د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۸

افغانستان کې پر خبریالانو د فشارونو زیاتوالی؛ د خبریالانو مرکز: د خبریالانو بندي کول هم زیات شوي، وضعیت ډېر کړکېچن دی


تصویر له ارشیفه، یو شمېر افغان رسنیز کارکوونکي
تصویر له ارشیفه، یو شمېر افغان رسنیز کارکوونکي

د افغانستان د خبریالانو مرکز یا (AFJC) وايي، په افغانستان کې پر ازادو رسنیو د طالبانو د حکومت فشارونه زیات شوي دي.

دغه مرکز پرون په خپل شپږمیاشتني راپور کې ویلي، په دې موده کې د رسنیو کاري محتوا هم بدله شوې او د خبریالانو د نیولو پېښې هم زیاتې شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، یوازې په ولایتونو کې نه؛ بلکې په کابل کې هم د ازادو رسنیو عادي بهیر ګډوډ شوی او د ازادو یا هم تحقیقي راپورونو او چېلنجوونکو پروګرامونو جوړول د محدودیتونو له کبله ختم شوي دي.

د خبریالانو دغه مرکز وايي پر ازادو مطبوعاتو فشارونه د دې سبب شوي، چې دغه رسنۍ یوازې پر انسان دوستانه پېښو، بشري مرستو یا هم تعلیمي پروګرامونو زیات تمرکز وکړي، داسې محتوا چې د طالبانو د تایید وړ وي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د رسنیو لویه برخه ښځینه کارکوونکې په کور شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د رسنیو لویه برخه ښځینه کارکوونکې په کور شوي

د کابل پرس کلب مشر، عزیز احمد تسل مو وپوښت چې طالبانو په خپله څه باندې دوه کلنه واکمنۍ کې ولې پر ازادو خبریالانو او رسنیو فشارونه زیات کړي دي.

هغه وویل:

"ځکه چې د طالبانو اداره غواړي چې د افغانستان رسنۍ او ژورنالستان هم هغسې رول ادا کړي، چې لکه څنګه چې یې په ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان یا ځینو نورو کې چې ادا کوي، چې هلته د رسنیو ازادۍ محدودې دي. طالبان هم غواړي دغه محدودیت په افغانستان کې پلی کړي."

بلخوا د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مشر ظریف کریمي وايي، په افغانستان کې د ازادو رسنیو فعالیت ډېر زیانمن شوی دی.

کریمي زیاتوي:

" په افغانستان کې تر سیاسي بدلونونو وروسته، د ازادو رسنیو فعالیت، د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی او رسنیز کار له خنډ سره مخامخ شو. له بده مرغه هره ورځ د بیان د ازادۍ، اطلاعاتو ترلاسه کولو او انتقاد د حق د خرابېدو شاهدان یو."

طالبان بیا- بیا د رسنیو په کنټرول او خبریالانو سره په ناوړه چلند تورن شوي
طالبان بیا- بیا د رسنیو په کنټرول او خبریالانو سره په ناوړه چلند تورن شوي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په راپور کې ویل شوي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو له ازادیو د سرغړونې لږ تر لږه ۷۵ پېښې ثبت شوي، چې په هغو کې د خبریالانو د نیولو ۳۳ پېښې او د ګواښلو ۴۲ پېښې شاملې دي.

د راپور له مخې، د خبریالانو د نیولو ټول اقدامات د طالبانو د استخباراتو له خوا شوي او د خبریالانو یا هم رسنیو په ګواښولو کې د استخباراتو تر څنګ د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د امر بالمعروف وزارت شامل دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ۲۸۱ رسنۍ تړل شوې دي او له ۱۱۸۵۸ رسنیزو کارکوونکو څخه یوازې ۴۵۰۰ یې کار کوي.

د طالبانو ویندویانو مخکې د زیاتو رسنیو د تړل کېدو علت، د دوی مالي ستونزې بللې وې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، پر ازادو رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه د دوی له قانوني حق سرغړونه ده، چې نه یوازې ګټه نه کوي، بلکې د هېواد پر اطلاع رسونې او پرمختګ ناوړه اغېز کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG