د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د طالبانو حکومت د «یوټیوبرانو» لپاره د فعالیت نوې کړنلاره اعلان کړه


تصویر له ارشیفه، د یو شمېر افغان یوټیوبرانو خپرونې
تصویر له ارشیفه، د یو شمېر افغان یوټیوبرانو خپرونې

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له دې وروسته به باید یوټیوب چلوونکي او يوټيوب چینلونه د دغه وزارت د نوې کړنلارې له مخې فعالیت وکړي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي په یوه ویډیویي پیغام کې چې د دغه وزارت پر یوټیوب چینل خپره شوې، ویلي چې دوی د یوټیوب او رسنیو فعالیتونه څاري او له دې وروسته به هغو کسانو ته چې د خبریالۍ په برخه کې تحصيلي اسناد او تجربې و لري د یوټیوب د فعالیت جواز ورکړل شي.

د فراهي په خبره، چې یوټیوب چینلونه بايد ملي ګټي، اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ په پام کې ونيسي.

مهاجر فراهي زیاتوي:

"موږ ټولې رسنۍ څارو، یوټیوب هم څارو، هر هغه څوک چې له اصولو سرغړونه وکړي، را وبه غوښتل شي، او وبه پوهول شي."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوحه - ارشیف
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوحه - ارشیف

خو د ځینو یوټیوب چینلونو مسوولینو ازادي راډيو ته وویل، چې د نویو قوانینو او طرزالعملونو زیاتوالی د دوی کارونه له ننګونو سره مخ کوي.

محمد امین ساحل یو له افغان يوټيوب چلونکو څخه دى چې تر ډېره د نوې ټکنالوژۍ په معرفي کولو پروګرامونه جوړوي، نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"فکر کوم دا غلط شرايط دي ځکه يو ځوان چې کله يوتيوب جوړوي هغه غواړي پرمختګ وکړي، څوک چې دنده ولري یوتیوب چینل نه جوړوي، څوک چې یوتیوب چینل جوړوي غواړي تجربه تر لاسه کړي او کوم نوښتونه چې لري نورو سره یې شریک کړي، چې هم مشهوره شي او هم خلکو ته يو څه معلومات هم وړاندې کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو د ټولنې مشر مسرور لطفي ازادي راډیو ته وویل، هر قانون یا کړنلاره هغه مهال اغېزمنه وي، چې د رسنیو ملاتړې وي.

ښاغلي لطفي زیاته کړه:

"کومې کړنلارې او قوانین چې ټاکل شوې د رسنیو د فعالیت په برخه کې جوړې شي، که هغه حمايتي اړخ ولري، نو اړتیا ده چې رسنۍ خپل قواعد ولري او په حقوقي بڼه مخ ته ولاړې شي، خو که دغه کړنلارې او قوايد د ملاتړ پر ځاى محدوديت وضع کړي دا کار به ځينې ستونزې رامنځ ته کړي."

یوټیوب چې د ګوګل شرکت یو له سترو څانګو څخه دی، نن یبا په افغانستان کې ډېر مینوال لري او د ویډیو تولیدونکو لپاره د پیسو ګټلو او ګټې وټې په لپاره یو ښه وسیله ده.

په افغانستان کې د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې په رسنیو د بندیزونو د لګولو او د یو شمېر رسنیو په تړل کېدلو سره يو شمېر افغانانو د بیلابیلو خپرونو د لیدلو لپاره يوټيوب ته مخه کړه او يوټيوب چلوونکو هم د خلکو د ژوند په اړه بېلابېلې خپرونې چمتو کړي چې په خپل يوټيوب چېنلونو کې یې په خپرولو سره پرې پیسې ګټي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، پر رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه وضع شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، پر رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه وضع شوي

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په داسې حال کې د یوې نوې کړنلارې په جوړولو او نویو جوړې شویو رسنیو په ځانګړي ډول یوټیوب چینلونو ته د جوازونو د ویشلو اعلان کوي، چې د طالبانو له دويم ځل واکمنۍ وروسته په تصویري او غږیزو رسنیو ګڼ محدودیتونه ولګول شول.

تر دې چې په تلویزیونونو کې یې پر ښځو مخونه پټ کړل او له ماسک پرته نه شي راڅرګندېدای.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې ویلي ، چې طالبانو په افغانستان کې شاوخوا ۶۴ خبریالان د کار له امله نیولي دي.

دغه د بې پولې خبریالانو د ټولنې د راپور له مخې، ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو هم په تېرو دوو کلونو کې د نږدې ۵۰ سلنه رسنیو د تړلو خبره کړې، خو د طالبانو حکومت د رسنیو د تړلو کېدو او د خبریالانو د بې روزګارۍ لامل د مالي سرچینو کموالی بللی او ویلي، چې دوی هیڅ یوه رسنۍ نه ده تړلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG