هم مني چې ددغو زیاتیدونکو زده کوونکو ته د کیفیت له پلوه د پوهنې مناسب چاپيریال رامنځ ته کول ورته یو لوی چلنج دی.

ناجیه ساپۍ ـ کابل
XS
SM
MD
LG